د ټیګونو ارشیف : طالبان

طالبانو هلمند کې د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په هلمند کې د ملي اردو ۲۱۵ ميوند قول اردو وايي، يوه د ملي اردو يوه اکمالاتي چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې د راکټي برید له امله نسکوره شوې ده. د ميوند قول اردو رسنيز دفتر وايي، ياده چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې د کيناستو پر مهال د طالبانو په راکټي برید کې ...

نور ولوله »

د سولې پر خلاف د اشرف غني او د هغه مرستيالانو منفي څرګندونې په څه معنا کېدای شي

محمود غلجی د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د هغه په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم دواړو مرستيالانو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو په پایله کې د ممکنه تړون پر خلاف څرګندونې پيل کړي او په ډول ډول پلمو د سولې د روانو هڅو مخالفت کوي. د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سويس په ...

نور ولوله »

مذاکراتي تعلُل او پر سوله ییز بهیر یې ناوړه اغیز

نن ټکی اسيا سرليکنه د رسنیو له لوري د ورکړل شویو خبرونو له مخې ویل کیږي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ سوله ییزې خبرې یوځل بیا په ټپه دریدلي. وروسته تر دې چې امریکايي جانب له طالبانو څخه له هغوی سره د سولې د هوکړې تر لاسلیکولو وړاندې د “اور کم”غوښتنه وکړه ، طالبانو تر ...

نور ولوله »

ټرمپ د جګړې تشدد په کمولو او غني په اوربند ټينګار کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون لپاره له هغوی غوښتي، چې د جګړې تشدد راکم کړي، خو د ګډ حکومت مشر ټينګار کوي، چې طالبان بايد بشپړ اوربند وکړي. د ټرمپ سربېره په کابل کې د امريکا پخواني سفير جان بس د خپل ماموريت په وروستيو کې طلوع ...

نور ولوله »

تامل پړانګان او طالبان

نصیب ځدراڼ پهتاریخ کې داسې وخت نه لیدل کیږي چې انسانانو تر منځ د مختلفو وجوهاتو له مخې جنګونو نه وي شوي. قومیت، اقتصاد، مذهب، وطن او نور ډیر عاملونه دي چې د مختلفو ډلو،قومونو، افرادو او دولتونو تر منځ د جنګ سبب جوړیږي. په تیرو څلورو، پینځو لسیزو کې اسیا لویې وچې هم د مختلفو جنګونو ننداره وکړه، چې ...

نور ولوله »

هلمند: طالبانو شپږ قرارګاوې او شل پوستې نيولي

Hilmand ss

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې يې له امنيتي ځواکونو څخه شپږ قرارګاوې او شل پوستې نيولي دي. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې تيره شپه يې د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ اړوند د تورو اوبو، تولۍ ثقيله، محمد زو، پړاويانو او خانانو سيمو کې يې د ...

نور ولوله »

د سولې که د جنګ ژبه!

وحيدالله مصلح نن د سولې او جنګ څېړنو انسټېټيوټ د سولې په برخه کې نظر سنجي خپره کړه، دې نظر سنجۍ ته طلوع نيوز مستقيم پوښښ ورکړ، دا اوږد مستقيم پوښښ په خپله د دې برنامې د تړاوونو په اړه شاخص دى. د نظر سنجۍ په پاى کې ګردى مېز و، د ګردي مېز لومړى ويناوال د دولت ساز ټيم ...

نور ولوله »

روسیه د طالبانو او امریکا تر منځ روانې خبرې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اړینې بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ له روانو مذاکراتو هرکلی کړی او دا خبرې یې د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو لپاره لاره خلاصوونکې بللې. اسپوتنیک نیوز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې «ماریا زاخاروا» له قوله لیکي « روسیه د طالبانو او ...

نور ولوله »

د اشرف غني مذبوحانه ترپکې

زخمي افغان تاسو به حیوانات لیدلي وي، کله چې ذبح شي او د مرګ چاړه یې د غاړې وروستي شارګونه ورغوڅ کړي. نو دغه مهال یو څو ترپکې لا وهي تر څو د ژوند نمایش وکړي او وښيي چې ساه لا پکې چلیږي. دغو د بې وسۍ ترپکو ته په ادبي اصطلاح کې مذبوحانه هلې ځلې وایي. یعني د یوه ...

نور ولوله »

چين افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ګومارلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، ليو جيان هم‌چون يې افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ګومارلی دی. ليو جيان تر دې وړاندې په افغانستان، چين، ماليزيا، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې د چين د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده. چين د افغانستان سولې په اړه فعال هېواد دی، ...

نور ولوله »