د ټیګونو ارشیف : طالبان

زابل: طالبانو درې پوستې نیولې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کې له څو ورځې جګړې وروسته پرون د طالبان ویاند قاري محمد یوسف احمدي د دریو پوستو نیولو ادعا وکړه. د زابل امنیتي مسوولین په شاجوی کې جګړه مني خو د پوستو د نیولو اړوند څه نه وايي. طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په ...

نور ولوله »

روزګان: پولیسو خپل قومندان او ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت مسوولین وايي چې د دې ولایت په چارچینو ولسوالي کې څلورو پولیسو په نیمه شپه کې پر خپل قومندان او دوو نورو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اوړولې دي. د چارچینو ولسوال محمد اسماعیل وايي چې دغه پېښه پرون شپه د دې ولسوالي په سنګر سیمه کې رامنځ ته شوه، ...

نور ولوله »

طالبان: په فراه کې یواځې اربکیان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۳ل): پرون له رسنیو نه داسې خبرونه خپاره شول، چې د فراه ولایت په پشت کوه سیمه کې یوولس تنه عام وګړي د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي. د فراه د والي ویاند جواد افغان پرون رسنیو ته وویل چې دا ټول عام وګړي دي چې ایران ته د مزدورۍ په ...

نور ولوله »

زورورې چاودنې، لوګر کې د اربکیانو پوسته ویجاړه او درنه مرګ ژوبله واړوله

Arbakian2323

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): نن ماسپښين د لوګر ولایت د مرکز اړوند د کلنګار په قلعه نو سېمه کې د اربکیانو په یوې پوستې کې، چې په دوه پوړیزه ودانۍ کې یې موقعیت لاره، زوروره چاودنه شوې او درنه مرګ ژوبله یې را منځته کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسؤلیت مني او دا ...

نور ولوله »

طالبان: په سرپل کې د قومندان په ګډون لسګونه اربکیان راسره یوځای شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): ویل کېږي چې د سرپل ولایت په کوهستان ولسوالي کې  د اربکیانو قومندان له خپلو یو څلویښت ملګرو سره د طالبانو ملګری شوی. د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې قومندان حکیم له خپلو یو څلویښت ملګرو سره د کوهستان ولسوالي په قرغیتو سیمه کې له دوی سره یوځای شوی دی. ...

نور ولوله »

طالبانو د هرات په اوبۍ ولسوالۍ کې څلور پولیس برمته کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو د هرات ولایت په اوبۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د برید په پایله کې پنځه تنه پولیس ژوندي نېولي. د هرا ت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي په دې اړه وویل، چې دا نښته د اوبۍ ولسوالۍ د چشمې په سېمه ...

نور ولوله »

طالبان: د قومندان په ګډون پنځلس عسکر تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږی ۶مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې تېره ورځ طالبانو په غور ولایت کې ۳۰ عسکر او اربکیان ونیول، دوی یو ځل بیا ادعا کوي چې د جوزجان په دوو ولسوالیو کې ۱۵ پولیس او عسکر ورسره یوځای شوي او په زرمت کې يې د ۴۰ عسکرو قومندان له دوه نورو عسکرو سره نيولی دی. ...

نور ولوله »

ننګرهار: سپين غر کې طالبانو څوارلس اربکيان ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې سيمه کې د طالبانو او اربکيانو تر منځ نښتې شوي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ د دوی نظامي ملګرو د سپين غر ولسوالۍ عبدل خيلو سيمه کې د ...

نور ولوله »

طالبانو لخوا د ۳۰عسکرو نيول، د غور والي د طالبانو ادعا تایید کړه

ghor.province

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت والي وايي چې د پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو سره په نښته کې ۹ پولیس او اربکیان وژل شوي او ۳۰ نور يې ژوندي نېولي دي. د غور ولایت والي سید انور رحمتي وايي چې دغه تلفات د پسابند ولسوالۍ په سنګان سیمه رامنځته شوي دي. د غور والي زیاته ...

نور ولوله »

غور: طالبانو دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې دېرش تنه پولیس او اربکیان ژوندي نیولي او لس نور يې وژلي دي. د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې تېره ورځ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه شوې ده، چې په پایله کې يې طالبانو دېر تنه پولیس او اربکیان ژوندي ...

نور ولوله »