د ټیګونو ارشیف : سعودي

ټرامپ د سوریې څخه خپل ځواکونه ایستل، سعودي یې پاتې کېدل غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): په سپینه ماڼۍ کې دوو جګپوړو چارواکو رسنیو ته ویلې چې ټرمپ غواړي له سوریې څخه خپل ځواکونه را وباسي. ټرمپ د اوهایو په ایالت کې د یوې وینا پر مهال هم ټینګار کړی وو چې امریکا به ډېر ژر خپل ځواکونه له سوریې څخه را وباسي. نوموړي د تیرې پنجشنبې په ورځ ...

نور ولوله »

حزب اسلامي: نړیواله ټولنه دي د ایران د یرغلیز سیاست مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): حزب اسلامي افغانستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سعودي پر پلازمینه ریاض باندي د حوثي ملیشو له لوري توغندیز برید غندلی دی او ددې برید تر شا یې د ایران لاس بللی دی. باید وویل شي چې پر یمن باندي د سعودي د یرغل درې کاله پوره شول او د څلورم ...

نور ولوله »

آیا سعودي خاندان له سلفي تفکر سره پریکون کوي؟

جیلاني پښتون د سعودي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان چې د امریکا په سفر دی له وشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې یې یادونه کړې چې په سعودي کې به ښځو ته نورې ازادۍ هم ورکړي او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې له څو لسیزو راپدیخوا حاکم محدودیتونه د اسلام برخه نه دي. د محمد ...

نور ولوله »

محمد بن سلمان: په سعودي کې ډېر قیودات د اسلام څخه نه دي، علماو ته مي قناعت ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال په امریکا کې دی، تېره ورځ یې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریالانو او لیکوالانو سره په لیدنه کې وویل چې د سعودي وروستي اصلاحات د دیني علماو سره تر اوږده بحث وروسته ممکن شول. نوموړي هغو دیني عالمانو ته اشاره ونه کړه چې ...

نور ولوله »

د سعودي ولیعهد: یوازي مي مرګ له پاچاهي را ګرځولای شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د یوې امریکايي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، ددې معلومات خو نه لرم چې څومره ژوند به وکړم، خو په راتلونکو پنځوسو کلونو کې که زه ژوندی وم او حالات سم وه، یوازي مرګ به وکولای شي چې زما څخه د سعودي پاچاهي واخلي. نوموړی ...

نور ولوله »

په سعودي کې د ورقو لوبه جایز نه، بلکې دولتي شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ورقو لوبه چې په خلیجي هیوادونو کې د ځوانانو د مجالسو او وخت تیرولو لوبه بلل کیږي، او د وخت د ضایع کولو او نورو تاوانونو لرلو له وجې د سعودي علماو حرامه بللې وه، د سعودي حکومت نه یوازي جواز ورکړ بلکې په دولتي کچه یې ورته یوه سیالي اعلان کړه ...

نور ولوله »

سعودي د اسرائیل سره د اړیکو پر موضوع د ږغیدا له امله یوه مدني فعاله نیولې / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو شبکو کې د سعودي مدني فعالانو او په دغه هیواد کې د بندیانو د درک ساتلو اړوند فعالان وايي چې سعودي حکومت یوه میرمن په دې تور نیولې چې هغې د اسرائیل سره د عربي هیوادونو وروستی ژوري اړیکو باندي بحث کړی وو. د فکري بندیانو «معتقلي الرأی» په نامه ټویټر ...

نور ولوله »

سعودي په لومړي ځل ښځو ته لوبغالي کې د فوټبال سیالۍ کتلو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې ښځې کولای شي د فوټبال سیالۍ کتلو لپاره لوبغالي ته لاړې شي. د سعودي د معلوماتو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: چې ښځې به په لومړي ځل د فوټبال سیالۍ د جمعې په ورځ په ریاض لوبغالي کې وکتلی شي، ...

نور ولوله »

یمن: د سعودي یوه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سعودي رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هیواد یوه جیټ الوتکه د یمن په «الصعده» ښار کې غورځېدلې او دوه پيلوټان یې روغ رمټ موندل شوي دي. د سعودي حکومت پلوې ورځپاڼې «الشرق الاوسط» د الوتکې د غورځېدو پېښه تایید کړې ده او ویلي يې دي چې پيلوټان یې ژوندي پاتې شوي دي. ...

نور ولوله »

سعودي کې يوولس شهزادګان نيول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۵۶ل): سعودي رسنۍ وايي، چې د شاهي کورنۍ يوولس شهزادګان نيول شوي دي. ويل کېږي، چې نيول شوي کسان وروسته تر هغه ونيول شول، چې د شاهي ماڼۍ له پرېښودو يې انکار وکړ. سرچينې وايي، چې د شاهي فرمان له مخې پر دغو شهزادګانو اوبه او برېښنا بنده شوې وه، خو دوی د شاهي ...

نور ولوله »