د ټیګونو ارشیف : سوله

په کابل کې څلور اړخیزه ناسته

ملاعبدالسلام ضعیف که څه هم داسلام اباد دتیري څلوراړخيزي ناستي څخه په ښکاره معلومیدله چې داناسته دیوې حقيقي سولي دراوستو په موخه نه بلکي دیوي پټي سازشي معاملي په توګه ناسته وه ،ځکه چې درواني ستونزي ددخیلو اړخونو یواړخیزموجودیت اودبل اړخ نه موجودیت دیوسازش مفهوم لري،داهغه اقدام دی چې دسولي هیلي به نوري هم ټکنی او په ناهیلی سره بدلي ...

نور ولوله »

د سولې بهیر او د افغانستان – پاکستان د لیدلوریو تفاوتونه

ذاکر جلالي په ۲۰۰۹م کال کې امریکایان دې پایلې ته ورسېدل چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او باید د سولې بهیر د پيلېدو په موخه دیپلوماتیکي هلې ځلې وشي. امریکایان په همدې کال کې وتوانېدل چې د جرمنیانو په منځګړیتوب د طالبانو له استازیو سره پټې خو مخامخ خبرې وکړي چې په ۲۰۱۳ کې په قطر کې ...

نور ولوله »

په افغانستان کې د سولې په اړه ناسم تصورات

ليکنه ـ بدر منهاج – سوله په دوه ډوله ده : اول ـ رښتونې سوله دوهم ـ د کابل اوسنيو واکمنانو ته د حکومت کولو خوندي فرصت برابرول . د سولې لپاره د هيواد ، سيمې او نړۍ په کچه اوس چې کومې نارې پورته کېږي او هلې ځلې روانې دي ، که ژور فکر ورته وشي په هيواد کې ...

نور ولوله »

د سولي په غېږ کي ټینګ جنګونه

حاجي غلام محمد معصومي – په دی وروستیو کي افغان دولت او ګاونډیانو د سولی خبری د وسله والو طالبانو سره بیا تیزی کړی دي، چي تیره ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کی څلور اړخیزه غونده جوړه سوه. په دې غونډه کي د امریکا پاکستان چین او افغانستان د استازو تر منځ خبری وروسته تر څو میاشتو بیا ...

نور ولوله »

سوله د خلکو غوښتنه ده، خو د خلکو دښمنان يې نه غواړي

عبدالمالک همت- دا يو څرګند حقيقت دی چي زموږ خلک او د نړۍ ټول عام وګړي د سولي پلوي کوي او چي اړ نه سي جګړه نه کوي، بلکي له جنګ او جګړه مارو ځواکونو څخه په عذاب دي او له دې امله يې خداى ورکړى ژوند تريخ او د ډول ډول ناخوالو څخه ډک دى. خو له بده مرغه ...

نور ولوله »

له څلور اړخیزې غونډي وروسته د طالبانو د ځپلو ګواښ وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): په اسلام اباد کې د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د سولې پروسې په اړه معلومات په ګواښ پيل کړل. نوموړي چې تازه له اسلام اباد څخه کابل ته راستون شوی، رسنیو ته وویل چې هغه طالبان به ځپل کیږي ...

نور ولوله »

څلور اړخيزه غونډه، هيلې، اندېښنې او رښتينې سوله

احمدالله احمدزی – تېره ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزه ناسته وشوه. دغې ناستې ته د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په خپلې پرانستونې وينا کې وويل، چې طالبانو سره د مذاکراتو او افغان سولې لپاره بايد له ناستې وړاندې هېڅ ډول شرایط «preconditions»نه وي، د مذاکراتو منونکو او نه ...

نور ولوله »

دسولې سریال نوې برخه!

صبغت الله سجاد – دا باید په یاد ولرو چې داختلافاتو دحل ډیرې لارې شته، مګر دا هم باید په پام کې ونیسو چې سوله غونډې ته د وینا پرمهال د دواړو لاسونو په خوځولو ، د کوترو په الوزولو، په ارګ کې په ګوډه پښه ګرځېدلو، او یا هم په نمایشي قهقهه خنداګانو او ناستو صورت نه نیسي. په ...

نور ولوله »

مسیر کوتاه دسترسی به صلح : مذاکره مستقیم میان امریکا و مقاومت مسلح

دوکتور م ، عثمان تره کی- امروز ( یازده جنوری ۲۰۱۶ )  پاکستان از مذاکرات صلح چار ضلعی افغانستان ، امریکا ، چین و پاکستان  میزبانی میکند . آغاز مذاکرات را بدون در نظر داشت اینکه از جانب کیست ؟ در کجاست ؟ و اجندآ آن چیست ؟ میتوان به مثابه قدم مثبتی در مسیر صلح تلقی کرد. مذاکرات چار ...

نور ولوله »

دسولې خبرې فقط له امریکا سره اوبس

محمد امین بسمل- که دا منئ، دا طالبان وو، چې جنګي جنایتکاران یې له کابل څخه تر کولاب او استانبول پورې وځغلول. که دا منئ، دا طالبان وو، چې د واحد افغانستان بیرغ یې د آمو په غاړه ورپاوه. که داهم منئ، همدا طالبان وو، چې په ایران یې سړه تبه راوسته. که دا منئ، چې د طالبانو واکمني په ...

نور ولوله »