د ټیګونو ارشیف : شهیدان

سوې چيغه! – عبدالرحيم مطمئن

له يو بدرنګه کوره ! د تاړاکګر له ځالې د چنګېزخان او هلاکو لمسيانو دا دګورګين د فرګنو لمسيانو د ډيسي توپ يوه مرمۍ وار کړه زما د خړ کلي جومات يې وويشت زما د معصوم بچي په خوله کې د تل لپاره د الف با معصومه ښکلې ناره غلې کړله په سيپارو باندې يې دوړې پرتې په معصوم مخ ...

نور ولوله »

دشهیدانو اونۍ د چا له پاره

حاجي غلام محمد معصومي د ۱۳۸۰ کال  د شروع څخه  دا ورځ د افغانستان  په بیلا  بیلو و لایتو کی د شهیدانو د اونۍ په   نامه  لمانځل کیږي ، خو دا سی ولایتو نه هم سته  چی دا ورځ ډیره   کمرنګه  لمانځی  او په  بعضی ولایتونو  کی بیا په دې ورځ د قران  کریم ختمونه کیږی خو دا سی  ولایتونه ...

نور ولوله »

د امیر المومنین ملا محمد عمر رحمه الله شهادت!

لیکوال: مولوي محمد نعیم ملا صاحب نه یوازې دا چې د الله جل جلاله په لاره کې یو عملي مجاهد او مرابط و، بلکې د کفري یرغل په مقابل کې د اسلامي لښکرو سر لښکر او سپه سالار و، دولس کاله یې د متجاوزو لښکرو په مقابل کې عملا جهاد وکړ، بلکې جهاد یې په داسې له تصور نه لوړه ...

نور ولوله »

تګاب: د ملي اردو لخوا توغول شوي توغندي ۸ ملکي وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو لخوا توغول شوي توغندي ۸ ملکي وګړي شهیدان کړي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي. د تګاب څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په وژل شوو کسانو کې ۴ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ نارینه شامل دي. راپور زیاتوي چې پېښه ...

نور ولوله »

غزنی: عسکرو د کرکټ لوبې په مهال ۵ ماشومان شهیدان او ۷ نور ټپیان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني مرکز ته څېرمه په قلعه قاضي کلي کې نن مازیګر شاوخوا څلور بجې پولیسو ۵ ماشومان شهیدان او ۷ نورو ژوبل کړل. عیني شاهدان وايي چې ماشومانو د کرکټ لوبه کوله، چې څېرمه پوستې ورباندې د هوان ډز وکړ، چې پنځه ماشومان يې ځای پر ځای ووژل او اوه نور يې مرګوني ...

نور ولوله »

ننګرهار: خوږیاڼو کې امریکايي بمبار ۳ دهقانان شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د امریکايي ځواکونو بمبارۍ ۳ دهقانان شهیدان کړي دي. د خوږیاڼو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي روح الله نن ټکی اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې بمبارۍ د وزیرو او قیلغو سیمو په منځ کې د نازو غونډۍ سره شوی دی. هغه وویل چې ...

نور ولوله »

هلمند ته د غمرازۍ په پلمه تللیو وکیلانو، له ویرځپلو سره ونه کتل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې وکیلانو په هلمند کې د سنګین له ویرځپلو سره له ډاره نه دي کتلي او په خبره يې له امنیتي ویرې د سنګین د خلکو په اعتراضیه ناسته کې ګډون نه دی کړی. د سنګین ولسوالي په ریګي کلي کې د ملي اردو د عسکرو له لوري په یوه واده ...

نور ولوله »

محب زغم ته، ستا ښار او زما کلی!

زیار شینواری دوه کاله به کېږي، چې ستاسو یو استخباراتي او پولیسي ناول مې لوستی. له هغه مخکې مې ځینو وېب پاڼو کې کله کله ستاسو لیکنې لوستې. د ناول عنوان و «د ولسمشر فرمان» او د استخباراتو (ملي امنیت) ادارې کارمندانو ته مو ډالۍ کړی و. اوس راسره نه هغه کتاب شته او نه مې د ډالۍ دقیق الفاظ ...

نور ولوله »

کندهار: اربکیانو عام وګړي د باج په نه ورکړه سخت ډبولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار د ژېړۍ ولسوالي د کولک او سیلغي د کلیو اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې د مېشتو اربکیانو قومندان شېراغا له دوی نه هره ورځ په زور پیسې ټولوي. ویل کېږي وروسته له هغه چې څو تنو د پیسو له ورکړې انکار کړی دی، د دې قومندان اربکیانو سخت ...

نور ولوله »

چارواکي: په خوست کې بې پیلوټه الوتکې څلور تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د خوست چارواکي وايي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دې ولایت په علیشېرو ولسوالي کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي. د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ وايي چې بې پیلوټه الوتکې د عليشېرو په ولسوالي کې څلور تنه ملکي وګړي هغه وخت په نښه کړل ...

نور ولوله »