د ټیګونو ارشیف : سوله

ارګ وايي زلمي خلیلزاد ورسره د سفرونو معلومات شریک کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له محمد اشرف غني او د هغه د سولې په نوم له جوړ کړي ټیم سره کتلي دي. سرچینه زیاتوي دواړو لوریو د سولې اړوند بحث کړی او زلمي خلیلزاد ورته د سفر «معلومات ورکړي دي.» ...

نور ولوله »

د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع له چاسره ده ، دولت که طالبانو سره؟!

شاهد (غزنیوال) په یوه تازه انکشاف کې د ولسمشر مرستیال ویاند ښاغلي شاه حسین (مرتضوي) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د طالبانو ویاند بللی او د هغه د څرګندونو په اړه یې احساساتي غبرګون ښودلی دی. ښاغلي ظریف له ان‌ دی ( NDTV) تلویزوني شبکې سره د مرکې په ترڅ کې ویلي چې راتلونکی افغانستان د طالبانو ...

نور ولوله »

د سولې شورا د پاکستان دریځ ستايي، خو شنونکي يې د امتیاز هڅه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): پاکستان ته د سولې شورا د دارالانشاء د رییس عمر داودزي په مشرۍ له سفر وروسته، دغه شورا وايي د پاکستان دریځ کې «نرمښت» راغلی او په وینا يې دوی ورته خوشاله دي. اسوشیټیډ پریس د عمر داودزي له خولې وايي چې د پاکستان په همکارۍ کې «هیڅ شک» نه ويني او په وینا ...

نور ولوله »

سولې راشه: محمد الله نوري

محمدالله نوري رانه ورکې سولې تل درپسې ګرځم کړم په تا پسې مزل درپسې ګرځم دهیواد دهر بچي په خوله کې ته یې هر یو ځوان کړی تکل درپسې ګرځم بمبارونه دي په هیچا رحم نشته ځکه ټو ل داسې شډل درپسې ګرځم ګاونډیانو هم په داسې حال کې خوښ یو چې یو بل سره کړو چل درپسې ګرځم خــدای ته ...

نور ولوله »

سولې شورا: مولانا فضل الرحمن هم د سولې د هڅو ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا د دارالانشا‌ء ریس د یو پلاوي په ملتیا پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي او هغه هم د سوله‌ییزو هڅو ژمنه ورسره کړې ده. د سولې شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، داودزي تېره ورځ دغه ...

نور ولوله »

د ارګ پخوانی سلاکار: اشرف غني د سولې پر وړاندې «ستر خنډ» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): په ارګ کې د محمد اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت وايي، د سولې پر وړاندې پخپله محمد اشرف غني «ستر خنډ» دی. هغه له دندې نه د لرې کېدو په تړاو پرخپله فیسبوک پاڼه وضاحت خپور کړی، چې پکې يې د محمد اشرف غني هڅې د هېواد په «بې خیرۍ» بللې ...

نور ولوله »

داودزی: روان میلادي کال د «سولې کال» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزی وايي، پاکستان په سفر سره غواړي د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي او په وینا يې یوه «سیمه‌ییزه اجماع» رامنځته کړي. هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له پاکستانه هیله لري چې د سولې په برخه کې هڅې ونه سپموي ...

نور ولوله »

ولسي جرګې لومړی ځل د سولې بهیر کې د پاکستان لپاره پر «امتیاز» نیوکه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو پر امریکا غږ کړی، چې د سولې بهیر کې باید پاکستان ته امتیاز ور نه کړي او پر ځای يې پر دې هېواد فشار راوړل شي. وړاندې تر دې پخواني ولسمشر تر شل ځله ډېر پاکستان ته سفرونه کړي او محمد اشرف غني هم د شریک واک په نږدې ټوله ...

نور ولوله »

مېلر: د جګړې ټول اړخونه د سولې پلویان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د جګړې ټول اړخونه د سولې پر هڅو بوخت دي او دوی باید له حالاتو سره ځان برابر کړي. مېلر خپلو ځواکونو ته ویلي د سولې لپاره د ښکېلو اړخونو تر څنګ د سیمې هېوادونه هم هڅې کوي، په وینا يې له ...

نور ولوله »

ایران: له طالبانو سره د سولې د زمینې برابرولو په اړه خبرې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره یکشنبه داسې راپورونه خپاره شول، چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له ایراني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د زمینې د برابرولو هڅه کوي. د دې وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، د دې خبرو ...

نور ولوله »