د ټیګونو ارشیف : عبدالمالک همت

د غرمې د خوب (قيلولې) پر مهال مغزو، زړه او يادښت ته څه پېښږي؟

د عبدالمالک همت ژباړه څېړنو ثابته کړې ده چي کوم کسان چي په يوه اوونۍ کي درې ځله د غرمې له خوا بيدېږي، د زړه په ناروغيو د اخته کېدو احتمال يې په سل کي ٣٣% رالږيږي. او د غرمې د خوب اغېز د خوب د مودې په زياتوب اړه لري. د غرمې خوب د انسان د مغزو لپاره زياته ...

نور ولوله »

په روژه کي د ښه کار کولو لپاره قيلوله خوب اړين دی

له بهرنيو سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه ډېر خلک د ورځي له خوا د سهار له شپږو بجو څخه د غرمې تر دوولسو بجو پوري کارونو ته ځي، خو په روژه کي په کار کي زموږ طاقت او زور د عادي حالت په پرتله په ډېره چټکتيا سره راکميږي. ځکه نو په روژه کي په کار کي د سستۍ ...

نور ولوله »

د سولي د دښمنانو يوه بله شومه هڅه

استاذ عبدالمالک همت لکه چي پوهيږو سوله له هره حيثه خير ده. اسلام د سولي، سوکالۍ او مدنيت دين دى او د وګړو د دې او هغي دنيا سوکالي يې موخه ده او مسلمانان هم د نورو ديني مناسکو تر څنګ دې اصل ته په درنه سترګه ګوري. له همدې امله دى چي زموږ مسلمان ولس د سولي پلوي او ...

نور ولوله »

په لوړ همت کي افراط نسته

ژباړن عبدالمالک همت حقيقت دادی چي په لوړ همت کي افراط (تر حد او اندازې تېری) نسته . هر شی چي په دې کايناتو کي سته، افراط او تفريط ، غل او غش هرو مرو پکښي پيدا کيږي، خو لوړ همت افراط هيڅکله  نه پېژني. نو د لوړ همت د څښتن په هکله هيڅ نه سي ويل کېدای چي هغه ...

نور ولوله »

د موسى او فرعون کشمکش او مبارزې

عبدالمالک همت له فرعون سره د موسى عليه السلام د مبارزې خبري د يوه واکمن سره د يوه تن د مبارزې خبري نه دي او نه دا مبارزه او شخړي په يوه نبي او يوه ستر جبار واکمن پوري منحصري دي. بلکي دا داسي خبري او پيښي دي چي په هر مهال او ځاى کي تکراريږي او رامنځ ته کيږي. ...

نور ولوله »

د همت د ټيټوالي لاملونه

له عربي سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه د همتونو د ضعف، لوېدو او ټيټتيا ډېر لاملونه دي، خو موږ به يې دلته يو څو په لنډه توګه بيان کړو: ۱.  د دنيا سره مينه او له مړيني کرکه او بد وړل: د دنيا سره مينه د ټولو خطاوو او ګناهونو سر بلل سوې ده. دغه مينه لامل سوې ده ...

نور ولوله »

د لوړ همت اسباب (ښکلی مضمون)

د عبدالمالک همت ژباړه په دې کي شک نسته چي همت د لوی څښتن سبحانه یو نعمت دی چي له خپلو بنده ګانو څخه يې پر هغه چا لوروي چي خوښه يې سي. هر ګلی او جلی او د ټيټ همت مادي پال خاوند د دې نعمت درلودونکی کېدای نه سي. دا د لوی څښتن حکمت دی چي لکه څنګه ...

نور ولوله »

د افغانستان مسلمان ولس د ملي خاينانو سره پخلاينه نه غواړي!

عبدالمالک همت لارډ كرومر Evelyn Baring, 1st Earl of Cromer     (د ۱۸۴۱ د فرورۍ پر ۲۶ مه زېږېدلی – د ۱۹۱۷ د نومبر پر ۲۹مه مړ) چي د مصر واى سراى ( نايب السلطنه ) وو، په ١٩٠٨ع. كال يې د خپلي پاليسۍ د بيانولو په ترځ كي وويل : ” انګلستان د خپلو ټولو مستعمرو خپلواكۍ وركولو ته چمتو ...

نور ولوله »

د ښځو په هکله د حق او باطل جګړه

د رياض د جامع التقوى د خطيب او د امام محمد د پوهنتون د پخوانى استاد دكتور شيخ ناصر بن يحيى الحنيني خطبه د عبدالمالک همت ژباړه د خير او شر، حق او باطل او ايمان او کفر ترمنځ جګړه د لوى څښتن له سننو څخه يو ازلي سنت دى. دغه جګړه د حضرت آدم علیه السلام له پيدا کېدو ...

نور ولوله »

د ډوډۍ په هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم طبي پوهه

عبدالمالک همت وايي چي حضرت ام ایمن بي بي رضي الله عنها اوړه غلبېل کړل او له هغو څخه يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډوډۍ پخول. رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغې څخه پوښتنه وکړه چي دا څه شي دی؟ هغې ورته وويل چي دا يو ډول ډوډۍ ده چي زموږ په سیمه کي يې ...

نور ولوله »