fbpx

د ټیګونو ارشیف : طالبان

د ناټو سرمنشي کابل ته په ناڅاپي سفر راغلى

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم ۱۳۹۷): د ناټو پوځي ائتلاف سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ناڅاپي ډول کابل ته په سفر راغلی دی. له ارګ څخه په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ناټو عمومي سرمنشي به نن ترغرمي وړاندي د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره وګوري، او بيا به دواړه يوې ګډې خبري ...

نور ولوله »

طالبان د مسکو ناسته «فرصت» بولې او خپل ګډون تاییدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر یوې جګپوړي سرچینې نن ټکی اسیا ته تایید کړه چې ددوی یو څلور – پنځه کسیزه پلاوی به د موسکو په غونډه کې ګډون وکړي. دغې سرچینې وویل: «د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د سیاسي دفتر د ...

نور ولوله »

ارګ د سولې د هڅو لپاره «مشورتي بورډ» جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا په موجودیت کې ارګ وايي د سولې د هڅو لپاره مشورتي بورډ جوړوي. د ډاکټر غني د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته ویلي، په همدې مناسبت تېره شپه ډاکټر غني له بېلابېلو کسانو سره ویډيويي کنفرانس درلود. هغه ويلي، د هېواد له ۳۴ ولایتونو نه ...

نور ولوله »

بلخ؛ دولت اباد کې اربکیانو پراخې سیمې طالبانو ته پرېيښې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د بلخ په دولت اباد کې د طالب سرتېرو او اربکي جګړه مارو تر منځ له نښتې وروسته پراخې سیمې طالبانو ته په لاس ورغلې. تېر مازیګر د دولت اباد ولسوالۍ اړوند له تالي ګک او ګرجګک سیمو نه اربکیانو پښې سپکې کړې او طالبان وايي چې لسګونه کلي يې تر واک لاندې ...

نور ولوله »

طالبان: نفوذي بریدونه ثابتوي؛ افغانان په پیسو نه اخیستل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): درې ورځې وړاندې پلازمېنه کابل کې د ځانګړو ځواکونو یو افغان عسکر پر امریکايي روزونکو ټوپک ور واړوه او د ناټو د تایید پر اساس یو تن يې وواژه او بل يې ټپي کړ. طالبانو په همدې مناسبت اوونیزه تبصره خپره کړې، چې د دوی رسمي دریځ څرګندوي او پر امريکايي ځواکونو يې ...

نور ولوله »

د فارياب والي: اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د فارياب والي وايي چې ددې ولايت اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او د ميمنې ښار د محاصرې کړۍ ورځ تر بلې راتنګيږي. د فارياب والي نقيب الله فايق وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د ولسي پاڅونوالو او نامسئولو وسله والو ډلو زياتوالی په دې ...

نور ولوله »

طالبان: د چورلکې د مړو په جسدونو پیسې نه دي اخيستل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د فراه د چورلکې په پيښه کې د وژل شويو کسانو د جسدونو د سپارلو په بدل کې طالبانو پیسې اخيستې دي، خو طالبانو دا ادعا رد او له حقيقته لرې بللې ده. تيره اوونۍ د فراه ولايت په انار درې ولسوالۍ کې د ...

نور ولوله »

روزګان؛ اشرف غني جګړه «قومي» بولي، عبدالله يې ردوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو او د حکیم شجاعي د جګړه مارو تر منځ نښتې شپږمې ورځې ته اوږدې شوې. تېره ورځ محمد اشرف غني په همدې اړه یو پلاوي ته حکم کړی چې سیمې ته لاړ شي او د «قومونو تر منځ شخړه» هواره کړي. هغه د شخړو ...

نور ولوله »

د سولې عالي شورا مسکو ناسته کې ګډون ته تیاره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): مسکو کې د افغان سولې اړوند هغه غونډه چې د طالبانو په ګډون به پکې د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي، د روانې میلادي میاشتې په نهمه به مسکو کې وشي. د سولې عالي شورا وايي دې ناسته کې يې د ګډون لپاره پلاوی تیار کړی دی. د دې شورا ...

نور ولوله »

غزني چارواکي: طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ نقلي مرکز هم سقوط کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): غزني کې ځايي چارواکي وايي طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ ښار ته څېرمه را لېږدېدلی مرکز هم سقوط کړ. د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي تېره شپه طالبانو دا مرکز له منځه یووړ. هغه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې له سلام ...

نور ولوله »