د ټیګونو ارشیف : عبدالله عبدالله

سوله؛ عبدالله هم وايي تر چوکۍ ورته تېرېدلی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله دعوه وکړه، چې که سوله د ده د چوکۍ پر قربانۍ راتللی شي، نو دی دې قربانۍ ته حاضر دی. هغه چې نن د وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې وویل، سوله هم غواړي خو په وینا يې «اسلامي جمهوریت او شته لاسته راوړنې» دې هم پر خپل ځای وي. ...

نور ولوله »

محمد محقق لا هم خپله دنده پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): نږدې شل ورځې وړاندې محمد اشرف غني حکم وکړ، چې محمد محقق نور د اجراییه ریاست د مرستیال په ډول له دنده پر مخ نه‌شي وړلی. ارګ د روانې میاشتې په څلورمه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و: «د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د ...

نور ولوله »

عبدالله د مسکو ناسته کې د سیاسيونو ګډون د هغوی «حق» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، په مسکو ناسته کې له طالب پلاوي سره د سیاسي څېرو ناسته د هغوی حق دی. هغه د وزیرانو شورا پرونۍ ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د یادې ناستې په اړه هم نظر څرګند کړ او ويې ویل دوی باید هلته خپل نظر وړاندې کړي. عبدالله ...

نور ولوله »

عبدالله د امریکایانو د وتنې ورځې ته د «تیاري» غږ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یوه ورځ امریکا وځي او موږ باید هغې ورځې ته تیاری ولرو. عبدالله عبدالله چې د حکومت نیم شریک دی د امریکایانو وتل د اړیکو د پرې کېدو په مانا نه بولي په وینا يې «د سولې، سیمې او د هېوادونو د سرچینو ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: امریکا دې افغانستان «یوازې» نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو تازه لړۍ څلورمې ورځې ته وغځېده، چې د ځينو سرچینو په حواله د بهرنیو پوځیانو پر وتلو هوکړې ته رسېدلي دي. اسلام اباد کې د بي بي سي پخوانی خبريال او د افغانستان د چارو کارپوه طاهر خان نن سهار بي بي سي ته ...

نور ولوله »

د مرغومي شپږمه؛ سپېدار ماڼۍ خوله چوله کړې؛ خو ګلخانې ماڼۍ لا هم غلې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): نن د مرغومي شپږمه ده، چې پر افغانستان د شوروي یرغل نهه دېرش کلونه پوره شول، چې وړاندې به دا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره غندل کېدله. تېر کال هم د دې ورځې د غندنې مراسم ساړه و، خو روان کال کې یوازې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال دا ورځ ...

نور ولوله »

ګډ حکومت په ټوله دوره کې خپله کابینه پوره نه کړای شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یوازې څلور میاشتې پاتې دي، خو پخپل ټول عمر کې يې ونه شو کولی خپله کابینه بشپړه کړي. د دې حکومت شریکانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ټاکنیزو منډو ترړو کې پر دې ټينګار کاوه، چې دوی به د ښې حکومتولۍ نمونه مثال وړاندې کړي. یوازې څلور میاشتې وروسته ...

نور ولوله »

د محابسو رییس: د ۸۰۰ مېرمنو په ګډون نږدې یو دېرش زره تنه زندانیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د محاسبو رییس وايي، په ټول هېواد کې د ۸۰۰ مېرمنو په ګډون ۳۰۹۳۵ تنه زنادنیان دي، چې ۲۸۷ تنه بهرني وګړي هم پکې شته. اجراییه رییس عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې د محاسبو له چارواکو سره په خبرو کې وویل چې د زندانیانو وضعیت يې څېړلی او غور به پرې ...

نور ولوله »

سویس ته عبدالله تر اشرف غني مخکې رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي محمد اشرف غني به نن سویس ته په جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره وخوځېږي. په ورته وخت کې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال وايي، چې عبدالله عبدالله تېر ماښام تر غني وړاندې سویس ته رسېدلی دی. ازادي راډو د فریدون خوځون په حواله وايي، چې په دې سفر کې د ...

نور ولوله »

ژینو کې به د حکومت دواړه شریکان برخه واخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې د ژینو کنفرانس کې به د حکومت دواړه شریکان ګډون وکړي او د ارګ په وینا پوره تیاری ورته نیول شوی دی. دغه کنفرانس چې د سویس په ژینو کې به دوه ورځې وروسته ترسره شي، په ۲۰۱۶ز کال کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د شویو ژمنو څېړنه کېږي. ...

نور ولوله »