fbpx

د ټیګونو ارشیف : شاولیکوټ

د کاناډايي افسر قاتل که د وخت وزير محمد اکبرخان

ګرمسیری ۲۰۰۸ م کال و چي د کندهار ولايت د شاوليکو ټ ولسوالۍ د کوندلانو د نرۍ ولې په کلي کښي يو پنځلس کلن هلک پر يوه کاناډايي افسر د تبر ګزار وکړ او ځای په ځای يي وواژه . د سيمي د خلکو په وينا چي دغه هلک عبدالکريم نوميدی او د عبدالرشيد زوی و چي ددې سیمي د ...

نور ولوله »

کندهار : طالبانو د روزګان د والي وياند ژوندی نيولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل):پرون ماپښين د کندهار ـ روزګان پر لویه لار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې طالبانو د ځانګړي تکتيک له مخي د روزګان د والي وياند او ۱۹ پولیس ژوندي نيولي. د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د پيښي پخلی کړی او په وينا د هغوی د ژغورني په پار يې په سيمه کې عملیات پيل کړي. ...

نور ولوله »

کندهار : ګډو ځواکونو په شاوليکوټ کې ولسي وګړي وژلي او بنديان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د کندهار ولايت شاوليکوټ ولسوالۍ په خیرتوت سيمه کې تېره شپه بهرنيو او داخلي ځواکونو په ګډه چاپه اچولې. د چاپې په مهال ګډو ځواکونو د خیرتوت سيمي د ملا امام په ګډون ۳ تنه نور کليوال وژلي. د خیرتوت سیمي ټول اوسېدونکي د شپې په یخنۍ کې له خپلو کورونو را ویستل شوي ...

نور ولوله »

د شاولیکوټ په جګړه کې جګپوړي قومندانان وژل سوي او ټپیان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): وړمه شپه طالبانو د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر هغه کومکي کاروان برید وکړ چې د محاصره ځواکونو د مرستي لپاره ماڼو کلي ته پر لاره و. طالبانو د شپې مهال د ماڼو سیمي په مربوطاتو کې پر دغه کاروان برید وکړ، په برید کې طالبانو د شپې ...

نور ولوله »

ازادي راډیو: د شاولیکوټ په برید کې ۵۹ سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): په کندهار ولایت کې د طالبانو وروستیو شپنیو تهاجمونو امنیتي چارواکي اندیښمن کړي، دوی وایي چې د طالبانو رواني حملې د پخوا په پرتله لویې او په منظمه توګه پلان سوي دي. د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د سلګونو کسانو په یوه غونډه کې ګډونوالو ته وویل چې د کندهار امنیت په ...

نور ولوله »

شاولیکوټ کې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژل سوي او ۱۶ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو لېزري قطعې تېره شپه د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه او ځینو پوستو بریدونه کړي دي. امنیتي چارواکي وایي د شاولیکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې تېره شپه لسګونه طالب وسلوالو د ملي اردو پر یوه قرارګاه برید کړی چې د شپې د لسو بجو ...

نور ولوله »

طالبان وایی په شاولیکوټ او خاکریز کې ۳ پوستې نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې تېره شپه ناوخته ددوی ځواکونو د کندهار ولایت په شاولیکوټ او خاکریز ولسوالۍ کې درې پوستې ونیولې او زیات شمېر عسکر په جګړه کې ووژل شول. نوموړي ویلي چې تېره شپه ددوی ځواکونو د خاکریز ولسوالۍ د اروغ په سیمه کې د دولتي ځواکونو ...

نور ولوله »

د کندهار په شاولیکوټ کې شدیده جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د د کندهار ولایت څخه خبري سرچیني وايي چې ددغه ولایت د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې یو ځل بیا د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ شدیده جګړه پیل شوې. د شاولیکوټ ولسوالۍ ځايي مسؤولیین وايي چې د کندهار – ترینکوټ لاره له مخکې لا طالبانو تړلې ده او پر دولتي پوستو یې ...

نور ولوله »

کندهار: طالبانو اته پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې او یوه قرارګاه یې نیولې

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل):د کندهار ولایت چارواکو ویلي چې تېره ورځ طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې پنځه دولتي سرتیري وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي. د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې یاده پيښه د کیخي کوتل په سیمه کې را منځته شوې ده. ...

نور ولوله »

کندهار: د ملي اردو جګپوړی قومندان جنرال بصیر شهروند په چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار په ولایت کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړي لوا قومندان جنرال بصیر شهروند په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. ویل کیږي چې جنرال بصیر د کندهار- روزګان د لويي لاري د خلاصېدو په موخه عملیاتو کې برخوال وو چې د نن غرمه یې ...

نور ولوله »