د ټیګونو ارشیف : شپنیز عملیات

که د امریکا په یوه کلیسا کې ۲۱ تنه ووژل شي او بریدګر افغان وي

نصیب ځدراڼ امریکا کې په یوه کلیسا باندې برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او برید کونکی افغان دی. فرض کړو دا خبر که حقیقت وي اوس به ټولې میډیا په ژړا ځان ستړی کړی و او د وحدت ملي د حکومت مشرانو به هم خپل د غمشریکۍ پیغامونه ور رسولي وو، د وژل شویو انځورونو ته به د نړۍ ...

نور ولوله »

ګډو ځواکونو په چاپه کې د کلیوالو میرمنې بیولې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ غویی، ۱۳۹۶): وړمه شپه ګډو امنیتي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په مهال شپږ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د درې تنه نارینه وو په ګډون یې دوې میرمنې هم له ځان سره نامعلوم لورې ته انتقال کړې دي. د سیمېیزو خلکو په وینا، پېښه دشپې ناوخته د خاک افغان ولسوالۍ د بیتو ...

نور ولوله »

«امنیتي» تړون بیا نقض شو! / سرلیکنه

له یوه کال راهیسې مو اورېدلي چې امریکایان به د ۲۰۱۴م له ډسمبر وروسته په عملي جګړه کې برخه نه اخلي. د امریکایانو دغه نه برخه اخیستل ځینو ته له قیامت صغری کمه نه وه. شپه او ورځ تبلیغات د دې لپاره پیل شول چې که امریکایان په بشپړ ډول وځي؛ نو افغانستان به سقوط وکړي او د یوې لسیزې ...

نور ولوله »

کله چې ولسمشر د عملیاتو غوښتنه کوي؛ نو سوله به…؟ / سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر اوباما له نوې پرېکړې پرده پورته کړه. دغې ورځپاڼې ولیکل چې اوباما یو پټ فرمان صادر کړی چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴م کال وروسته هم تر یوه کاله په افغانستان کې محاربوي ماموریت ولري. دا خبر د امریکا او افغانستان د ...

نور ولوله »

له ولسمشرۍ وروسته د حامد کرزي تازه مرکه؛ پخوانۍ پېښې او نوي اعترافونه – (د بشپړي مرکې آډیو)

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۲۵مه، ۱۳۹۳ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي له ازادي راډیو سره په تازه مرکه کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړې. حامد کرزي له امریکا سره د خپلو شخصي او ديپلوماتیک اړیکو د خرابتیا لامل یوازې او یوازې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو له لورې ړانده شپنیز عملیات، د افغانانو کړول او د خلکو ارزښتونو او ...

نور ولوله »

شپنیو عملیاتو په اړه د ارګ او دفاع وزارت ترمنځ همغږي نشته

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۳ل: پرون ورځ له ارګ ولسمشریزې ماڼۍ څخه رسنیو ته یوه خبر پاڼه لیږل شوې وه چې له مخې یې په هیواد کې د امنیتي ځواکونو لخوا د شپینیو عملیاتو د بیا پیلولو خبر ناسم بللی وه. د شپینیو عملیاتو دبیا پیلیدو د رد په اړه د ارګ خبر پاڼه په داسې حال کې ...

نور ولوله »