د ټیګونو ارشیف : طالبان او امريکا

رویټرز: طالبان د امریکایانو سره په راتلونکې ناسته کې پر بندیانو خبرې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): رویټرز خبرې اژانس ویلي چې طالبان د امریکايي چارواکو سره په راتلونکو خبرو کې د بندیانو پر تبادلې باندي خبرې کول غواړي او د همدې موخې لپاره د درو یا څلورو کسانو پر یوه مذاکراتي ټیم جوړولو هم غور کوي. د رویټرز په وینا دوه چارواکي چې د امریکایانو او طالبانو تر ...

نور ولوله »

سوله او د افغان جګړې نوی پیلېدونکی اړخ

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل له ګنګوسو را وروسته، تېره اوونۍ د امریکا وال سټریټ ژورنال د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې په دوحه کې طالب او امریکایي چارواکو د سولې په اړه مخامخ خبرې کړې دي. په دې هکله که څه هم تر دې دمه طالبانو ...

نور ولوله »

له امریکایانو سره په مذاکراتو کې د قوي دیپلوماسي اړتیا

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی د تیر ۲۰۱۷ کال د جنوري په شلمه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له واک ته رسیدو سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د سپینې ماڼۍ د وروستي دریځ تمه کیده. د تیر اګست په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره ...

نور ولوله »

د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د امریکايي تحلیلګرانو نظرونه

واحد فقیري ښاغلی لارنیس په سټارز اینډ ټرایپز کي د جولای پر ۱۷ مه باندي په یوې تحقیقاتي مقاله کي لیکي چي طالبان ښايي د امریکا د مخامخ خبرو د وړاندیز په مقابل کي مثبت جواب ووايي، خو ښايي د زیاتو امتیازاتو ورکولو ته چمتو نه وي،‌ ځکه هغوی ګومان کوي چي جنګ ئې ګټلی دئ. لیکوال کاږي د ټرمپ ...

نور ولوله »

طالبانو ته د محاصره جنرال نیکلسن اخطارونه څومره موجه دي؟!

احمد مختار په ترکیه کې د سولې په نوم شرموونکې ډرامې تر پایته رسیدو وروسته د یادې ډرامې ممولینو یوځل بیا له یادې رسوايي څخه د خلګو د پام اړولو په غرض په افغانستان کې د خپلې مزعومې بریا لاپي تکرار کړي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن هلمند ته د یوه نمایشي سفر په ...

نور ولوله »

طالبانو يو ځل بيا خپل زور وښودلو

عاکف مهاجر د امریکا نوي ولسمشر له ولسمشری ته تر رسیدلو وروسته په ډیر ځنډ او ښه دقت سره د جنوبي اسیا او خاصکر افغانستان لپاره نوې استراتیژي اعلان کړه. د ولسمشر ټرمپ نوې استراتیژي په دومداره جنګ او د طالبانو په وژلو او په زور سولې ته اړ کولو زیاته راڅرخیدله. هغه له طالبانو سره د جګړې ترڅنګ پاکستان ...

نور ولوله »

سي ای اې پر طالب مشرانو د چريکي بريدونو لپاره ځانګړی ځواک جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم ، ۱۳۹۶):نيویارک ټايمز ورځپاڼي د دوو لوړ پوړو چارواکو په حواله ويلي چې د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې د طالب مشرانو د ترور او وژني لپاره تر بل هر وخت په زیات فعالیت لاس پوري کړی. د ورځپاڼي په وينا هغه ډله چې د طالب مشرانو د ترور لپاره لاس په کار شوې د ...

نور ولوله »