fbpx

د ټیګونو ارشیف : سکاټ مېلر

سکاټ مېلر هم وايي روانه جګړه پوځي حل نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان سکاټ مېلر وايي، دې پایلې ته ورسید، چې د دوی پیل کړې جګړه په جګړه له منځه نه ځي. هغه له این بې سې، تلویزون سره مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا جګړه پوځي حل نه لري او باید له سیاسي لارې حل شي. ...

نور ولوله »

ذبیح الله مجاهد، سکاټ مېلر ته: نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټېټۍ شاهده وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نړۍ به يې د بشپړې ماتې شاهده وي. وړمه ورځ پنټاګون پخپل راپور کې د مېلر په حواله وویل، چې طالبان دې د دوی د وتلو په تمه نه کېني او په وینا يې ښه ...

نور ولوله »

مېلر: د جګړې پر ځای غوره ټاکنه سوله ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیانو نوي قومندان سکاټ مېلر ويلي، د جګړې پر ځای ښه ټاکنه سوله او پخلایینه ده. پنټاګون نن په یوه راپور کې د مېلر په حواله ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په تمه پراته دي. هغه ویلي، پر افغانستان له یرغل راهیسې يې ۱۱۰۰ ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر، د حکومت له دواړو مشرانو سره جلا جلا لیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیانو نوي قومندان سکاټ مېلر د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره جلا جلا لېدلي دي. ګلخانې او سپېدار ماڼیو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې له هغه يې مننه کړې او هغه ته يې د بریا لاسونه لپه کړي. د محمد اشرف غني د لیدنې په اړه ویل شوي، چې له ...

نور ولوله »

د پنټاګون تر تایید وړاندې، دفاع وزارت د مېلر ټاکنه «ډېر پر ځای ګام» بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي په افغانستان کې د بهرنیانو د عمومي قومندانۍ لپاره د سکاټ مېلر ټاکنه «ډېر پر ځای ګام» دی. د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش په داسې حال کې د مېلر د هرکلي لپاره کلمات کتاروي، چې پنټاګون لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي. وال سټریټ ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر نهم امریکايي جنرال؛ چې روانه جګړه به رهبري کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ ځينو بهرنیو او کورنیو پوځي شنونکو په افغانستان کې د امریکا ستراتېژي ناکامه وبلله او ويې ویل چې تر اوسه يې د پام وړ اغېز نه دی کړی. ټرمپ د خپل واک په اوږدو کې لومړی ځل په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان بدلوي او د دې اوږدې جګړې نهم قومندان ...

نور ولوله »