د ټیګونو ارشیف : سولې عالي شورا

اشرف غني د سولې اړوند چارې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته وسپارلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د یو ځانګړي فرمان له لارې د سولې اړوند ټولې چارې دوی ته سپارلې. د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري په خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې اشرف غني د سولې اړوند ټول امور ...

نور ولوله »

د سولې عالي شورا: له پنځو میاشتو راپدېخوا مو مالي سرچینې بندې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د سولې عالي شورا مسئولین وايي، له تېرو پنځو میاشتو راپدېخوا نه معاش ورته رسېدلی او نه هم پخواني تجهیزات ورته په اختیار کې ورکول کېږي. د سولې عالي شورا مرستیال «حاجي دین محمد» یک تلویزون ته ویلي « د سولې عالي شورا د دارالانشاء له لغوه کېدو وروسته، چې پنځه ...

نور ولوله »

حاجي دين محمد: حکومت د سولې عالي شورا د لغوه کولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۸ل): حکومت هوډ لري، چې د ولسي جرګې له لوري د سولې وزارت له تصويبېدو وورسته د سولې عالي شورا لغوه کړي. د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد ويلي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني واک ته د بیا رسېدو په موخه د سولې شورا اوسنی جوړښت لغوه کولو هوډ لري. د ...

نور ولوله »

«د سولې عالي شورا ولایتي کمېټې لغوه کېږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا په ولایتونو کې هم کمېټې لري، چې په ولایتي سطحه بوختې ګڼل کېدې، تازه يې د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی دی. هشت صبح؛ ورځپاڼه د یوې سرچینې په حواله وايي، د سولې عالي شورا ولایتي کمیټې د لنډ وخت لپاره لغوه کوي یا يې هم دندې ځنډوي. د سرچینې ...

نور ولوله »

ارګ د عبدالحکیم مجاهد څرګندونو غوصه کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وویل چې طالبانو شل کاله مخکې د مجاهدینو ګډوډیو ته د پای ټکی کیښود او امنیت یې رامینځته کړی و، ارګ یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې «تروریستي ډلې» د سولې پرځای د نابودۍ مستحقې دي. ښاغلي ...

نور ولوله »

عطا نور د عبدالحکیم مجاهد د بندي کولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د سولې عالي شورا مرستیال عبد الحکیم مجاهد ویلي چې طالبانو هیواد ته سوله او امنیت راوړی و او د پخوانیو مجاهدینو ګډوډیو ته یې د پای ټکی ایښی و. نوموړي د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په یوې غونډه کې ویلي چې د افغانستان ملت له ډاکټر نجیب الله څخه سخته کرکه درلوده ...

نور ولوله »

د سولې تفاهمنامه به حکمتیار او اشرف غني لاسلیک کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): که څه هم د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې ته نېږدې سرچېنې وايي چې لا هم په اساسي شپږو مادو حکومت سره موافقې ته نه دي رسيدلي د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار خبر ورکړ چې یوه اونۍ کې به ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي. قاسمیار نن سهار رسنیو ...

نور ولوله »

حزب اسلامي (حکمتیار) دوهم هیئت کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۴مه ۱۳۹۵ل): د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دوهم باصلاحیته هیئت نن کابل ته راغلی څو د سولې په تړاو د ګډ حکومت له مشرانو سره وګوري. د سولې د عالي شورا یوې مرستیالې حبیبه سرابي ویلي چې د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې دغه هیئت د سیاسي کمېټې مشر غیرت بهیر پر ...

نور ولوله »

عبدالحکیم مجاهد: افغان حکومت دي د سولې لپاره لوی ګامونه اوچت کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د سولې د عالي شوری سرپرست مشر عبدالحکیم مجاهد تیره ورځ په خوست کې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې له خوا په جوړه شوې یوه غونډه کې وویل چې اوس تر بل هر وخت د سولې لپاره زیات شرایط برابر شوي دي. نوموړي زیاته کړه که حکومت په دې اړه مثبت ...

نور ولوله »

ډاکټر فاروق اعظم: د سولې شورا غواړي د مخالفینو ترمنځ درز واچوي

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۳ل): پخوانۍ جهادي څېرې او د سولې بهیر خپلواک غړي، ډاکټر فاروق اعظم په خپلو وروستیو څرګندونو کې له «ژمن» سره د افغان حکومت د سولې عالي شورا د حکومت په پلوۍ تورنه کړې ده او زیاته کړې يې ده چې: «د سولې عالي شورا د دولت له ادرسه غږېږي، دا شورا یو طرف ...

نور ولوله »