د ټیګونو ارشیف : طالبان

قطر: د طالبانو او امريکا د ناستې تازه جزيات

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه د قطر پلازمينې دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ پنځمه ناسته نن په درېيمه ورځ هم روانه ده او طالبانو د ځينو پرمختګونو خبر ورکړی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي چې پرون د قطر په ناسته کې د ...

نور ولوله »

طالبان: د هند او پاکستان پر ناندرۍ مو څه نه دي ويلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): رویټرز د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر حواله خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د پاکستان او هند روانې ناندرۍ به د سولې پر روان بهیر اغېزې وکړي. تر دې وړاندې یوه جعلي «اعلامیه؟» خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېدله، چې ورته څرګندونې پکې شوې وې، خو د لیک د سبک بدلون، ...

نور ولوله »

طالبان: نړۍوال بنسټونه دې د ملکي تلفاتو عاملين محاکمه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د بشري حقونو، فعالو سازمانونو او د بشرضد جنایتونو نړۍوالې محکمې ته په پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې د ملکي تلفاتو عاملين دې وپوښتل شي او تر قضايي څار لاندې دې ونیول شي. طالبانو په دې اوږده لیک کې چې د ګډو ځواکونو له لوري د تېرو څو میاشتو اوښتي تلفات يې ...

نور ولوله »

ضعیف: د قطر ناستې پایلې ته هیلې شته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د قطر ناستې ته هیلې ځکه شته چې با صلاحیته کسان پکې را ټول دي. هغه له بې بې سې سره خبرو کې د طالب مشر د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د نوي مشر ملا عبدالغني برادر موجودیت اغېزمن وباله ...

نور ولوله »

کابل رژیم نور خپل دیپلوماتک اعتماد بایللی دی

شاهد غزنیوال له ستونزې پرته قطر هیواد ته د طالب مذاکراتي ټیم رسیدل دا په ډاګه کوي چې پرطالب چارواکو د ملګرو ملتونو امنیت شوری سفري تحریمونه نور کوم اهمیت نه لري. ځکه په یاد ټیم کې پر ملا برادر سربیره نیږدي ټول هغه طالب لوړ پوړي چارواکي وو چې نومونه یې د همدې تحریمونو په لیست کې شامل دي. ...

نور ولوله »

د مذاکراتي پروسې په شنډولو کې د غني ناکامي – سرلیکنه

نن ټکی اسیا- سرلیکنه: په مسکو کې د طالبانو او د هیواد د ټولو سیاسي جریانونو د استازیو ترمنځ د بین الافغاني تفاهم وروستۍ مهمه غونډه د کابل رژیم له شتون پرته په کامیابي تر سره شوه. کابل رژیم له یادې غونډې څخه د ملاتړ پر ځای د هغې په اړه ناسمې څرګند ونې وکړې او همدا راز یې مسکو ...

نور ولوله »

هلمند؛ طالبانو ۱۲ عسکر په ضمانت خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي هلمند کې يې په بېلابېلو جګړو کې ۱۲ تنه نیول شوي عسکر په تضمین خوشي کړي دي. دا عسکر چې تر دوه کاله ډېر له طالبانو سره زندانیان پاتې شوي و، د هغوی د کورنۍ په دې تضمین چې بیا به د خپل ولس پر ضد وسله نه اخلي، له زندانه ...

نور ولوله »

دا ګز دا میدان!

شاهد (غزنیوال) په راتلونکو نامعلومو ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ مرستیال ښاغلي امرالله صالح په خپل ټیوټر پاڼې اعلان کړی چې د افغانستان پر نیمايي برخې د طالبانو د واکمنې خبره د هغو کړیو ادعاء ده چې د بهرنیو استخباراتو لخوا تمویلیږي. نوموړی اعلان کړی دی چې دی اماده دی هغو سیمو ته چې طالبان پري د واکمنۍ ادعاء لري په ...

نور ولوله »

د دوحې ناسته؛ طالبان وايي اجنډا پخوانۍ ده، خو حکومت د اوربند هیله لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶کب، ۱۳۹۷ل): نن په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د درې ورځنیو خبرو اترو پیل په داسې حال کې شوی، چې د قطر دفتر لپاره د طالبانو نوی مشر ملا برارد اخوند هم هغه هېواد ته رسېدلی دی. د سولې شورا وايي، هیله لري چې په دې خبرو اترو کې به د اوربند ...

نور ولوله »

عبدالله: له طالبانو سره د خبرو لپاره «مذاکراتي ټيم اصلاح» کولی شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس چې د ګڼو نورو موضوعاتو په څېر د سولې بهیر اړوند هم له اشرف غني سره یوه خوله نه ښکاري، هغه نن وویل، که طالبان له حکومت سره خبرې کوي، دوی حاضر دي چې «مذاکراتي ټيم» کې د هغوی په خوښه بدلون راولي. اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د ...

نور ولوله »