د ټیګونو ارشیف : سیالۍ

غوراوی جام: نمیبیا د جرسي او هالینډ د کاناډا لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۴ل): نن د غوروای جام ۳۰مه لوبه د جرسي او نمیبیا لوبډلو تر منځ او ۳۱مه لوبه د هالینډ او کاناډا لوبډلو تر منځ وه. جرسي د نمیبیا په وړاندې: نمیبیا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د جرسي لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. د جرسي لوبډلې توپ وهوونکو غوره لوبه وکړه ...

نور ولوله »

غوراوی جام: ملي لوبډلې خپل پیاوړی سیال ته تاریخي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو پنځلسمه لوبه د افغانستان او سکاټلینډ تر منځ وه چې دغې لوبې کې افغانستان د سکاټلینډ لوبډلې ته چې په نړیوال درجه بندي کې له افغانستان څخه مخکې دی تاریخي ماتې ورکړه. ملي لوبډلې د ټولو توپ وهوونکو غوره، پیاوړی او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو ...

نور ولوله »

بنګله دیش له پاکستان او هندوستان وروسته سویلي افریقا ته هم سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د بنګله دیش او سویلي افریقا تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د بنګله دیش په بریا پای ته ورسیده. بنګله دیش سویلي افریقا ته په ۷ ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۱۳۴ توپونه پاتې ول ماتې ورکړه. سویلي افریقا د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي ...

نور ولوله »

زیمبابووي د هندوستان په وړاندې په ۶۲ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان او زیمبابووي دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسیده. هندوستان دغې لوبې کې سیالې لوبډلې ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه. زیمبابووي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. هندوستان ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۱ ...

نور ولوله »

غوراوی جام: عمان د کاناډا او پاپوا نیو ګانا د جرسي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو دولسمه لوبه د پاپوا نیو ګانا او جرسي او څوارلسمه لوبه د عمان او کاناډ لوبډلو تر منځ وه. پاپوا نیو ګاناد د جرسي په وړاندې: د غواروی جام سیالیو دولسمې لوبې کې ګانا لوبډلې د جرسي لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه. جرسي لوبډلې د لوبې پچه ...

نور ولوله »

غوراوی جام: هالینډ، متحده عربي امارت او ایرلینډ د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نن د غوراوی جام سیالیو په یولسمې لوبې کې ایرلینډ د امریکا او په دیارلسمې لوبې کې هالینډ د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه. ایرلینډ د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې: د غوراوی جام سیالیو یولسمه لوبه د ایرلینډ او امریکا لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ایرلینډ سیالې لوبډلې ته ...

نور ولوله »

غوراوی جام: هالینډ خپل د تیرې ماتې غچ له سکاټلینډ څخه واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو اتمه لوبه د سکاټلینډ او هالینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې هالینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه. د هالینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې هالینډي توپ وهوونکو خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه پر ...

نور ولوله »

پاکستان د سریلانکا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۰مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او سریلانکا تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې پاکستان د سریلانکا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. سریلانکايي توپ وهوونکي یو ځل بیا د یو ستر ...

نور ولوله »

غوراوی جام: هانګ کانګ له جرسي څخه ستره ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو اوومه لوبه د هانګ کانګ او جرسي لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې د جرسي لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه د جرسي لوبډلې لوبډل مشر وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. هانګ کانګ لوبډلې ټاکل شوي ...

نور ولوله »

غښتلې او پیاوړې توپ وهنې ملي لوبډلې ته دوهمه بریا په برخه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو شپږمه لوبه د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې د غوره او پیاوړې توپ وهنې په پایله سیالې لوبډلې ته په اتو ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۱۶ توپونه لا هم پاتي ول ماتې ورکړه. د لوبې ...

نور ولوله »