د ټیګونو ارشیف : طالبان

 سناتور ران پال: د افغانستان جګړې په اړه د امريکايي چارواکو درواغ جنایت دی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا جمهوري پلوه سناتور او د ولسمشريزو ټاکنو پخواني نوماند ران پال ويلي، امريکايي چارواکو له تېرو اتلس کلونو راهيسې د افغانستان جګړې په اړه خپل ولس ته په درواغو ويلو جنايت کړی او بايد په دې اړه سپيناوی وکړي. سناتور ران پال په خپل ګوند کې په توندو څرګندونو پېژندل شوی، ...

نور ولوله »

ګډو عسکرو په ننګرهار کې يو ځل بيا ملکيان وژلي، کلينک او دوکانونه يې ويجاړ کړي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): ګډو عسکرو تېره شپه يو ځل بيا د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال دوه ملکيان وژلي، يو کلينيک او ګڼ شمېر دوکاونه يې ويجاړ کړي دي. د خوږياڼو ولسوالۍ ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، ګډو عسکرو تېره شپه په نکړخېلو سيمه کې چاپه ووهله، چې پر مهال يې د ...

نور ولوله »

راپور: امريکا له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): امريکايي او عربي رسنۍ وايي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي، چې د سولې موافقې لپاره لس ورځنی اوربند اعلان کړي. رسنيو د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، زلمي خلیلزاد طالبانو ته ويلي، که د اوربند غوښتنه ونه مني، دا شونې ده، چې مذاکرات ودرول شوي. ...

نور ولوله »

جرمني يو ځل بيا د افغانستان سولې لپاره د منځګړيتوب وړانديز کړی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د جرمني سفير ويلي، هېواد يې چمتو دی، د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو لپاره د افغان لوريو ترمنځ منځګړيتوب وکړي. د جرمني سفير پيټر پروګل تېره شپه ناوخته په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د جګړې د ښکېلو لوريو ترمنځ منځګړيتوب کولی ...

نور ولوله »

له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د ايستلو په اړه د امريکايي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): له تېرو څو ورځو راهيسې، واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او ګڼې نورې امريکايي رسنۍ د افغانستان روانې جګړې کې د امريکايي پوځيانو په ناکامۍ راپورونه خپروي او يو شمېر امريکايي چارواکو او سناتورانو هم له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه څرګندونې کړي، خو ځينو نورو بیا دا ډول څرګندونې ...

نور ولوله »

روسیه: تیار یو د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق څارنه وکړو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر  ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک کېدونکی توافق ورته ارزښتمن دی او دوی تیار دي په مراسمو کې یې برخه واخلي. ټاس خبري اژانس د «کابلوف» له قوله لیکلي، چې طالبان او امریکایان په دې سلا دي، چې د روسیې ...

نور ولوله »

هرات کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د مخامخ نښتې پر مهال دوه امريکايي عسکر وژل شوي دي. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، امريکايي عسکرو وړمه شپه د پښتون زرغون ولسوالۍ په مارو بازار سيمه کې د دوی د جنګياليو پر مرکز چاپه ...

نور ولوله »

د سولې د ټینګښت یوه عملي هڅه

نن ټکی اسيا سرليکنه د ان بي سي امريكايي تلويزون په حواله ولس مشر ټرمپ راتلونکې اوونۍ له افغانستانه د څلور زره امريکايي عسکرو د ايستلو پرېکړه اعلانوي. که چیري د دغو عسکرو ایستل د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتې پروسې برخه او یا په هغه پوري تړاو ولري ښايي دا په افغانستان کې د جګړې د خاتمې لپاره ...

نور ولوله »

غور: طالبانو لسګونه عسکر وژلي او دولتي چورلکو په همدې سیمه کې ولسي وګړي بمبار کړي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې طالبانو لسګونه دولتي عسکر وژلي او حکومتي چورلکو بیا په یاده سیمه کې په ولسي وګړو درنه بمباري کړې او مرګ ژوبله یې اړولې. له سیمې څخه په ورکړل شویو خبرونو کې راغلي، چې د دولتیار ولسوالۍ په سمک نومي سیمه کې تېره ورځ د ماځیګر ...

نور ولوله »

طالبان: امریکايي ولس دې خپل چارواکي د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته مجبور کړي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، امریکایي ولس دې خپل چارواکي د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو او د عسکرو په عاجل ورغوښتلو مجبور کاندي او نه دې پرېږدي، څو میلیاردران یې په حیثیت لوبې وکړي. د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «امریکایي ولس باید راپاڅي» تر عنوان لاندې په خپره شوې تبصره کې ...

نور ولوله »