fbpx

د ټیګونو ارشیف : طالبان او امریکا

د خلیلزاد سفرونه، طالبان او سېمئیز هیوادونه

نظرمحمد مطمئن – لیکوال او شناند د سولې اړوند د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر استازي زلمي خلیلزاد په مشرې امریکایې هیئت رسمي سفر افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د اکټوبر پر ۴مه پېل او لس ورځې به دوام وکړي. د سولې خبرې اسانه هم نه دي، د مجاهدینو پر مهال د ژنیو مذاکرات ...

نور ولوله »

افغان ولس ته د ډاډ ورکولو لپاره یو وړاندیز

واحد فقیري ټاکل سوې ده چي د متحده ایالاتو او د طالبانو تر مینځ به د سولي مذاکرات ډیر ژر پیل سي. او امید دئ چي لدې تاریخي خبرو راوروسته به دا روان جنګ ختم سي، او د افغان ملت اوږده غمیزه به هم پای ته ورسېږي. خو لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده اکثره افغانان د ۱۹۹۰ د ...

نور ولوله »

له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د امریکا زرغون څراغ

ذاکر جلالي افغان سوله او جګړه له تېرو څو کلونو راهیسې ولاړ حالت ته رسېدلي وو. طالبانو پراخې لرې پرتې سیمې نیولې وې، افغان حکومت او بهرني ملاتړي یې ناتوانه وو چې د طالبانو له واک سیمې بېرون کړي. د تېر کال په اګسټ کې چې ولسمشر ټرمپ له اوږده ځنډ وروسته د افغان جګړې په تړاو خپله ستراتېژي اعلان ...

نور ولوله »

له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې د افغان غمیزې د پایته رسیدو مقدمه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د خبر له مخې د ولسمشر ټرمپ ادارې خپلو جګپوړو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي. یاد خبر تر دې مهاله یواځې د خبر په حیث د معتبرې امریکايي ورځپاڼې لخوا خپور شوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼې لخوا ...

نور ولوله »

د طالبانو فشار امریکا مخامخ خبرو ته نږدې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سولې اړوند د مذاکرتو د پيل په اړه طالبانو پرلپسې پر دې خبره ټینګار کړی چې له بهرنیانو سره مخامخ خبرې غواړي او هغوی به د خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش ترتیبوي. د افغان حکومت له لوري د سولې اړوند پرلپسې تکرارې رسنیزې څرګندونې د دې علت نه شوې چې طالبان دې ...

نور ولوله »

امریکا ولي له طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه حاضریږي ؟!

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : له تیرې اونۍ راهیسي چې کله طالبانو د کابل په دوهمه غونډه کې د ښاعلی اشرف غني وړاندېزونه لا ځوابه پريښودل د امریکايي چارواکو لخوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول له طالبانو غوښتل کیږي چې د سولې په اړه دي په کابل کې د دوئ تر حمايي لاندې حکومت سره خبرې وکړي. د ...

نور ولوله »

د وسله وال مقاومت د سولې د پیغام هرکلی

دوکتور محمد عثمان تره کی ١٥/٠٢/٢٠١٧ فرانسه ’’ امریکا ولس ته د اسلامي امارت لیک ‘‘ ( ١٤/٠٢/٢٠١٧ ) تر سرخط لاندې د طالبانو تحریک په افغانستان کې په تیرې اتکل یوې نیمې لسیزه جګړه حقیقتونه په صداقت ، قاطعیت او دیانت په داګه کړیدې . لیک ته په حقه د سولې یرغل ویلي شو چه په کې د اوږد ...

نور ولوله »

د طالبانو د ملاتړ په اړه پر پاکستان د امریکا تورونه څومره موجه دي؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او د طالبانو د چارو څېړونکی له کله چې په تېر اګست کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د ټرمپ جنګي ستراتیژي اعلان شوې ورسره یوځای دې خبرې هم زور اخیستی چې پاکستان د طالبانو حمایت کوي او په خپله خاوره کې یې هغوی ته د روزنې کیمپونه ورکړي. غواړو په لاندې لیکنه کې یو شمېر ...

نور ولوله »

طالبان: ټرمپ ثابته کړه چې دولت د سولې او جګړې واک نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي چې د امریکايي ولسمشر وروستۍ څرګندونې هغه حقیقت روښانه کوي چې د جګړې او سولې اصلي لوری امریکایان دي. تېره ورځ امریکايي ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې او مذاکراتو په موضوع کې د واکمن جهت په توګه دریځ اعلان کړ او د مذاکراتو او خبرو موضوع یې مردوده وګڼله، ...

نور ولوله »

ایا د ټرمپ ستراتیژۍ طالبان کمزوري کړي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : وړمه ورځ د فراه ولایت د سقوط او تیره شپه بیا د کانتيننټل پرهوټل برید د رسنیو ترټولو مهم سرلیکونه وو. له پوځې او تبلیغاتي لحاظه په یوه وخت کې دغه دواړې پیښې مهم پوځي واقعات دي چې د طالبانو په لاس رامنځته کیږي. فراه د هیواد په جنوب لویدیځ زون کې مهم ولایت ...

نور ولوله »