د ټیګونو ارشیف : طارق شاه بهرامي

ډاکټر غني د دریو لوړپوړو چارواکو استعفاوې رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خپله استعفا وړاندې کړه، د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د ملي امنیت رییس خپلې استعفاوې د ډاکټر غني پر مېز کېښودې. طلوع نیوز وايي، ډاکټر غني د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک، د ملي دفاع وزیر طارق شاه ...

نور ولوله »

غزني: د امنیتي غونډې په مهال، پر ولایت مقام توغنديز برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): غزني کې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د تللي پلاوي پر غونډه توغندیز برید شوی دی. د ملي دفاع له وزیر طارق شاه بهرامي سره په دې سفر کې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت مرستیالان هم ملګري دي. دوی چې د غزني ولایت مقام د ننه د غزني دامنیتي وضعیت اړوند ...

نور ولوله »

دفاع وزیر: د دفاع لپاره د امنیتي تړون لاسلیک «ښه کار» و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې غړو ته ویلي، هېواد له شلو استخباراتي ډلو سره لاس ګرېوان دی، ځکه خو له ناټو او مریکا سره د تړونونو لاسلیک «ښه کار» و. مشرانو جرګې نن په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت د پوښتنې لپاره د ملي دفاع وزیر طارق شاه ...

نور ولوله »

د دفاع وزیر په ځواب کې د طالب ویاند جالب غبرګون

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غویي، ۱۳۹۷ل): په فراه کې د دفاع وزارت د وزیر طارق شاه بهرامي د څرګندونو په ځواب کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد جالب غبرګون ښوودلی. نن په فراه کې افغان لوړپوړي چارواکي د بهرنیانو د عمومي قومندان جنرال نېکولسن په ملتیا د فراه پر وضعیت خبرې وکړې. په دې ناسته کې د دفاع وزیر طارق ...

نور ولوله »

دفاع وزیر: یوه اوونۍ کې ۲۵۰ عسکر وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د وروستیو پېښو په تړاو ولسي جرګې ور غوښتي و. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ملي دفاع وزیر وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو له ...

نور ولوله »

د دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي غزني ته تللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي غزني ولایت ته د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه تللی دی. د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، نوموړی نن چهارشنبه د یو پلاوي په ملتیا غزني ولایت ته ورسيد. طارق شاه بهرامي په داسې حال کې غزني ته سفر کوي، چې په دې ولایت ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: داعش د پاکستان پروژه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي ویلي چې داعش د پاکستان پروژه ده، د هغوی له خوا جوړه شوې او غواړي چې د افغانستان پر ضد یې وکاروي او د فشار د آلې په توګه کار ځیني واخلي. نوموړي د امریکا غږ راډیو سره دغه خبري کړي او ویلي ...

نور ولوله »

دفاع وزیر طارق شاه بهرامي واشنګټن ته تللی

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي واشنګټن ته تللی. له پنټاګونه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جنرال بهرامي د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د یوې برخې د څېړلو په موخه واشنګټن ته رسېدلی دی. خبرپاڼه وايي، جنرال بهرامي د امریکا د ...

نور ولوله »

بهرامي: د تېرکال په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي وايي، د تېر کال په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی او هم یې په جنګي تکتیکونو کې بدلون راوستی دی. بهرامي نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، سږ کال د طالبانو په مرګ ژوبله کې ۱۱سلنه لوړوالی ...

نور ولوله »

سرپرست دفاع وزیر وایي د شاهین قول اردو غچ به واخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د شاهین قول اردو پیښې وروسته تازه ټاکل شوی سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او لوی درستیز شریف یفتلي د خپلو دندو سمبالولو وروسته په لومړي ځل د شاهین ۲۰۹ قول اردو څخه لیدنه وکړه. سرپرست دفاع وزیر د شاهین قول اردو عسکرو ته په وینا کې وویل چې د طالبانو څخه ...

نور ولوله »