د ټیګونو ارشیف : سقوط

پکتيکا؛ خوشامند ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت خوشامند ولسوالۍ له اوږدې محاصرې وروسته د طالبانو په لاس سقوط شوې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې ياده ولسوالۍ له ډېرې مودې راهيسې د طالبانو له لوري محاصره شوې وه چې نن مازيګر يې نيولې ده. مجاهد ويلي دي چې امنيتي ځواکونو ...

نور ولوله »

زابل: د شاه جوی ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ چارواکي وايي چې د طالبانو د بريدونو د زياتوالي له امله ياده ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده. د شاه جوی ولسوال وزير محمد جوادي رسنيو ته ويلي دي چې له تيرو دوو ورځو راهيسې طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ په مرکز بريدونه زيات ...

نور ولوله »

تخار: طالبانو په څلورو ولسواليو بريدونه کړي يوه يې سقوط کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د تخار ولايت په څلورو ولسواليو هممهاله بريدونه پيل کړي دي چې په نتيجه کې يې ددې ولايت خواجه غار ولسوالۍ سقوط کړې ده او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو تيره شپه شاوخوا دوه بجې ددې ولايت د خواجه ...

نور ولوله »

کابل: طالبان په ښار کې پوستې سقوط کولی شي-ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸ل): سره له دې چې حکومت د بهرنیانو په ملګرتیا په کلیوالو سیمو کې پر شپنیو عملیاتو بوخت دی، طالبان د پلازمېنې په منځ کې جګړه کوي، پوستې سقوط کوي او غلچکي بریدونه کولی شي. یوازې په پنخمه میلادي میاشت کې طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو حوزو او د دې تر څنګ ولسوالیو کې ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: د سرپل سنچارک ولسوالۍ سقوط ته نژدې شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د سرپل د ولايتي شوار وايي چې ددې ولايت سنچارک ولسوالۍ باندې طالبانو بريدونه تيز کړي دی او سقوط ته يې نژدې کړې ده. د سرپل ولايتي شورا غړي اسدالله خرم رسنيو ته ويلي دي چې طالبان د سنچارک ولسوالۍ دوه کيلو مترۍ ته رسېدلي دي او لاهم پرمخ روان دي چې د ...

نور ولوله »

دفاع وزارت د بالامرغاب ولسوالۍ سقوط نه مني

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالبانو او د بادغيس ولايتي شورا نن غرمه مهال د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ خو دفاع وزارت وايي چې ياده ولسوالۍ طالبانو نه ده نيولې. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي نن غرمه مهال وويل چې د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او امنيه قومنداني يې نيولې ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د بادغيس ولايتي شورا وايي چې د دې ولايت بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو نيولې ده. د بادغيس د ولايتي شورا غړي ناصر نظري ويلي دي چې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ ودانۍ نيولي دي. نظري وويل چې طالبانو نن له غرمې وروسته ياده ولسوالي نيولې ده او اوسمهال يې د امنيتي ...

نور ولوله »

بادغیس ولایتي شورا: بالا مرغاب سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالبانو تيره شپه د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ پنځه پوستې سقوط کړې، ولايتي شورا يې د بالامرغاب د سقوط انديښنه څرګنده کړه. د بادغيس ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ نن رسنيو ته وويل چې طالبانو له تيرې شپې راهيسې د بالامرغاب په ولسوالۍ بريدونه پيل کړي دي چې جګړه لاهم ...

نور ولوله »

د بدخشان ارغنجخوا ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولايت ارغنجخوا ولسوالۍ له څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو په لاس سقوط کړی دی. د بدخشان د ولايتي شوار غړی احمد جاويد مجددي وايي چې طالبانو له تيرو څو ساعتونو راهيسې په دې ولسوالۍ بريدونه پيل کړي وو چې نن سهار يې سقوط کړه. مجددي وويل چې په دې بريدونو کې ...

نور ولوله »

کاپيسا: طالبانو نجراب کې ۴۵ پوستې سقوط کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): طالبانو د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو ۴۵ پوستې نيولي او ۳۱ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ په افغانيه، غَین او پچغان درو کې په دولتي پوستو بريدونه شوي دي چې ...

نور ولوله »