د ټیګونو ارشیف : سفارت

برتانیا په ایران کې خپل سفارت یو ځل بیا خلاصوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هوموند ایران ته رسیدلی، تر څو په دغه هیواد کې خپل سفارت چې څلور کاله تړل شوی وو، یو ځل بیا پرانیزي. په طهران کې د برتانیې سفارت وروسته تر هغه تړل شوی وو، کله چې په دغه هیواد کې د اقتصادي بندیزونو څخه په تنګ ...

نور ولوله »

ګډ حکومت څو سفارتونه تړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): ګډ حکومت په پام کې لري چې په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه وتړي. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د شنبې په ورځ د خپل سل ورځني پلان د تشریح کولو پر مهال دغه څرګندونې وکړې. ده وویل، چې د یوې لومړنۍ بیاکتنې په پایله کې دې نتیجې ...

نور ولوله »

مجاهد: هیټل میلمستون کې مو ګڼ بهرنیان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د دولتي چارواکو هغه څرګندونې ناسمې ګڼلي چې د پلازمینې کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې یې د تېرې شپې بریدونه له تلفاتو خالي بللي او ویلي یې دي چې هیڅ راز تلفات نه لري. د کورنیو چارو وزارت معین ایوب سالنګي او د کابل امنیه قومندان عباد الله رحیمي وايي ...

نور ولوله »

سعودي عربستان خپل سفیر له سویډنه وویست

راپور: سیف الرحمن شیرزاد نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۲مه ۱۳۹۳ل): سعودی عربستان په سټهکولوم کی خپل سفیر له سویډنه ورغوښتی او ویل کیږي چې سعودي دا تصمیم د سویډن هیواد د هغې پریکړی وروسته ونیولو چې کله سویډن هیواد له سعودي سره خپل نظامی د وسلو قرارداد نوی نکړ. دسویډن د دفاع وزیر پیتر هولت کویست وایي چې پر ...

نور ولوله »

نورستانی: «ځینې کړۍ» د ولسي جرګې ټاکنې ځنډوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وايي چې ځینې کړۍ غواړي چې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډېږي. یوسف نورستانی وايي چې دغه کړۍ پخپله ولسي جرګه کې دي او هڅه کوي چې د ولسي جرګې ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي. نوموړي د چا مشخص نوم یاد نه کړ، خو ویې ...

نور ولوله »

له امریکا وروسته برتانیې هم په یمن کې خپل سفارت وتړلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): برتانوي چارواکو تر امریکا وروسته د یمن په صنعاء کې د خپل سفارت تړلو اعلان وکړ. هغه خبرپاڼه چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې، د منځني ختیځ د چارو وزیر توبیاس الوود په یمن کې په شتو برتانوي اتباعو ټينګار کړی چې ژر تر ژره دغه هېواد پریږدي. خبرپاڼې ...

نور ولوله »

ولس د فرانسې سفارت تړلو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): په سرپل ولایت کې زرګونو لاریون کوونکو له ګډ حکومته وغوښتل چې په هېواد کې د فرانسې د سفارت وتړل شي. په سرپل کې نن زرګونو تنو د فرانسې د چارلي ابدو مجلې له لوري حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د منسوبو کاریکاتورونو د خپرولو پر ضد لاریون وکړ، چې پکې ...

نور ولوله »

«د ولسې جرګې د ټاکنو نېټه به ژر اعلان شي»

Takani1091

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د ناندریزې کابینې تر تاييد وړاندې د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي چې دوی به د ولسي جرګې لپاره د ټاکنو  نېټه ژر اعلان کړي. د ټاکنو کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی وايي چې دوی له تخنیکي پلوه بشپړ چمتو والی لري. سره له دې چې د ولسي جرګې ټاکنې ...

نور ولوله »

امریکا: له افغانستانه د وتلو د مهالویش بدلون امکان نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): سپینه ماڼۍ وايي چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه له ټاکلي مهالویش سره سم وځي او ټينګار يې کړی چې د دې مهالویش بدلون امکان نه لري. د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنېسټ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د بارک او باما تګلاره روښانه ده ...

نور ولوله »

سعودي عربستان ۲۵ کاله پس په بغداد کې خپل سفارت پرانیزي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): سعودي عربستان ۲۵ کاله وروسته په عراق کې د خپل سفارت بېرته پرانیستلو لپاره یو ځانګړی هیئت بغداد ته لیږي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې دغه مسؤول هیئت په بغداد کې د سفارت او د کردستان ایالت په مرکز اربیل کې د قونسلګرۍ د ...

نور ولوله »