د ټیګونو ارشیف : عبدالمالک همت

په طبابت کي د مسلمانانو وياړلی تاريخ او زموږ افغانانو اوسنی بد حالت

عبدالمالک همت روغتيا پالنه (طبابت) ډېر غوره او له فضيلته ډک مسلک دی او لوی څښتن جل جلاله ډېر سترتوب او ارزښت ورکړی دی. دغه غوره مسلک او د انسانانو د ژوندانه د سمبالښت، رغښت او سمښت شغل داسي علم دی چي هم به له پوهنتونونو او طبي زده کړو له لوړو مرکزونو ترلاسه کيږي او هم به د اوږدو ...

نور ولوله »

د حضرت ابوبکر شبلی رحمة الله علیه او يوه حاجي مرکه

عبدالمالک همت د حضرت ابوبکر شبلی رحمة الله علیه او یوه حاجي د اند پاروونکي مرکې څو د پام وړ ټکي: شبلي: تا حج ته تر تلو دمخه د حج پوخ نیت وکړ؟ حاجي: هو! ومي کړ. شبلي: نو تر دې وروسته دی د هغو ټولو ارادو د پرېښوولو او له ګناهونو څخه د ګوښه اوسېدلو نیت او ژمنه هم ...

نور ولوله »

مينه: عبدالمالک همت

عبدالمالک همت په سينه کي مي يو درد دی خو خوږ درد. په نشه کي مي يو خوند دي خو د تمي. په دې تمه کي خوښي او تصور دی او په دواړو کي مي هيله ده لتا خو دا ستاادا، حيا او نزاکت، ستا شوخي، ستا شوخ کاته، مرورتيا تا پر ما لا ګرانوي، لا ګرانوي د سينې درد ...

نور ولوله »

دا نو څرنګه اختر دی؟

عبدالمالک همت لویه خدایه! لویه خدایه، لویه خدایه! نن اختر دی په هر ځایه ټول وکړي خوشحالي کړي هوسونه لوی کوچني کړي خو موږ اوسو په غمو کي په خوارۍ او په جګړو کي بخت له موږه مرور دی دا نو څرنګه اختر دی؟ دا نو څرنګه اختر دی؟ چي نه مو واک نه مو اختیار سته نه مو قدر ...

نور ولوله »

د سرسايې (صدقة الفطر)احکام

 ليکوال : عبدالمالک همت د سرسايې یا صدقة الفطر د نوموني لامل: سرسايه پښتو لفظ دی چي معنا يې ده د انسان د سر خيرات او د صدقة الفطرمعناده د روژې د ماتولو يا د روژې تر بشپړېدو وروسته خيرات. څنګه چي دغه خيرات يا زکات د رمضان المبارک د مياشتي د روژو تر پوره کولو وروسته د خوښيو او ...

نور ولوله »

په روژه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم غزاوي

ليکوال: عبدالمالک همت مسلمانانو د روژې په مياشت کي ډېري جګړې اوغزاوي کړي دي او تاريخ ښوولې ده چي هره جګړه چي مسلمانانو په دې مياشت کي پرلار اچولې ده بری يې د لوی څښتن په فضل او مرحمت هرومورو په برخه سوی دی. موږ دلته يوازي د مسلمانانو د هغو غزاوو په اړه لنډي څرګندوني کوو چي د رسول ...

نور ولوله »

په روژه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم حال او کړني

د عبدالمالک همت ليکنه په هرڅه کي په تېره په روژه کي موږ ته د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم سنن، معمولات او کړني د ډېرو ښو لارښوونو حيثيت لري، لوی څښتن جل جلاله فرمايي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا﴾[الاحزاب:۳۳:۲۱] ژباړه: (ای مومنانو!) حقيقت دادی چي ...

نور ولوله »

د شیخ مقبل الوادعي رحمه الله څو زرين اقوال

ژباړن: عبدالمالک همت د رنو دوستامو لاندي څرګندوني د یمن د یوه ستر اسلامي عالم شیخ مقبل الوادعي رحمه الله دي: ـــ پوه سئ چي د اسلام دښمنان زموږ له ټانکونو، الوتکو او دافع هوا توپونو او ماشینګڼو څخه نه وېريږي. دوی دغه شیان تر موږ ډېر لري، (بلکي دغه شیان دوی موږ ته د مسلمانانو د وژلو لپاره راکړي ...

نور ولوله »

داسي وخت به راسي چي ټول خلک به روژه نيسي

د ډاکټر هلوک نور باقي ( ترکي) ليکنه د عبدالمالک همت  ژباړه  لوى څښتن فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183) أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ ...

نور ولوله »

د روژې ځيني هغه ماتوونکي چي نوي رامنځ ته سوي دي

له عربي سايټونو څخه د عبدالمالک همت راټلونه، لنډون او ژباړه لکه چي پوهيږو په اوسمهاله نړۍ کي د انسانانو د ژوندانه په هره برخه کي نوي پرمختګونه سوي او نوي شیان ورسره رامنځ ته سوي دي. په دې لړ کي ځيني هغه شيان هم دي چي روژه نيوونکي يې کله ناکله استعمالوي، خو په پخوانۍ فقه کي يې په ...

نور ولوله »