د ټیګونو ارشیف : عام المنفعه

د نیمروز په خاشرود کې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې کلینیک جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره روغتیايي کلینیک رغول کیږي. د دې کلینیک کار د طالبانو په همکاري د یوې خیره مؤسسې لخوا پیل شوی او د رغونې چارې یې تر ډیره حده بشپړې شوي دي. طالبانو په نیمروز ولایت کې د خپلو نظامي او ملکي خدماتو اړوند ...

نور ولوله »

طالب ویاند د ارګ ویاند تازه څرګندونې په کلکه رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د ارګ د هغې ادعا په وړاندې غبرګون ښودلی چې ویلي یې و چې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې ګڼ ملکي تاسیسات نړولي او له مینځه وړي دي. تېره ورځ د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ادعا کړې وه چې طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې زرګونه استوګنځي او دوکانونه، ...

نور ولوله »

عام المنفعه تاسيسات

بصيرالحق عادل يو ځای مې لوستي دي څوک چې پر خلکو ګران، هغه پر خدای ج ګران وي او هغه انسان خلکو ته ډېر ګران او نزدې وي چې ټولنې ته خير رسوي، ګټه رسوي، د خلکو، خاورې، ټولنې او خپل کلتور غم ورسره وي. زموږ په هېواد کې چې اوس جګړه روانه ده، هره سيمه، هر کور او هره ...

نور ولوله »

کندز کې د طالبانو والي د الچین پل په اړه تازه څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۵ل): په کندز کې د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخند وايي چې د الچین پل د بې پیلوټه الوتکو او چورلکو په بمبار کې ویجاړ شوی او د نړولو پړه یې ځکه په طالبانو اچول کیږي چې ولس له طالبانو متنفر کړي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د الچین پل په ...

نور ولوله »

کندز: دولتي ځواکونو د بریښنا کارمندان بمبار کړي (ویډیو)

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت د بریښنا تخنیکي کارکوونکي وايي چې دولتي ځواکونو پرې په داسې حال کې هوايي بریدونه کړي چې دوی د بریښنا مزو په جوړولو کار کاوه. د دې ولایت د بریښنا یو تن چارواکی «انجینر بابر شاه» وايي چې له خپل تخنیکي ټیم سره د الچین پل په سیمه کې د ...

نور ولوله »

د الچین پل په ویجاړېدو کندز ښار ته د طالبانو د ننوتو مخه ډب شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه په کندز ولایت کې د الچین پل ویجاړ شوی دی. نوموړي پل ۳۰۰ متره اوږدوالی درلود او شیرخان بندر، دشت ارچي، قلعه زال او امام صاحب ولسوالۍ يې له کندز ښار سره نښلولې. د الچین پل په نړیدلو سره د یادو ولسوالیو او ښار ترمینځ لارې قطع شوې او طالبانو ته ...

نور ولوله »

طالبان: د پلونو او ښوونځیو نړول زمونږ کار نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): طالبانو په هیواد کې د عام المنفعه تاسیساتو د ساتلو او خوندیتوب ډاډ ورکړی او هغه تورونه یې «د دښمن بدناموونکې هڅې» ګڼلي چې ګویا طالبان پلونه او ښوونځي نړوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د دوی هیڅ فرد اجازه نه لري چې پل، ښوونځي ...

نور ولوله »

طالبان: د ملي شتمنیو ساتنه زمونږ شرعي او ملي دنده ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): طالبانو په خپلې اونیزې تبصرې کې د ملي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو د ساتنې په اړه څرګندونې کړي او ویلي يې دي چې د ملي شتمنیو ساتنه، ژغورنه او رغونه یوه ستره دیني او ملي وجیبه ده. دا تبصره چې د طالبانو رسمي دریځ څرګندوي، د عام المنفعه تاسیساتو جوړول او ...

نور ولوله »