د ټیګونو ارشیف : سعودي

سعودي چارواکو لسګونه دیني شخصیتونه اعدام کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۷ تنه بندیان یې له ترهګرۍ سره د تړاو په تور اعدام کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړي کسان یې نن د شنبې په ورځ په پلازمینه ریاض، مکه مکرمه، مدینه منوره، تبوک او نورو سیمو کې اعدام کړل. ...

نور ولوله »

اردوګان سعودي عربستان ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۸ مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان نن په يو رسمي سفر د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسيدلی دی. ويل کيږي، چې ترکي ولسمشر به د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو لوړپوړو چارواکو سره په يو شمېر مهمو سیاسي او اقتصادي چارو خبرې وکړي او تر ټولو مهم ...

نور ولوله »

پاکستان «ترهګرۍ» ضد ايتلاف کې د ګډون اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ايتلاف کې د ګډون اعلان وکړ. د پاکستان بهرنيو چارو وزاررت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادنو «ترهګرۍ ضد» ايتلاف کې د ګډون پرېکړه کړې او دغه ايتلاف کې د خپل فعاليت ...

نور ولوله »

انډونیزیا د تروریزم پر ضد د سعودي په ایتلاف نه ګډیږي، افغانستان مشوره کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیري د اسلامي هیوادونو په هغه ایتلاف کې د ګډون څخه انکار کړی چې په دې وروستیو کې دسعودي په ابتکار د ۳۴ هیوادونو په ګډون جوړ شوی. د بهرنیو چارو وزیری «ریتنو» رسنیو ته ویلي چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر په دې اړه ...

نور ولوله »

سعودي د تروریزم پر ضد اسلامي ایتلاف جوړ کړ

mohammad bin salman

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي حکومت نن د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره اعلان کړی چې دوی د ۳۴ اسلامي هیوادونو په ګډون د تروریزم پر ضد اسلامي ایتلاف جوړ کړی، چې دنده به یې په اسلامي هیوادونو کې د تروریزم پر ضد جګړه کول وي. د سعودي دفاع وزیر محمد بن سلمان د رسنیو ...

نور ولوله »

رباني: سعودي کې به د افغانانو د پاسپورتونو ستونزه ژر حل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې په سعودي عربستان کې به د ميشتو افغانانو د پاسپورتونو ستونزه زر حل کړي. د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په سعودي عربستان کې ميشتو افغانانو ته افغاني پاسپورتونه ورکړل شي. نوموړي زیاته کړله چې په ...

نور ولوله »

ایران له سعودي عرب څخه خپل لادرکه ډیپلوماټ غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۴ل): ایران تیره ورځ له سعودی عرب څخه رسمي غوښتنه وکړه چي دغه هیواد کي ایرانی ورک شوي ډیپلومات دي دوي ته وسپاری. ایرانی ډیپلومات غضنفر رکن ابادي چي له ۲۰۱۰ څخه بیا تر ۲۰۱۴ زدیږ کال پوري په بیروت کي د ایران سفیر پاته شوی وو. سږ کال سعودي عرب ته د حج ...

نور ولوله »

سعودي: مونږ یمن کې بریالي یو، ناټو په افغانستان کې ناکامه ده

نن ټکی اسيا (سې شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل): د سعودي په مشرۍ د عربي هیوادونو ایتلاف ویاند جنرال احمد العسیري تیره ورځ رسنیو سره په خپل ورځني خبري کانفرانس کې وویل چې دوی په یمن کې هغه څه وکړای شول، کوم چې ناټو په تیرو ۱۴ کلونو کې د لسګونو هیوادونو پر مټ په افغانستان کې ونه کړای شول. ...

نور ولوله »

د سعودي یوې ماشومي لس کاله وروسته خوراک وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عرب د سپیڅلي ښار مکه معظمه کي اوسیدونکي یوې ماشومي چې نوم یې (آحد) ښودل شوی، د لسو کلنو وروسته دلومړي ځل لپاره د کیک یوه وړوکي ټوټه وخوړه. ددغي ماشومي کورنۍ له خبري رسنیو سره د خبرو پر وخت وویل چې دغه ماشومه په ۳ کلنۍ کې په ستوني کې ...

نور ولوله »

سعودي: د یمن جګړه به ژر پای ته ورسیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر تېره ورځ وویل، په یمن کې د حوثي ملیشو پر ضد روانه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسیږي. نوموړي چې تیره ورځ (لړم ۶مه) د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډ مطبوعاتي کانفرانس کې وینا کوله، وویل چې د وروستیو پرمختګونو څخه ...

نور ولوله »