د ټیګونو ارشیف : طالبان

د حقاني د ځوی نیونه د سولې مذاکرات ټکني کوي!

لیکوال: ډاکټر کمال مرجان تېره پنجشنبه د میزان ۲۴ نېټه د ملي امنیت ادارې ویاند وویل چې د «حقاني شبکې» دوه مهم غړي يې په خوست ولایت کې نیولي دي. یو یې د انس حقاني په نوم معرفي کړ او بل د حافظ عبدالرشید په نوم. ویل کېږي چې انس حقاني د پخواني جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني کشری ...

نور ولوله »

د ګیزاب ولسوالي طالبانو محاصره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت ګیزاب ولسوالي د طالبانو له لوري محاصره شوې ده او له ولایت سره يې اړیکې شلېدلې دي. له ګیزاب ولسوالي نه امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د دې ولسوالي ډېرې برخې د طالبانو په لاس کې دي، چې د ولسوالي او ...

نور ولوله »

چارواکي: په یوه اوونۍ کې سلګونه بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې سلګونه  بریدونه شوي دي چې د اندېښنې وړ دي. د دې وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئیس عبدالغفار سید زاده وايي چې په تېره اوونۍ کې پر نږدې درې سوه امنیتي پېښو سربېره نږدې دوه سوه نور جرمونه ترسره ...

نور ولوله »

په څرخ کې په ټولو امنیتي پوستو بریدونه روان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت چارواکي وايي چې لسګونو طالبانو د د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ ودانۍ او ټولو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې لا هم روان دي. د څرخ ولسوال خلیل الله کمال وايي چې طالبانو په دې ولسوالي کې د ټولو مخابراتي شبکو فعالیتونه پرې کړې دي او وروسته يې نن سهار ...

نور ولوله »

ناټو او متحده ایالتونو سره د تړونونو متنونه ولسي جرګې ته وړاندې شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): له امریکا سره د امنیتي تړون او همدارنګه د سوفا تړون داوړو متونونه ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې شوي دي. په ولسي جرګه کې د نړیوالو اړیکو مسوولین وايي چې دوی به په بېلابېلو ناستو کې پرې بحث وکړي او وروسته به يې بیا عمومي ناستې ته د تصویب په مؤخه ...

نور ولوله »

غزني کې د جلا جلا پېښو په ترڅ کې پنځه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۲۶مه،۱۳۹۳ل): له غزني نه ورکول شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې  د اردو پنځه عسکر وژل شوي. د سرچینې به خبره لومړۍ پېښه په قره باغ ولسوالۍ کې را منځته شوې. پرون د جمعې په ورځ دوو عسکرو ،چې د قره باغ د اکبرخان کلا ...

نور ولوله »

ایا همدا د ملي امنیت لویه لاسته راوړنه بلل کېدای شي؟!

زلمی ننګیال پرون مې له رسنیو واورېدل، چې د هېواد د ملي امنیت ادارې خاصو ځواکونو د یو لړ ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې په خوست ولایت کې د حقاني شبکې دوه مهم قوماندانان ونېول. لومړی مې په ځیني غږیزو او تصویري رسنیو کې دا خبر واورېد، ډېر حیران وم، چې اخر دا څه فوق العاده وړتیا ده، چې  د ...

نور ولوله »

سوله؛ خنډونه او فرصتونه

دوکتورمحمدعثمان‌تره‌کی د حقــــــــــــوقو اســــــتاد بالاخره د بهرنیانو د لاسوهنو، سیاسی فشارونو، ګواښونو او د پردې ترشا د معاملو په پایله کې د تاکنو د توطئې سیاسي محصول د جوړجاړي په بڼه چې په سختۍ ورته د واکمنۍ «نوې فصل!» ویلي شو، د افغانستان کړکیچن سیاسي بازار ته وړاندې شو: حکومت د بن د غونډې د ګدونوالو یعنې د جنګي ډلو ...

نور ولوله »

د خوست چارواکي: دیارلسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د خوست ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو کې د عملیاتو په لړ کې د یوې چاودنې له امله اته تنه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ رسنیو ته ویلي دي چې د دوی عسکرو تېره شپه په ...

نور ولوله »

طالبان: نړیوال هم په فساد کې ښکېل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبان د هرې اوونۍ په وروستیو کې د روانو حالاتو اړوند د اوونیزې تبصرې پر نامه خپل لیدلوری خپروي، چې دا ځل يې  په فساد کې د نړیوالو ښکېلتیا ته پام کړی دی. د طالبانو دغه اوونیزه تبصره د ګډحکومت او امریکا تر منځ د هغو شلو باروړونکو الوتکو پر موضوع راڅرخي چې ...

نور ولوله »