fbpx

د ټیګونو ارشیف : سوله

امرالله صالح: اشرف غني له طالبانوسر پر ټولو لاسته راوړنو معامله کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت پخوانی رییس او د «زرغون بهیر» مشر امرالله صالح د کابل پروسې ناسته کې د محمد اشرف غني پر خبرو تبصره کړې او هغه يې معامله ګر بللی دی. امرالله صالح وايي چې اشرف غني تر خبرو وړاندې ټولې هغه لاسته راوړنې چې د ده په وینا د سپټمبر له یوولسمې ...

نور ولوله »

د جګړې اور او د سولې شور!/ وحيدالله مصلح

پنځه څلوېښت کاله مخکې چې زمونږ په هېواد کې نظامي برخورد د يوې شاهي دورې ولسواکه حکومت وپرځاوه او بيا ورپسې د ۵۴ کال عمليات دغه کودتايي جمهوريت ته بل سرخوږی شو، نو له همدغو برخوردونو تر ننه سوله د افغان وطن ورک ژوند دی، کوم نسل چې د شلمې پېړۍ په وروستيو کې وطن په لمبو اورونو وسوځاوه، د ...

نور ولوله »

کابل پروسه؛ ايا د سولې مخامخ خبرې به پيل شي؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د کابل پروسې دويمه غونډه د ۲۵ هېوادونو او ۳ نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون، تېره چارشنبه (د کب ۹مه ۱۳۹۶) په کابل کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني، طالبانو ته د څو مشخصو وړانديزونو له لارې، د حکومت د سولې نوې تګلاره وړاندې کړه، چې په ملي او ...

نور ولوله »

د سولې عالي شورا: د طالبانو ځواب ته په تمه یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د سولې عالي شورا مسوولین وايي، د طالبانو رسمي ځواب ته په تمه دي او دوی هیله لري، چې طالبان به د افغان حکومت وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي. د یادې شورا مرستیال حاجي دین محمد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبانو له دې وړاندې له افغان حکومت سره هر ...

نور ولوله »

نېکولسن: موږ د امریکا او متحدینو لپاره دلته مبارزه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکلوسن وايي دوی دلته پر افغانستان سربېره د امریکا او د هغوی د متحدینو لپاره مبارزه کوي. هغه له پژواک خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی ته د افغان عسکرو په لیکو کې د ځوانانو موجودیت هیله بښونکی دی. نېکولسن ټینګار کړی چې ...

نور ولوله »

غني: سوله غواړو؛ خو جګړه هم قاطع پر مخ وړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وايي، سوله مو هیله ده، خو جګړه به هم په قاطعانه ډول پر مخ وړو. هغه چې نن د امنیتي ځواکونو د ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل، فعلاً زموږ وضعیت په جګړه کې دی او باید یوه دقیقه ځنډ هم پکې رانه وستل شي. نوموړي امنیتي ...

نور ولوله »

کرزی: طالبان دې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتي، چې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي. د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل پروسې وروستۍ ناستې هیله بښونکي بلل شوې او د حکومت او طالبانو ترمنځ یې ...

نور ولوله »

ښاغلی غني څومره د خپلو وړاندیزونو د تنفیذ واک لري؟

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): تیره ورځ د کابل په دوهمه غونډه کې د ګډ حکومت مشر ښاغلی اشرف غني طالبانو ته د سولې تګلارې تر عنوان لاندې څو وړاندیزونه وکړل. د دغو وړندیزونو په جمله کې په رسمي ډول د یوه ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، د هغوی د بندیانو خلاصول ، په ...

نور ولوله »

لېوال: حکومت دې د سولې وړاندیز تر مخه خپله خپلواکي ثابته کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): افغان سیاستوال او د پښتو ټلویزون مشر نورالرحمن لېوال د کابل پروسې د ناستې هرکلی کړی؛ خو د حکومت له لوري د سولې ژمنې یې بابیزه ګڼلي دي. ښاغلي لېوال پر خپله فېسبوک پاڼه حکومت ته وړاندیز کړی، چې لومړۍ دې خپله خپلواکي ثابته کړي او بیا دې د سولې وړاندیزونه کوي. ده افغان ...

نور ولوله »

اشرف غني له اصلي خبرې  په څنګ تېر شو

خالد افغان زوی دې ورځو کې د سولې خبرې یو ځل بیا ګرمې شوي دي. کیسه له هغه ځایه راپيل شوه کله چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز د ټرمپ له سولې انکار د هغه شخصي نظر وباله او ویي ویل چې د امریکا حکومت اوس هم له طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته چمتو ...

نور ولوله »