د ټیګونو ارشیف : سولې شورا

اشرف غني د سولې مشورتي بورډ غړي او تشکيلات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنيت شورا د سولې د مشورتي بورډ مسؤلين او تشکيلات اعلان کړل. د ملي امنيت شورا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د سولې مشورتي بورډ چې د دولت د بيلابيلو ارګانونو، سياسي مشرانو، سياسي احزابو او ټولنې د ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه؛ د ارګ پر مشورتي بورډ نیوکه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ارګ د سولې د هڅو په لړ کې د سولې عالي شورا تر څنګ د مشورتي بورډ په نوم جریان رامنځته کړی، چې د محمد اشرف غني په وینا دا به یو خپلواک بنسټ وي. سره له دې چې دې مشورتي بورډ ته د کسانو ګمارنه پخپله د اشرف غني له لوري کېږي، خو ...

نور ولوله »

د سولې شورا: ځينې دې له طالبانو د تسلیمۍ تمه نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو مانا دا نه ده، چې دوی به وسلې پر ځمکه ږدي او له حکومت سره به یو ځای کېږي. د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:« ځینې خلک هیله لري، چې طالبانو له وسلو سره راشي او حکومت ته تسلیم شي.» هغه دا ...

نور ولوله »

جمعت اسلامي د ارګ له «مشورتي بورډ» سره مخالف دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۷ل): ارګ تېره ورځ وویل چې روانه اوونۍ کې به د سوله‌ییزو هڅو اړوند یو مشورتي بورډ جوړ کړي چې پکې د مدني فعالانو او ښځو برخه هم په پام کې نیول شوي. جمعیت اسلامي چې مشر يې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دی، په خپره کړې خبرپاڼه کې د دې بورډ مخالفت کړی ...

نور ولوله »

ارګ د سولې په نوم د «مشورتي بورډ» غړي اعلانوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): زلمی خلیلزاد افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی چې د خپل شپږ میاشتني ماموریت په لړ کې پر دویم سفر بوخت دی. د خلیلزاد د هڅو تر څنګ ارګ وايي دوی د ښځو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د پوهنتونو له استادانو یو ګډ مشورتي بورډ جوړوي چې د سولې په ...

نور ولوله »

د خلیلزاد هڅو د سولې شورا بېلابېل غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي د سولې لپاره د «مشورتي بورډ» غړي به په روانه اوونۍ کې اعلان کړي، خو تازه د زلمي خلیلزاد د ماموریت په اړه د سولې شورا تر منځ درز ښکاره کړی. د دې شورا ویاند سید احسان طاهري څو خلې رسنیو ته ويلي، چې ګواکې زلمی خلیلزاد له دوی سره په مشوره ...

نور ولوله »

کله چې د سولې شورا مشر د جګړې قومنده ورکوي

نن ټکی آسیا سرلیکنه د روزګان او غزني ولایتونو په هزاره میشتو سیمو کې جګړه هغه وخت پیل شوه چې د خاص اروزګان ولسوالۍ په کندلان سیمه كې د محلي پولیسو خپل سري قومندان حکیم شجاعي پریوه کلي برید وکړ. د حکیم شجاعي د برید په مقابل کې طالبانو هم د پخوانۍ هوکړې پر اساس د سیمه ییزو خلګو ملاتړ ...

نور ولوله »

له «سولې شورا» د «جګړې» توندولو ګواښ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د افغان سولې اړوند د مسکو غونډه کې د سولې شورا د پلاوي لېږلو خبر ورکړی، خو مشر يې د جګړې د توندولو ګواښ کړی. دغه ادرس چې حکومت د سولې او پخلاینې لپاره را منځته کړی، مشر يې کریم خلیلي په جاغورو کې د څو پوستو سقوط له ...

نور ولوله »

حکومت د مسکو ناستې په اړه د سولې شورا څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د روسيې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو په ګډون به مسکو کې د افغان سولې ناسته راتلونکې پنجشنبه (سبا، ۱۰لړم) ترسره شي. دوه ورځې وړاندې د سولې شورا غړي دین محمد هم د دې ناستې په اړه څرګندونې وکړې، ويې ویل چې د روانې اوونۍ ...

نور ولوله »

د علماوو په نوم یو پلاوی، پاکستان ته تللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي، د علماوو په نوم یو پلاوی يې له پاکستاني علماوو سره د ملاقات لپاره هغه هېواد ته لېږلی. د دې شورا ویاند احسان طاهري وايي، دغه پلاوی پرون «جمعه» د مولوي عطاءالله لودین په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی دی. هغه وايي دوی به د «دین» په رڼا کې ...

نور ولوله »