د ټیګونو ارشیف : سوله

نېکولسن: ځينې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن دعوه کړې چې د منځنۍ کچې ځينې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي. هغه وايي، د ده د معلوماتو له مخې ځينې طالب مشران او جنګیالي دې ته لېواله دي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. نېکولسن دعوه وکړه، چې د ځينو هېوادونو استازو ...

نور ولوله »

حنیف اتمر پاکستان ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی. د ملي امنیت شورا ویاند قادرشا وايي له نوموړي سره په دې پلاوي کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی شامل دي. ارګ پرون په ...

نور ولوله »

دوستم: حکومت له کمزورۍ د سولې غږونه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): پخوانی جګړه مار او د ګډ حکومت لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي حکومت له کمزورۍ نه طالبانو ته د سولې غږونه کوي. هغه چې په ترکیه کې جلاوطنه اوسي، له فکس نیوز سره په خبرو کې ويلي، د وطن له حالاتو خبر دی او په وینا يې حکومت په کمزوري وضعیت کې دی. ...

نور ولوله »

د پوهنتونونو استادان: حکومت د سولې اراده او وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): کابل کې د پوهنتونونو د استادانو له لوري د سولې اړوند کنفرانس کې ویناوالو وویل چې افغان حکومت د سولې لپاره نه وړتیا لري او نه يې هم اراده لري. دغه کنفرانس کې چې نن په کابل کې د بېلابېلو پوهنتونو د استادانو له لوري جوړ شوی و، د سیاسي چارو شنونکي انجینر نظر ...

نور ولوله »

نړۍ کې نظامي بودجه ۱،۱ سلنه لوړه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): په سويډن کې د ستاکهلم د سولې نړیوال انسټیټوټ وايي په تېر میلادي کال کې د نړۍ په سطحه نظامي بودجه ۱،۱ سلنه لوړه شوې ده. د دې انسټیټوټ د راپور له مخې په تېر میلادي کال کې د نړۍ نظامي بودجه یو ټریلیون او ۷۳۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده، چې امریکا يې ...

نور ولوله »

د سولې په اړه څو حقائق

خالد افغان زوی سوله او امن یوه له هغو اساسي موضوعاتو څخه ده چې نن سبا د افغان اولس د هر مجلس د بحث ټکی بلل کیږي، د کلي، جومات او جرګې له مجلسه نیولې بیا تر رسنیزو بحثونو پورې اکثره خبرې په همدې راڅرخي.زموږ اولس له تیرو څلور لسیزو راهیسې د سر تاسري سولې ارمانجن پاته شوی دی.د موضوع ...

نور ولوله »

د سولې شورا: سعودي کې د علماوو غونډه به د افغان جګړې په اړه پرېکړه وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي په سعودي عربستان کې د علماوو غونډه به د افغان جګړې په اړه پرېکړه وکړي. د دې شورا ویاند احسان الله طاهري وايي له دې غونډې دا هیله لري چې د پاکستان د علماوو خولې به بندي کړي. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه غونډه به ...

نور ولوله »

ناټو: افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل نه لرې؛ خو پوځیان زیاتوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري؛ خو بیا هم د پوځيانو د ډېرېدو ژمنه تازه کوي. ینس سټولنټبرګ په دې غونډه کې چې د افغانستان استازی پکې ګډون نه لري، وویل؛ دوی هڅه ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: بهرنیان دې د جګړې پر ځای، پر سوله تمرکز وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): نن په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته روانه ده، چې د افغانستان موضوع يې هم وروسته پکې ځای کړه. په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د سولې او هممهاله د پوځیانو د لېږلو په تړاو خبرې روانې دي، چې مشرانو جرګې يې په اړه څرګندونې ...

نور ولوله »

پرلټونه؛ د امنیت شورا ولسي پروژه!

ولی الله روفي په پښتونخوا کې د پښتون غورځنګ له دوام سره په پلازمېنه کابل کې هم ظاهراً د منظور پښتين په ملاتړ د پرلټ په نامه په خیمو کې د سیلفي اخیستلو یوه لنډه ګرمه دوره تېره شوه، ګډونوالو يې ځانونه پر قوم قربان بلل او په دې ډول يې له پښتين سره د شریکېدو غږ کاوه، د دوی ...

نور ولوله »