د ټیګونو ارشیف : طالبان

عبدالله عبدالله: د جګړې د شدت کموالی د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې ګټور ګام دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): د ګډ حکومت اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د شدت د کموالي پرېکړه یوه غوره اقدام دی او د بین الافغاني خبرو د پیل په برخه کې ګټور واقع کېدای شي. عبدالله عبدالله په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو او امریکا له ...

نور ولوله »

ذبيح الله مجاهد طالبانو ته د اوو ورځو په اړه سپارښتنې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): په داسې حال کې چې نن د شپې له دولس بجو وروسته د طالبانو او امريکا ترمنځ د تاوتريخوالي د کمېدو وخت پيل کيږي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد په طالبانو غږ کړی چې خپلو ورسپارل شويو مسؤليتونو ته پام وکړي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبر ...

نور ولوله »

اوپن ديموکراسي خپرونه: د سولې تړون د طالبانو لپاره بريا او لويديځ لپاره ماتې ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): له لندنه خپرېدونکې انلاين اوپن ديموکراسي ويب پاڼې د افغانستان سولې په اړه په خپره کړې مقاله کې ويلي، د سولې تړون به د طالبانو لپاره بريا او لويديځ لپاره ناکامه وي. مقاله زياتوي، امريکا او متحدينو يې په تېرو اتلسو کالو کې د طالبانو پر ضد هر ډول فشارونه وکارول، خو دا ...

نور ولوله »

پاکستان په افغانستان کې د جګړې د شدت له کموالي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): وروسته له هغه، چې طالب او امریکايي لوري په افغانستان کې د جګړې د شدت په اووه ورځني کموالي توافق وکړ، پاکستان له دې ګام هرکلی کړی او یو ځل بیا یې د افغان سولې له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی. پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې ...

نور ولوله »

طالبانو او امريکا د توافقنامې د لاسلیک نېټه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، له طالبانو سره د تشدد د کموالي په برخه کې توافق ته رسېدلي او د دواړو لورو تر منځ به د سولې توافقنامه د روانې میاشتې په نهه ویشتمه نېټه لاسلیک شي. د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې ...

نور ولوله »

«نن شپه له دوولس بجې وروسته د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» وايي، نن شپه له دوولس بجې وروسته د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي. فیصل ازادي رادیو ته په خپلو خبرو کې ویلي « نن شپه له دوولس بجو وروسته د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي، چې افغان ځواکونو ورته بشپړ چمتووالی نیولی.» ازادي ...

نور ولوله »

 طالبان: د سولې تړون کې له کابل حکومت سره د مذاکراتو هېڅ يادونه نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، له امريکا سره د هوکړې مسوده چمتو شوې او په دې مسوده کې پر کېدونکي تړون د عمل لپاره د څار يو ميکانيزم هم جوړ شوی دی. ښاغلي شاهين له انډيپينډټ اردو ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ښايي ...

نور ولوله »

طالبان: د غني ټاکل په دې معنی دي، چې اشغالګر لا هم د افغان وژنې لړۍ ته هوډمن دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ حوت، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د ټاکنو مخکښ اعلان کړ، طالبانو ورباندې توند غبرګون ښودلی او د غني ټاکل کېدل یې د افغان وژنې لړۍ ته د بهرنیانو د هوډ ښکاره نښه بللې. د طالبانو له رسمي ادرس څخه د ورځې تبصره تر نامه ...

نور ولوله »

تېره میاشت نږدې اووه سوه دولتي کارکوونکي د طالبانو لیکو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، په تېره جنوري میاشت کې د حکومت له بېلابېلو ارګانونو نږدې اووه سوه تنه ددوی لیکو ته ورغلي. د طالبانو  ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « د (۲۰۲۰م)کال د جنوري په میاشت کي  داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ...

نور ولوله »

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې تړون ته نږدې يوو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، امريکايي ډيپلوماټان له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او د سولې تړون ته نږدې شوي دي. اسوشيټيډ پريس خبري اژانس د ټرمپ له قوله ليکلي: «زموږ استازي له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، په دې هيله يوو، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د ...

نور ولوله »