د ټیګونو ارشیف : شینډنډ

هرات: د قومندان په شمول لس تنه پولیس وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴وری، ۱۳۹۷ل): د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې یو قومندان او لس تنه د نظم عامه پولیس وژل شوي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د شینډنډ ولسوالۍ د «نري پله» په سیمه کې يې تېره شپه د ...

نور ولوله »

هرات: په ډک بازار کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه شوې چې له امله یې د رسمي سرچینو په وینا شپږ کسان وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي. د هرات د والي ویاند غلام جیلاني رسنیو ته ویلي چې چاودنه نن ماځیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې ...

نور ولوله »

دولت وزیري: د شینډنډ بمبار «افغان ځواکونو» کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۳۹۶): دفاع وزارت د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وړمې ورځ بمبار خپل ځان ته منسوب کړی او ویلي یې دي چې نوموړی بمبار «افغان هوايي ځواکونو» کړی. وړمه ورځ د یادې ولسوالۍ د بخت اباد په سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو د عامو خلکو کورونه بمبار کړل چې له امله ...

نور ولوله »

نوې تګلاره

شاعر: ملنګ یار ته شه پرې موړ زموږ له غوښو کبابونه جوړ کړه وینه مو خرڅه کړه پرې ځان ته بلډینګونه جوړ کړه زموږ څرمنې درته وباسه په کار به درشي خپلو بچیانو ته ترې رنګ رنګ پتلونونه جوړ کړه مشره چې مشر د خپه نه شي تلوار د وکړه زموږ د مرګ لپاره بیا نوي پلانونه جوړ کړه هلمنده! ...

نور ولوله »

هرات:شينډنډ کې بې پيلوټه الوتکو لسګونه ملکيان شهيدان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۶):د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ د زېرکوه په بخت آباد سيمه کې امريکايي بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ کړي. د ځايي سرچينو په قول د بمباريو له امله چې د بخت آباد په معروف کلي کې شوي نژدې ۳۵ ملکيان شهيدان شوي. د شهيدانو له جملې زياتره يې ښځي او کوچنيان دي. که څه هم ...

نور ولوله »

په هرات کښي یوه چورلکه نسکوره شوې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۷، ۱۳۹۵ل): د هیواد په لویدیځ د هرات ولایت د شینډنډ په لویه فوځي اډه کښي د ملي اردو یوه نظامي چورلکه را نسکوره شوې ده. د چورلکې پیلوټ چې د الوتکي له غورځېدو وروسته ژوندی پاته شوی، رسنیو ته ویلی چي چورلکه د مقناطیسی بم د چاودنی له امله نسکوره شوه. خو د ...

نور ولوله »

د شینډنډ د جګړې حقیقت

نوید أحمد له څو ورځو راهیسې به رسنیو کې دا خبره کیږي چې د هرات ولایت د شینډنډ په زیرکوه سیمه کې د طالبانو تر منځ خپل منځي نښته روانه ده، خو دا چې دا پیښه څرنګه رامنځته شوې؟ ولې رامنځته؟ چا تجاوز کړی؟ او اوسنی وضعیت څه دی ؟ په دې اړه تراوسه  کره او پوره معلومات رسنیو ته ...

نور ولوله »

ازمون: له دولت څخه د ښو تمه نه لرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون استاذ لال پاچا ازمون وايي چې د ننګرهار سرنوشت د څو محدودو کسانو په لاس کې دی او همدغه زورواکي چارواکي د ولس ځورونې لپاره خپلې مافیايي کړۍ لري. نوموړی وايي کله چې د دغو زورواکو چارواکو شخصي ګټې په خطر کې ولویږي، بیا ولسي خلکو ته ستونزې پیدا کوي ...

نور ولوله »

هرات: د شینډنډ بازار ته څېرمه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د هرات په شینډند ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ دم ګړۍ جګړه رونه ده. د شینډنډ ولسوالي اوسېدونکي وایي چې طالبان د ولسوالي بازار ته څېرمه رارسيدلي دي او لا هم جګړه روانه ده. د هرات سیمه ییزې ادارې په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ...

نور ولوله »

د شينډنډ ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل):شېبه مخکې د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريدونه پيل شول. راپورونه وايي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبالو کسانو د شينډنډ ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي. چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي وي. د پېښې مسؤوليت تر ...

نور ولوله »