د ټیګونو ارشیف : سعودي

حوثیانو ته مطلوب یمنی عالم «عبدالمجید زنداني» سعودي ته اوښتی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د یمن مشهور دیني عالم او په دې هیواد کې د اخوان المسلمین یو مخور شخصیت «عبدالمجید زنداني» له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته اوښتی. عبدالمجید زنداني د جمعې په شپه د «الودیعه» سرحد له لارې، چې د یمن حضرموت او د سعودي نجران ښارونه سره نښلوي، د سعودي خاورې ته ننوتلی. ...

نور ولوله »

سعودي د «حماس» بندیان خوشې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د حماس جهادي تنظیم د سیاسي دفتر مشر «خالد مشعل» سعودي عربستان ته سفر وکړ، دغه هیواد پرېکړه کړې چې د سعودي له زندانونو څخه به د حماس ډلې بندیان خوشې کوي. خالد مشعل د روژې په ۲۹مه سعودي عربستان ته تللی و، چې په خپل دوه ورځني سفر ...

نور ولوله »

د سعودي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مړ شو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د الجزیره شبکې خبر ورکړی چې د سعودي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، سعود الفیصل وفات شوی دی. فیصل دوه میاشتې مخکې له بهرنیو چارو وزارت څخه له څلوېښتو کلونو کار وروسته ګوښه شو. د سعودي لوړپوړیو چارواکیو منلې چې شهزاده سعود الفیصل په حق رسېدلی او رسمي دولتي اعلامیه به ژر خپره ...

نور ولوله »

مکه مکرمه : د قرآن کريم تحريف شويو نسخو ۶ ويشونکي نيول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل) : د سعودي هيواد د مکې مکرمې د ښار پوليسو هغه ۶ تنه نيولي دي چې هڅه يې کوله د قرآن کريم تحريف شوي نسخې په خلکو وويشي. د معلوماتو په اساس ياد ۶ تنه د آسيايي هيوادونو اوسېدونکي دي، دوی خواوشا ۲۰۰ زره تحريف شوي نسخې د مکې مکرمې ښار ته په ...

نور ولوله »

سعودي د ایران سفیر احضار کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د ایران سفیر احضار کړی او د خپلو څلورو اتباعو د وژل کیدو په اړه یې ترې سپیناوی غوښتی. وړمه ورځ د ایران مشهد ښار د یو هوټل اوسیدونکي ۳۳ تنه سعودیان مسموم شوي چې د هغوی له ډلې څخه ۴ تنو ...

نور ولوله »

د سعودي ملک سلمان د کعبې شریفي په مینځلو کې برخه اخیستې- انځورونه

نن ټکی آسیا: د سعودي باچا ملک سلمان مکې مکرمې ته تللی، او هلته یې د کعبې مبارکي څخه لیدنه کړې، او په کعبه کې دننه تر لمانځه اداکولو وروسته یې د کعبې شریفي په مینځلو کې برخه اخیستې. باید وویل شي چې کعبه شریفه هر کال په شعبان او محرم میاشتي کې مینځل کیږي.

نور ولوله »

یمن: د ايتلافي الوتکو په بريدونو کې ۴۰ حوثیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د یمن عدن ښار کې نړیوال هوایي ډګر ته څیرمه د حوثي شيعه ايران پلوو یاغیانو پر پټنځایونو د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي هیوادونو جنګي الوتکو بریدونو کړي دي، چې په پایله کې تر څلوېښتو زيات حوثي ياغيان وژل شوي دي. العربیه ټلویزون د عدن ښار د والي له قوله ویلي، چې ...

نور ولوله »

ولې په سعودي کې د مذهبي جګړې پیلولو هڅې کیږي؟!

سرلیکنه – نن ټکی اسیا: (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د جمعې په ورځ یو ځلې بیا د سعودي عربستان د دمام ساحلې ښار په یوه مسجد کې د انفجار له کبله څلور تنه مړه، څلور ژوبل او د مسجد په پارکینګ کې درول شوي یو زیات شمیر نقلیه وسائط وسوځول شول. دا په تیره یوه اونۍ کې دوهمه چاودنه ده ...

نور ولوله »

سعودي عربستان: دمام کې د شيعه ګانو جومات ته څېرمه غبرګې چاودنې وشوې

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان دمام ښار کې د جمعې لمونځ پر مهال د شيعه ګانو جومات ته څېرمه غبرګو چاودنو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د عربي رسنيو له قوله چاودنه د دمام ښار عنود کلي کې د شيعه ګانو پر يو جومات شوې ده. رويټرز خبري اژانس د سعودي چارواکو له قوله ...

نور ولوله »

حوثيانو په توغندويي بريد کې ۲ سعودي پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): حوثي ياغايانو د سعودي په جنوب کې په عسيرة سيمه باندي توغندوي بريد کړی چې له امله يې د سعودي هيواد ۲ پوځيان وژل شوي دي. دا بريد تېره ورځ د ظهران سيمي په جنوبي برخه شوي او هلته يې د عسيرة په نوم يوه سيمه چې پوځيان پکې وو، په نښه کړې. د ...

نور ولوله »