fbpx

د ټیګونو ارشیف : شهید او شهادت

«شهید او شهادت» کتاب تازه له چاپه راووت

خبرتیا ( شهید او شهادت ) کتاب د هغې مستندې سلسله وارې لیکنې ټولګه ده چې په ځینو ویب پاڼو کې په مسلسل ډول په اتیا برخو کې خپره شوه. په نن ټکی اسیا کې د یاد کتاب ټولي برخي په دغه ادرس موندلای شئ: ( شهید او شهادت – نن ټکی اسیا ) نوموړی کتاب د ښاغلي مولوي محمد نعیم ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( اتیایمه برخه )

م. محمد نعیم دا د مسلې یو اړخ و، خو د بل لوري نظر دا دی چې په مشخص ډول یو کس ته چې ظاهرا د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي شهید ویل روا دي، په دې شرط چې داسې څه نه وي ترې څرګند شوي چې ښيي د کوم بل هدف لپاره یې جګړه کوله. که ...

نور ولوله »

شهید او شهادت (نهه اویایمه برخه)

م. محمد نعیم په مشخص ډول چا ته شهید ویل کېدی شي؟ په دې اړه د علماوو اختلاف دی، یو نظر دا دی چې په مشخص ډول هېچا ته د شهید ویل جواز نه لري، پرته له هغو کسانو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته شهید ویلي؛ ځکه په مشخص ډول یو چا ته شهید ویل په حقیقت ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( اته اویایمه برخه )

م. محمد نعیم شهادت له اځل نه مخکې مرګ نه دی: ځینې بې لارې ډلې او خلک ګومان کوي چې شهادت یا په عام ډول قتل او وژل کېدل له ټاکلي وخت  مخکې مرګ دی، ددوی په اند که یو څوک و نه وژل شي، نو تر خپل ټاکلي وخت پورې به ژوندی پاتې کېږي، ددوی په ګومان وژل په ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( اوه اویایمه برخه )

م. محمد نعیم اوس به په لنډ ډول ځینې هغه ځانګړنې را واخلو چې یوازې د شهید لپاره دي: شهید ته غسل نه ور کول کېږي، عالم ته ور کول کېږي که هر څو لوی او متقی عالم وي. له شهید نه جامې نه ایستل کېږي، په خپلو جامو کې ښخېږي، عالم که هر څو لوی او متقي وي، جامې ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( شپږ اویایمه برخه )

م محمد نعیم خندا د شهیدانو بل کرامت: ځینې شهیدان له شهادت وروسته خاندي، چې دا د شهیدانو یو بل کرامت دی، دا چې ددې لامل به څه وي؟ د قرآن کریم د اعجاز یو څېړونکی عطیه مرجان ابوذر په دې اړه خپل نظر داسې څرګندوي: ۱ – شهید ځکه خاندي چې له وژل کېدو سره سره ژوندی دی، الله ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( پنځه اویایمه برخه )

محمد نعیم امام الوسي رحمه الله په خپل تفسیر (  روح المعاني ) کې وايي چې کېدای شي دشهیدانو تازه او نازک بدنونه  زرغونو مرغانو  ته د تېزوالي او سپکوالي له کبله ورته ګڼل شوي وي، چې کولی شي په ډېره آسانۍ سره یو ځای، بل ځای ته راشي او لاړ شي. [۱] په ځینو روایاتو کې راځي چې د ...

نور ولوله »

شهید او شهادت «څلور اویایمه برخه»

مولوي محمد نعيم دشهیدانو ژوند دا چې شهیدا څه رنګه ژوندي دي، له نورو مومنانو سره یې توپیر په څه کې دی؟ مشهور حدیث دی چې کله انسان مړ شي، په قبر کې کېښودل شي هغه درې پوښتنې ترې وشي: رب دې څوک دی؟ دین دې څه دی؟ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم انځور ورته وښودل شي ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( دري اویایمه برخه )

م. محمد نعیم ۱۹ –  الله جل جلاله د شهید لپاره خپله د مغفرت او  رحمت ضمانت کړی: د شهید یوه ځانګړنه دا ده چې الله جل جلاله خپله په قرآن کریم کې د شهید لپاره د مغفرت او رحمت ضمانت کړی. په دې معنی چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل د الله جل جلاله د ...

نور ولوله »

شهید او شهادت ( دوه اویایمه برخه )

۱۸ – یوازې شهید غواړي بېرته دنیا ته راشي: د شهید منزلت، کرامت او هغه الهي پېرزوینې چې الله جل جلاله پرې کړې، نه یې ژبه بیانولی شي، نه قلم او نه یې خیال د تصور  ځواک لري، عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ – رضى الله عنه – قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – « قَالَ اللَّهُ أَعْدَدْتُ ...

نور ولوله »