fbpx

د ټیګونو ارشیف : سوله

ناټو ته لا هم افغان ځواکونه د امنیت ساتنې جوګه نه ښکاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته د سفر پر مهال له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې ویلي، افغان ځواکونه لا هم د شاتګ شاهدان دي. هغه ويلي، په دې وروستیو کې موږ د خونړیو بریدونو او د پرلپسې شاتګ شاهدان پاتې شوي و، ځکه خو لا هم افغان عسکر زموږ ملاتړ ...

نور ولوله »

اکرم خپلواک په سولې شورا کې له دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا ورکړه. یو؛ تلویزون پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۶لړم) خپله استعفا ورکړې ده. تر اوسه د اکرم خپلواک د استعفا دلیل نه دی په ډاګه شوی. اکرم خپلواک په داسې حال کې خپله دنده پرېږدي چې دوه ...

نور ولوله »

ناټو: روانه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي جینز سټولټنبرګ تېره ورځ په ناڅاپي سفر کابله ته راورسيد، چې نږدې مازیګر مهال له ډاکټر غني سره یو ځای خبري کنفرانس کې را ښکاره شو. سټولټنبرګ وویل، ناټو د افغان سولې په برخه کې مسقیمه مداخله نه کوي خو ټینګار کوي چې روانه جګړه باید د خبرو له لارې ...

نور ولوله »

ارګ د سولې د هڅو لپاره «مشورتي بورډ» جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا په موجودیت کې ارګ وايي د سولې د هڅو لپاره مشورتي بورډ جوړوي. د ډاکټر غني د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته ویلي، په همدې مناسبت تېره شپه ډاکټر غني له بېلابېلو کسانو سره ویډيويي کنفرانس درلود. هغه ويلي، د هېواد له ۳۴ ولایتونو نه ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: د مسکو ناسته کې د حکومت نه ګډون، بلواکي په ډاګه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د راتلونکې جمعې پر ورځ د افغان سولې اړوند د مسکو ناستې خبر ورکړل شوی دی، چې روسیه وايي طالبان او د سیمې ‏د ۱۲ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي‎. ‎ دغه ناسته چې دوه میاشتې وړاندې ترسره کېدله، د محمد اشرف غني په وړاندیز وځنډول شوه، چې د تازه ناستې په ...

نور ولوله »

تیره میاشت بیا هم د مرګونو او ویرونه میاشت وه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه د رسنیو د ورستیو سرشمیرنو له مخې په تیر اکتوبر کې د سپټمبر په پرتله په بريدونو کې ٩١ سلنه ډيروالى راغلى چې له امله یې ٢٥٥٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . د دغو سر شمیرنو له مخې د تېر کال په لومړيو لسو مياشتو کې په منځنۍ کچه څه باندې ٢١٦٠٠ کسان ...

نور ولوله »

د سولې عالي شورا مسکو ناسته کې ګډون ته تیاره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): مسکو کې د افغان سولې اړوند هغه غونډه چې د طالبانو په ګډون به پکې د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي، د روانې میلادي میاشتې په نهمه به مسکو کې وشي. د سولې عالي شورا وايي دې ناسته کې يې د ګډون لپاره پلاوی تیار کړی دی. د دې شورا ...

نور ولوله »

مسکو: کابل ورسره په غونډه کې د ګډون هوکړې ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): دوه میاشتې وړاندې د سپټبمر په لومړیو کې روسي چارواکو د افغان سولې په اړه د ناستې خبر ورکړ، چې سولې عالي شورا يې هم تایید وکړ. حکومت وویل، ناسته د ډاکټر غني په غوښتنه وځنډول شوه او په بیا کېدو کې به يې ګډون وکړي. تازه د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، ...

نور ولوله »

کابل د مسکو ناستې د بیا ځنډ هڅې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): روسي چارواکي وايي کابل اداره له تېرو دوو میاشتو راهیسې د مسکو ناسته پرلپسې شاته ټېل وهي. دوه میاشتې وړاندې د سپټمبر په لومړیو کې د طالبانو په ګډون د دې ناستې خبر ورکړل شو، خو کابل دا وخت مناسب ونه باله او په غونډه کې يې له ګډونه انکار وکړ. د بهرنیو چارو ...

نور ولوله »

حامد کرزی: قطر دفتر کې د نویو غړو زیاتېدل، هیلې ډېرې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې طالبانو ومنله، چې له ګوانتنامو د امریکايي عسکر په بدل کې خوشي شوي پنځه تنه طالب مشران د قطر دفتر رسمي غړي شول. دا اقدام د نورو کړیو تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ښه اقدام بللی او وايي هیله لري، چې د دوی په زیاتېدو سره به د سولې ...

نور ولوله »