د ټیګونو ارشیف : شهادت

بشيراحمد او پرويز کامبخش

عبدالرحمن مسافر کله چي دبلخ پوهنتون دژورناليزم پوهنځۍ محصل (پرويز کامبخش) اسلام ته دسپکاوي په تور ونيول سو نو تر لنډي مودې زندان تېرولو وروسته دکورنيو او بهرنيو فشارونو په ذريعه په 1387 کال کي خوشي او داروپا په سټيزن شيف (تابعيت) ونازول سو ؛ دا په داسي حال کي چي په هم دغه وختونو كي عبدالرحمن پنجشيرى مرتد سوى ...

نور ولوله »

شهید بشیر احمد ریان څومره چی ما پيژانده ؟

 عبدالفتاح فاتح شهید بشیر احمد ریان د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالی اوسیدونکی له نن نه څه د پاسه شل کاله وړاندی یی د مشهور جهادی او علمی شخصیت انجینر عبدالله ګل ریان په متدینه او درنه کورنی کی دی فانی نړی ته سترګی وغړولی. لومړنی زده کړی یی تر ډیره حده له خپل پلار انجینر صیب څخه وکړی ...

نور ولوله »

د ځوان مؤرخ شهید (ریان) په ویر کي

سید سعید نه پوهیږم د کندهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د دریم کال محصل ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان تقبله الله د مظلومانه شهادت تاثرات او ویر څنګه ترسیم کړم،شهید بشیر احمد ریان دوې میاشتي وړاندي د کندهار د ملي امنیت وسله والو کندهار پوهنتون کي ونیو،کورنۍ او دوستانو ته یې د اسارت ځای ځایګی معلوم نه و،خو تېره ورځ ...

نور ولوله »

ما لا ګل بوی کړی نه وو بهارتېر شو

لیکنه: محب الله وثیق نه پوهیږم چې څه لیکم؟ او څه ولیکم؟  له بیګاه راهیسې مې دیو زړه بوږنونکی  خبر په اورېدو سره احساساتو او قلبی کیفیاتو انډول او توازن له لاسه ورکړی ځکه نو د جملو او تراکیبو ترتیب رانه  ګډوډ او پاشلی دي.ګویا: درین کتاب پریشان نه بینی از ترتیب عجب مدار که چون حال من پریشان است ...

نور ولوله »

هغه ګل چې تر سپړیدو وړاندې پاڼې پاڼې شو…!

د ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان د شهادت په مناسبت: عبدالرحيم (ثاقب) نن سهارمي د خپلې فیسبوک پاڼې له پرانستلو سره سم د محترم ورورعبدالواحد (ریان) لخوا پردې شیرکړي خبرسترګې ولیګیدې چې لیکلې يي و: ((د ګران ورور د قلم او ژبي د تاند او نه ستړي کيدونکي مبارز بشير احمد ريان Basher Ahmed Rayan د شهادت مبارکي د حق ...

نور ولوله »

کندهار: ملي امنیت ژورنالیست او محصل بشیر ریان په زندان کې په شهادت رسولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): ملي امنیت د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل، لیکوال او ژورنالیست په شهادت رسولی دی. د بشیر احمد ریان په نوم د دری ادبیاتو محصل د درېیم کال د وروستۍ ازموينې په ورځ امنیتي ځواکونو د پوهنتون له انګړه وړی و، چې نن يې کورنۍ جسد د سپین بولدک څخه ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( شپږ پنځوسمه برخه )

مولوي محمد نعیم همدا شپږ ځانګړنې د انس بن مالک رضی الله عنه د یو روایت په یوه برخه کې هم راغلې دي: ( وعن أنس بن مالك قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “الشهداء ثلاثة: رجل خرج بنفسه وماله محتسباً في سبيل الله لا يريد أن يقاتل ولا يقتل يكثر سواد المسلمين فإن مات أو قتل غفرت ...

نور ولوله »

شهید او شهادت (پنځوسمه برخه)

م. محمد نعیم- ۸– شهید ته له پور پرته نور ټول ګناهونه بښل کېږي د شهید بله ځانګړنه دا ده چې ټول ګناهونه یې بښل کېږي، البته پور نه ورته وبښل کېږي. خو د سمندر شهید ته پور هم بښل کېږي. په دې اړه دا ډول روایت راغلی: ( عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( نهه څلوېښتمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم ۷–  شهید د وژل کېدو په درد نه پوهېږي عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( مَا يَجِدُ الشَّهِيدُ مِنْ مَسِّ الْقَتْلِ إِلا كَمَا يَجِدُ أَحَدُكُمْ مِنْ مَسِّ الْقَرْصَةِ ( [1] ژباړه: شهید د وژل کېدو په درد نه پوهېږي، مګر داسې لکه ستاسو یو کس چې په ګوتو ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( اته څلوېښتمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم – ۶– شهیدان به د شپېلۍ د پوکې ( د نړۍ د ړنګېدو )  پر مهال ډاډه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې چې د شهیدانو شپږ یا اوه ځانګړې یادوي یوه ځانګړنه یې دا یاده کړې چې د لوی ډار په ورځ به شهیدان په امن وي، نه به ...

نور ولوله »