د ټیګونو ارشیف : سفارت

کابل: د پاکستان سفارت ټول امنيتي پرسونل له دندو لرې کړل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): کابل کې د پاکستان د سفارت اړوند ټول امنيتي پرسونل د ويزې په چارو کې د فساد او رشوت له امله له دندو لرې کړل شول. کورنيو چارو وزرات امنيتي معين اختر محمد ابراهيمي د پاکستان سفارت کې د ويزو اخيستلو په برخه کې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه ناسته ...

نور ولوله »

د امریکا سفیر: سوله زموږ په مهمو لومړیتوبونو کې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په یوه غونډه کې وویل، چې د امریکا لپاره سوله مهم لومړیتوب دی. دا غونډه چې «په سوله کې د مېرمنو ونډه» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، جان بس پکې د سولې لپاره د هڅو د ملاتړ غږ وکړ. هغه وویل، له دننه موږ په ...

نور ولوله »

رویا رحماني امریکا کې سفیره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په اندونزیا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني په امریکا کې سفیره ټاکل شوې ده. د ارګ ویاند هارون چخانسوري پرون یوه خبري غونډه کې وویل، رویا رحماني واشنګټن کې د کابل سفیره ټاکل شوې. هغې چې په کولمبیا کې زده کړې ترسره کړې، تر دې وړاندې اندونزیا کې سفیره پاتې شوې او ...

نور ولوله »

ننګرهار: د پاکستان کونسلګرۍ بيرته پرانستل کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ چارواکو او د ننګرهار د والي ترمنځ جنجال رامنځته شو پاکستان خپله کونسلګرۍ د اعتراض په توګه وتړله. نږدې درې اوونۍ وړاندې د پاکستان کونسلګري هغه مهال د اعتراض په توګه وتړل شوه چې د کونسلګرۍ چارواکو د ننګرهار والي حيات الله ...

نور ولوله »

کويټ کابل کې خپل سفارت پرانېزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي کويټ به ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي. دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کړې دي. هغه چې کویټ ته په سفر تللی و، ویلي له کویټي چارواکو سره يې د اړیکو په پراختیا خبرې کړې. کرزي وویل، هغوی ورسره ...

نور ولوله »

واشنګټن کې د افغان سفارت ډيپلوماټ، د بهرنیو چارو وزیر او د هغه پلار ښکنځلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د افغان سفارت یو ډیپلوماټ د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د هغه وژل شوی پلار برهان الدین رباني ښکنځلي دي. مجید قرار چې په سفارت کې کلتوري اتشه دی، پخپله فیسبوک پاڼه د بهرنیو چاو وزیر او د هغوی تر لسو ډېر نسلونه «لنډغر» یاد کړي. هغه لیکلي، ...

نور ولوله »

متحده عربي امارات بېرته کابل کې سفارت پرانېزي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روان کال په غبرګولي مياشت کې د کابل ښار زنبق څلولارې سره له چاودنې وروسته متحده عربي اماراتو خپل سفارت وتاړه، چې تازه يې بیا د خلاصولو نیت کړی دی. په ابوظبي کې د افغانستان سفارت فرهنګي اتشه صدیق امرخېل وايي چې متحده عربي اماراتو ديپلوماتانو خپلې دندې پیل کړې او ډېر ...

نور ولوله »

پاکستان: له اډیاله زندان څخه ۲۲ افغانان خوشې شول

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د راولپنډۍ ښار د مرکزي زندان اډیاله څخه ۲۲ افغان بندیان خوشې شوي دي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې دغه بندیان د دوی د پرلپسې هڅو په لړ کې د غويي د میاشتې په ۱۳مه نېټه را خوشې شوي دي. افغان سفارت خبرپاڼه وايي چې یاد کسان ...

نور ولوله »

کابل: د روسیې سفارت ته نیژدې زوروره چاودنه وشوه

نن ټکی آسیا – عاجل: په پلازمینه کابل کې د دار الامان پر سړک باندي زوروه چاودنه وشوه. تر اوسه په دقیقه د چاودني نوعیت نه دی څرګند شوی، او نه هم د چاودني هدف مالوم دیو خو د سیمي څخه خبریالان وايي چې چاودنه د روسیې سفارت او پخواني پارلمان ته نیژدې شوې. ځیني عیني شاهدانو د مرګ ژوبلي ...

نور ولوله »

په کابل کې د ایټالیا سفارت په انګړ کې توغندۍ را پریوتي – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د پلازمېني کابل په زړه کې د ایټالیا سفارت په توغندیز برید کې په نښه شوی چې له امله یې دوه تنه ژوبل شوي دي. د یوه نامعلوم ځای څخه توغول شوي توغندۍ د ایټالیا سفارت په انګړ کې را پریوتي، د توغندۍ د چاودني سره سم په سفارت کې هغي ودانۍ ...

نور ولوله »