د ټیګونو ارشیف : سمیع الدین افغاني

مه وژنۍ

شاعر : سمیع الدین افغاني مـه وژنۍ زمونږه مشران مه وژنئ نور مو د آيئن پیروان مه وژنۍ بس کړئ دغـــــه ظلم او جفا نــوره نوردا بې ګناه انسانان مـه وژنئ تاسې به هم کـــــور لرئ اولاد لرئ نور د کلې زوړ او ځــــوانان مه وژنئ پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي نور دا ببر سر ماشومان مه وژنئ سولې، ...

نور ولوله »

ورورګلوۍ

ځينې ، ځینې په نامه باندې افغان دي په باطن کې ددې خاورې دښمنان دي په هویت د افغانیت باندې شرمیږي ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دي د تعصب اود نفاق اوریې بل کړی ډیر بې رحمه پردي پاله ظالمان دي ترحم یاڅه انصاف په دوئ کې نشته د پردو پټ اوښکاره جیره خواران دي نه د سر ...

نور ولوله »

چې وختونه

چې وختونــه يـو پــــه بل پسې سبا شي حقايق د زمــــانې بــــه بـــرمــــلا شي چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې دا حتمي ده چې عالم کې به رسوا شي د رښتيا کاروان پــه مخه ځي تیریږي د خائن به دې کاروان نه لار جلا شي بې لــــه شکه پــــه قوي تکل او عزم دا تيارې د ظلمتونــــو ...

نور ولوله »

څو په خپله

سمیع الدین افغاني څو په خپله سره یو نه شو ورکیږو لاترڅو به په سرو وینو کې لمبیږو هره ورځ دلته د غم په ټغر ناست یو د غزني ،کابل،ننګرهار په ویر ژړیږو نن په یو سبا په بل کور کې ماتم دی د پردو تحریک او لمسه وژل کیږو هرکنډر په هره خوا مرګی مرګی شو په نفاق کې ...

نور ولوله »

د هجران غم

سمیع الدین افغاني دا چې نه د هیریدو دی د جانان غم ژړوي مې، سوزوي مې دهجران غم چې وعدې یې دراتلو شيٍ پوره نه شي اوروي مې په زړګی کې دخفګان غم د هجران په نا علاجه بستر پروت یم لټوم د خپل زخمي زړګي درمان غم هر کنډر مې د زړګي په اورلمبه شو پکې پروت دیارد مینې ...

نور ولوله »

کومه سوله ؟

سمیع الدین افغاني سوله د ورونو ترمینځ خیر او د سلا خبر ده جنګ، تربګني ده جهالت دی د ریا خبر ده دښمن د سولې تر نامه ځانله فرصت لټوي نه د اخلاص نه انسانیت نه د رښتیا خبر ده دا چې غلیم زمونږ د ژوند ټوله هستيٍ تباه کړه صرف په ظاهره یې دوستي اود وفا خبر ده دا ...

نور ولوله »

درواري شم

سمیع الدین افغاني افغانانو لږ هوښیار شئ په یو فکر په یو لار شئ د غفلت خوب نه بیدارشئ درواري شم لاس په کار شئ غلیم تل بربادي غواړي تل نفاق جدائي غواړي ددې ملک خرابي غواړي دوئ زمونږ نابودي غواړي که بوډا دی که زلمی دی چې د لوی افغان بچی دی په میړانه کې زمری دی ښه باتوردي ...

نور ولوله »

ګیله مند – سمیع الدین افغاني

yawazi

زه د حــــــالاتو نه په تنــــــګ راغلم دخپل تدبیر سره په جنـــــــګ راغلم مـاویل چې ښکل به کړم روښانه لاره پـــــــه سرنوشت کې د پتنــګ راغلم زه د خپـل ملک د پادشاهي په هیله خـــو په حسـاب کې د ملنــګ راغلم ما سره ښـــکلي ارمـــانونه زړه کې خـو نامراده ترې په څنـــــګ راغلم هغــــه حساب چې مې د ژوند درلوده ...

نور ولوله »

د ژوند بهیر

سمیع الدین افغاني ددریاب په دود بهیږي د انسان د ژوند بهیر مونږ د چا د خوب تعبیر یو چې ټول عمر یو زهیر خلک لاړل  تر کیهانه لاره باسي تر اسمانه مونږ  په خپلو کې  جنګیږو بیا شاکي  یو د تقدیر مونږ د چا د خوب تعبیر یو چې ټول عمر یو زهیر ډیر وختونه په موږ تیر شول ...

نور ولوله »

کوم چې روږدي په تراخه دي

سمیع الدین افغاني که ځوانــــان دي که زاړه دي کوم چې روږدي پــــه تراخه دي دوئ دي خام کله پــــاخه دي چې د ژونــــدځينې ماړه دي د مـــــــاښام نــــه تر سهاره د خـــــــزان نه تــــــر بــــهاره دوئ د کال په هر موسم کې دغفلت پــــه خوب ويده دي د دنيا د کـــار او زيــــاره د زحـــمت او د روزګاره ځان ...

نور ولوله »