د ټیګونو ارشیف : سوریه

په سوریه کې د اسرائیل جیټ الوتکه را غورځول شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په سوریه کې د اسرائیل یوه جنګي جیټ الوتکه «اف ۱۶» را غورځول شوې ده. د راپورونو سره سم د اسرائیل جیټ الوتکه د سوریې له داخل څخه په نښه شوې او دوه پيلوټان یې ژوندي له الوتکې غورځېدلي دي. اسرائیل له څو کلونو راهیسي وخت ناوخته په سوریه کې دننه بمباري کوي ...

نور ولوله »

روسي ځواکونو په انتقامي بمباریو لاس پوري کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د روسیې یوه جیټ جنګي الوتکه د سوریې په ادلب ښار کې د مقاومت کوونکو په میزایل را وغورځېده او وروسته یې پيلوټ هم ووژل شو. د الجزیرې د راپور سره سم د الوتکې د راغورځېدو وروسته روسي ځواکونو او الوتکو یې پر سیمه درنې بمبارۍ پيل کړې او په انتقامي ...

نور ولوله »

سوریه: د روسیې یوه جیټ الوتکه را غورځول شوې / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روسیې یوه جیټ الوتکه د سوریې په ادلیب ښار کې د حکومت د مخالفو وسلوالو په ډزو لګېدلې او پر ځمکه را غورځېدلې ده. د روسیې دفاع وزارت د پيښې تایید کړی دی او په ټولنیزو پاڼو کې د خپرو شویو ویډیوګانو څخه ښکاري چې الوتکې په سیمه کې بمبارۍ کوله چې ...

نور ولوله »

سوریه: د روسانو اوه جنګي الوتکي تخریب شوي او دوه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سوریې پر الحمیمیم هوايي اډې باندي د مخالفینو توغول شوي توغندي لګېدلي چې له امله یې لږ تر لږه د روسانو اوه الوتکې تخریب شوي دي. دغه خبر په لومړي ځل یوې روسۍ ورځپاڼې ورکړی. د کومرسانت په نامه ورځپاڼې د دوو سرچینو په حواله وویل چې د کال ۲۰۱۷ په ورستۍ ورځ ...

نور ولوله »

ایران: د فقر او په سوریه کې د جګړې پر ضد لاریونونه شوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ جمعه د ایران په شیراز، خرم اباد او کرمان شاه ښارونو کې د فقر، ګرانۍ، بې کارۍ او په سوریه کې د جګړې پر ضد لاریونونه شوي دي. ویل کیږي چې وروسته په زاهدان، ورشت، قایمشهر، همدان او قزوین کې هم ورته لاریونونه شوي دي. او ټولو د ګرانۍ، فقر، بې ...

نور ولوله »

باداران د غلامانو سره څرنګه سلوک کوي؟ – ویډیو او انځور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو پاڼو کې د روسي عسکر له لوري د بشار الاسد د مخنیوي ویډیو خپره شوې، چې په لنډه موده کې زیات انتشار پیدا کړ او ددغه پاڼو فعالانو وویل: ددې لپاره چې پوهه شئ چې په اوس زمانه کې باداران د غلامانو سره څرنګه سلوک کوي، لاندي ویډیو وګورئ. د ...

نور ولوله »

سوریه کې د ایران لوړ پوړی قومندان وژل شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د ایران دولتي رسنۍ وايي، په سوریه کې د سپاه پاسداران ډلې یو لوړ پوړی قومندان خیرالله صمدي وژل شوی دی. د فارس خبري اژانس په حواله، صمدي د سوریې د بوکمال ښار کې له داعش سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی و؛ خو ایراني چارواکو یې نن د خبر تایید وکړ. ...

نور ولوله »

سوریه: د روسیې په هوايي بمبار کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د سوریې په دیر الزور ولایت کې د روسیې په هوايي بمبار کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې مشر رامي عبدالرحمن له لندنه نړیوالو خبري رسنیو ته ویلي، چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د بوکمال ښار ...

نور ولوله »

سوریه: رجب، طیب او اردوګان په یوه چاودنه کې ووژل شول / انځور

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): هغه درې ماشومان چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوګان په نوم نومول شوي وه، په سوریه کې په یوه چاودنه کې پر یوه ځای ووژل شول. د سوریې او ترکیې خبري سرچینو خبر ورکړی چې درې سره وروڼه د سوریې د ادلب ولایت په جنوبي برخه کې هغه مهال ...

نور ولوله »

سوریه: د بشار الاسد د نظامي ځواک یو مهم قومندان وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د عصام زهر الدین په نامه د بشار الاسد د پوځ یو لوړ رتبه قومندان په دیر الزور ولایت کې وژل شوی دی. د سوریې د دولتي چارواکو په وینا نوموړی د دیر الزور ښار په «حویجه» سیمه کې پر یوه ماین وخوت چې له امله یې ومړ. د الجزیرې د راپور سره ...

نور ولوله »