د ټیګونو ارشیف : شوروي اتحاد

بې غیرته کودتا

بشیراحمدالحنفي د ډېره وخته مي دا موضوع ته فکر وو، چي باید یوڅو کرښي ولیکم، ترڅو مي ملت ته د ازادۍ، او د تاریخ لوستلو شعور ورکړم. انسان په طبیعي ډول، د ازادۍ او منصب شوقي دی، که مونږ او تاسي د بشریت تاریخ مطالعه کړو، نو ډیري پیښي او جګړې د منصب او چوکۍ لپاره سوي، حتی د اسلام ...

نور ولوله »

د غويي اتمه؛ د تېر جهاد د بریا ۲۷ کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): پوره ۲۷ کاله وړاندې پر همدې ورځ مجاهدین وتوانېدل چې د روسي ښکېلاکګرو د داخلي ملګرو ټغر ورټول او د بریا اعلان وکړي. پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ل کال د مرغومي پر شپږمه پر افغانستان نېغ پوځي یرغل وکړ، چې پر وړاندې يې ولس مقاومت ته اړ او له شاوخوا څوارلس کاله مبارزې وروسته ...

نور ولوله »

طالبان: د روسانو ماتې ثابته کړه، چې دلته پردۍ ایډیالوژۍ نه چلېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ثور د اوومې او اتمې په مناسبت خپره کړې یوه اعلامیه کې ویلي، د شوروي اتحاد ماتې ثابته کړه چې دلته استعمار او پردۍ ایډیالوژۍ نه چلېږي. اعلامیه کې د ثور د اوومې کودتاه د ټولو وروسته خونړیو حالاتو پیلامه بلل شوې ده، خو ضمناً يې یاده کړې چې له دې ورځې ...

نور ولوله »

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۹ کلونه پوره شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): پوره ۳۹ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه پر همدې ورځ د حیرتانو بندر له لارې افغان خاورې ته ننوتل او پر ګران هېواد د شوروي اشغال منګولې خښې شوې. شوروي لښکر د خپل لاسپوڅي رژيم په مرسته د راتګ لار هواره کړه او ببرک کارمل يې ظاهراً د یو افغان واکمن په ...

نور ولوله »

نن د پخواني شوروي اتحاد د ماتې له ورځې سره برابره ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د هغوی پر وړاندې د مجاهدینو د بریا او د شورویانو د تېښتې شاوخوا نهه ویشت کاله پوره شول. شوروي اتحاد د افغان مزدورانو په همکارۍ د ۱۳۵۸ل کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان مستقیم یرغل وکړ او لوی بشري ناورین يې رامنځته کړ. ...

نور ولوله »

مطمئن: امریکا دې د پخواني شوروي اتحاد تجربه نه تکراروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سیاسي شنونکی انجینر نظرمحمد مطمئن وايي، امریکا دې د پخواني شوروي اتحاد ترخه تجربه نه تکراروي. هغه چې پخپله رسمي فیسبوک پاڼه خپل نظر څرګند کړی، اوسنی وضعیت ورته د شوروي اتحاد د وتلو له وخت سره ورته ښکاري. مطمئن پر امریکا غږ کړی «چې د پخواني شوروې اتحاد ترخه تجربه تکرار نه ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا د پخواني شوروي په برخلیک کې راښکېل ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۲۵، ۱۳۹۵ل): طالبانو له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د ۲۸مې کلیزې د رارسېدو په مناسبت څرګندونې کړي او دا یې یوه تاریخ ورځ بللې ده. رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې طالبانو ولس ته د شوروي یرغلګرو د ماتې مبارکي ورکړې او په ځانګړي ډول یې «د نوي امریکايي اشغال ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا دې له شوروي اتحاد څخه عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۶، ۱۳۹۵ل): طالبانو په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ښکېلاک د ۳۷ کال د پوره کېدو په مناسبت نوموړی تجاوز غندلی او ویلي يې دي چې هغه د اسلامي عقیدې او افغاني کلتور لپاره تباهي او خطر و. طالبانو همدا راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اوسنی شتون د پخواني شوروي اتحاد ...

نور ولوله »