د ټیګونو ارشیف : سوځول

طالبانو کابل کې د ښوونځي سوځولو په اړه د حکومت ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کورنيو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې ده چې ويلي يې وو د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې طالبانو د نجونو يوه ليسه سوځولی ده. د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن سهار رسنيو ته ويلي وو چې طالبانو د کابل شکردرې ولسوالۍ په لويه زار کلي کې د ...

نور ولوله »

ښوونځي څوک سوځوي او پلونه څوک ورانوي؟؟

أبو عابد که له کندهاره تر کابله په لویه لار مو سفر کړی وي. نو د لارې په امتداد کې به یوازې د زابل په ولایت کې څو تخریب شوي لوی پلونه وګورئ، چې حتی له تخریب او  ترمیم وروسته بیا بیا منفجر کړای شوي دي او په ماته ملا پراته دي. دغو ماتو پلونو ته چې کله موټر راورسیږي ...

نور ولوله »

ننګرهار: ناڅرګندو کسانو لیسه سوځولي او له ساتونکو یې سرونه غوڅ کړي‌

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار چارواکي وایي، بیګاه شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د ملکیار هوتک په نوم یوه لیسه سوځولې او د لیسې له دریوو ساتونکو یې سرونه غوڅ کړي دي. د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ثابت الرحمن وايي، چې پېښه تېره شپه د کږې په سیمه کې رامنځ ته شوي. نوموړی ...

نور ولوله »

غزني: د اندړو ولسوالۍ ته څو مترۍ کې لېسه سوځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني په اندړو کې ولسوالۍ ته په څو مترۍ کې د سلطان شهاب الدین لېسه سوځول شوې ده. د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي لېسه کې د درنې وسلې مرمۍ لګېدلې او اور يې اخیستی دی. د غزني د پوهنې رییس مجیب الله انصار وايي لېسه کې تېره شپه مرمۍ لګېدلې او ...

نور ولوله »

غور کې یوه خصوصي راډیو سوځول شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د غور په مرکز کې یوه خصوصي راډیو د ناپېژانده وسله والو له لوري سوځول شوې ده. د «سرحد» په نامه د دې راډیو مسوول سید معروف سیدي وايي، چې تېره شپه اته بجې ناپېژاده وسله والو د راډیو ودانۍ ته ننوتي او لېږدونکې دستګاه، میکسر، مایکونه او دوه پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه یې ...

نور ولوله »

کونړ کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ سوځول شوې

afghan-school

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې څلور ښوونځي سوځول شوي دي. د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وايي چې تېره نیمه شپه د ماڼوګي په لېچلام سیمه کې د هلکانو یوه لېسه په بمونو الوزول شوې ده. عبدالقهار اخندزاده وايي چې په ورته وتخ کې ...

نور ولوله »

ننګرهار: د موبي ګروپ د غږيزې رسنۍ «اراکوزیا» پایه سوځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په غني خېلو کې د موبي ګروپ د غږیزې رسنۍ «اراکوزیا» راډيو نشراتي پایه سوځول شوې ده. دغه راډيو چې له پلازمېنې کابله خپرونې کوي په ننګرهار کې يې د خپل خپرنیز پوښښ لپاره له همدې پایې کار اخیست. په ننګرهار کې د طلوع خبريال زیارخان یاد وايي چې دوی دا ...

نور ولوله »

بدخشان: افغان عسکرو بندي طالبان ژوندي په اور سوځولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ملي اردو جنګیالیو هغه طالب بندیان ژوندي په اور وسوځول چې وړمه ورځ یې په جګړه کې نیولي وو. راپورونه وايي چې د ملي پوځ جنګیالیو دغه بندیان لومړی په یوې خونه کې بند کړي او بیا یې ټولې خونې ته اور ورکړی، چې له ...

نور ولوله »

د مړو سوځول نه توجیه کیدونکی جرم دی

spin boldak

لیکوال: میوند سادات پرون داسي راپورونه خپاره شول چي دکندهار ولایت په بولدک ولسوالۍ کي دسرحدي لیوا مربوط عسکرو دطالبانو مړي سوځولي دي، د پیښي په اړه ویل شوي  چي  د یادي شوي ولسوالۍ دناوې په سیمه کي دطالبانو او سرحدي عسکرو ترمنځ دنښتي په ترڅ کي دوه تنه طالب جنګیالي وژل شوي ، ترجګړې وروسته  سرحدي عسکرو وژل شوي ...

نور ولوله »

مظاهره چيانو د کورنيو چارو وزير انځورونه وسوځل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): باميانو کې پارېدلو مظاهره چيانو د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي انځورونو ته اور ورته کړ او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. سلګونو مظاهره چيان نن سهار باميانو کې ښار کې راوتي وه، د جلرېز خونړۍ پېښې غندنه او د نور الحق علومي د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله. ...

نور ولوله »