د ټیګونو ارشیف : شپږیزه لیګ

د شپږیزې ليګ شپږم پړاو ځليدونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کورني ليګ شپږيزې شپږم پړاو پايلوبه د جمعې په ورځ د اکتوبر په اتلسمه نېټه د مس عينک اتلان او بند امير ښاماران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د محمد نبي په مشرۍ د مس عينک په بريا پای ته ورسېده. په شپږیزه ليګ کې د ملي لوبغاړو سربېره ګڼ شمېر ...

نور ولوله »

مس عینک اتلانو د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د محمد نبي لوبډلې مس عینک اتلان د بند امیر ښاماران لوبډلې ته په ماتې ورکولو د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله. د شپږیزې لیګ پایلوبه له زړه بوږنونکي حالت وروسته د مس عینک اتلانو لوبډلې وګټله، دا دویم وار دی چې د محمد نبي په مشرۍ مس عینک لوبډله دغه جام خپلوي. د ...

نور ولوله »

د شپږیزې پایلوبه کې نن محمد نبي او راشد خان مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د شپږیزې لیګ په پایلوبه کې نن د جمعې په ورځ د راشد خان او محمد نبي لوبډلې مخامخ کیږي. د محمد نبي لوبډلې «مس عینک اتلان» لومړۍ کوالیفایر کې د راشد خان لوبډلې «بند امیر ښاماران» ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار موندلې وه، بل خوا د راشد لوبډلې د کابل ...

نور ولوله »

بند امیر لوبډلې له زړه بوږنونکې سیالۍ وروسته کابل ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کورنۍ سیالۍ شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښاماران او کابل بازان لوبډلو ترمنځ دویم کوالیفایر سیالۍ ترسره شوه چې په کې له زړه بوږنونکې لوبې وروسته بند امیر د ۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه. د بند امیر ښاماران لوبډله وتوانېدله چې په سخته د ۲۲۴ منډو دفاع وکړي ...

نور ولوله »

جاوید احمدي د شپږیزه لیګ په روانو سیالیو کې لومړۍ سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د بند امیر ښاماران لوبډلې تکړه اوپنر لوبغاړي جاوید احمدي د ۲۰۱۹م کال شپږیزې سیالیو لومړۍ سلیزه په خپل نوم کړه. جاوید احمدي چې د راشد خان په لوبډله کې د اوپنر لوبغاړي په حیث توپوهنه کوي د بوست ساتونکي لوبډلې پر وړاندې یې یوازې په ۶۳ توپونو ۱۱۷ منډې جوړې کړې، په ...

نور ولوله »

په شپږیزه لیګ کې تر دې دمه غوره لوبډله، غوره توپ وهونکي او غوره توپ اچونکي څوک دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ۲۰۱۹م کال کورنۍ سیالۍ (شپږیزه لیګ) چې د تیرې دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۷مه نېټه پېل شوې په کې تر دې دمه ټولې ۹ سیالۍ ترسره شوي دي. د شپږیزې لیګ شپږم پړاو سیالیو کې شپږ (کابل بازان، بند امیر ښاماران، مس عینک اتلان، امو نهنګان، بوست ساتونکي او ...

نور ولوله »

نن کابل کې د شپږیزه لیګ سیالۍ پېل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه به د کابل په لوبغالي کې د افغانستان کورنۍ سیالۍ «شپږیزه لیګ» شپږم پړاو پېلیږي. په دغه سیالیو کې د افغانستان شپږ کورنۍ لوبډلې ګډون کوي چې راشد خان، محمد نبي، اصغر افغان، شفیق الله شفق، شاپور ځدران او ګلبدین نائب به یې ...

نور ولوله »

شپږیزه لیګ شپږ ورځې وروسته کابل کې پېلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ۲۰۱۹م کال کورني کرېکټ سیالۍ «شپږیزه لیګ» به د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه پېل او تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي. د دغو سیالیو لړۍ به د بند امیر ښامارانو او د کابل بازانو لوبډلو ترمنځ له سیالۍ څخه په کابل لوبغالي کې ...

نور ولوله »

شپږیزه لیګ به د اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه پېل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ په پام کې لري چې د شپږیزه کورني کرېکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې ترسره کړي. د شپږیزه کرېکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د تېر په څېر یو وار بیا د شپږو لوبډلو په ګډون د کابل په کرېکټ لوبغالي کې ترسره ...

نور ولوله »

شپږیزه لیګ به د جون میاشتې په دېرشمه نېټه پېلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غویي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کورنی لیګ (شپږیزه لیګ) به د روان کال د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه په کابل کې پېل شي. وړمه ورځ د کرېکټ بورډ رئیس عاطف مشعل تر مشرۍ لاندې د کرېکټ عمومي غونډه ترسره شوه، چې په کې د افغانستان پریمیئر لیګ (APL) د مهالویش په اړه هم خبرې وشوې، ...

نور ولوله »