د ټیګونو ارشیف : عبدالمالک همت

د ټولو پيغمبرانو دين همدغه اسلام وو

”د حق او باطل جګړې“ له کتاب څخه د کتاب ليکوال: عبدالمالک همت لوي څښتن فرمايي : ﴿ إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴾ [ آل عمران ٣:۱۹] ژباړه: د لوى څښتن په وړاندي دين همدا اسلام ...

نور ولوله »

د خپل کور جنت جوړول ستا دنده ده

لیکوال: شیخ مظہر الحموی، لبنان ژباړن: عبدالمالک همت، کابل ☼    د مېرمني په توګه ته به خپل کور کی د خوشبویه ګل غوندي يې. نو کله چي ستا مېړه کور ته ننوزي ته د دې خپلي خوشبویۍ احساس ورته ورکړه. ☼    په خپله هره خبره او کړنه د خپل ژوند د ملګري د راحت او هوسايۍ اسباب برابر کړه. ☼   ...

نور ولوله »

لوى څښتن د اسلام دين پر ټولو دينونو باندي لوړوي

لیکوال: عبدالمالک همت لوى څښتن سبحانه د خپل نور (داسلام د سپېڅلي دین) د بشپړېدو ، هره خوا خپرېدو او پر ټولو باطلو د ينونو، فلسفو او ایزمونو باندي د لوړېدو او بریالي کېدو په هکله د خپلي ژمني پر ترسره کولو باندي ټينګار کوي ، د دې بشپړېدو څرنګوالى داسي څرګندوي اوفرمايي: ﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ ...

نور ولوله »

د فرعون له قوم څخه د يوه مېړني سړي شجاعت

عبدالمالک همت – د فرعون د قوم مشران او سپين ږيري هم زموږ د قوم د اوسمهال د ځينو مشرانو غوندي کور دماغه خلک وه. د حق د ليدلو وړتيا او د رشتيا ويلو مړانه يې نه درلوده. بلکي حق او باطل يې نه سواى سره بېلولاى او ښې چاري يې تر سترګو فساد ښکارېدې. ځکه نو هغو دى نور ...

نور ولوله »

د فرعون د بدن کيسه او د فرانسوي عالم (موريس بوكای) اسلام راوړل

لیکوال: عبدالمالک همت – کله چي په مصر کي د قبطي قوم ډېري متعصبي کورنۍ د قدرت واګي په لاس کي واخيستې پر بني اسرائيلو يې د هغو ظلمونو لړۍ پيل کړه چي قرآن کريم يې د حضرت موسى علیه السلام په کيسه کي يادونه کړې ده. د دغي کورنۍ دهري او د لوى څښتن جل جلاله او معنويت نه ...

نور ولوله »

امريکا او ملګري يې نړۍ درېيمي جګړې ته ورټېل وهي

عبدالمالک همت- لکه چي پوهيږو د فلسطين ربړه هماغسي ربړه پاته ده. په دې دغونو کلونو کي د اشغالګرو اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولي ډول ډول ډنډورې ووهل سوې، خو پايله يې د فلسطين د مسلمانو خلکو له تعذیب، وهلو، ټکولو، زنداني کولو ، مرګ ژوبلی او پر هغو د جنګ جګړو له تپلو پرته بل څه ونه ليده ...

نور ولوله »

د قهوې او چايو زهر جني جوشاندې

قهوه

عبدالمالک همت د قهوې تاريخ : قهوه يوه وړه ونه ده چي بيضوي تېز نوكي پاڼي لري او سپين خوشبويه ګلان كوي. د مېوې دانې يې د الوبالو د مېوې غوندي دي، د دغودانو ميده پوډر په ايشېدلو اوبو او شيدوكي ايشوي او څښي يې. وايي چي يوه پوونده چي” خالدي“ نو مېدى او د ځينو په قول د يمن ...

نور ولوله »

د نفتو په هكله د قرآن كريم او رسول صلی الله علیه وسلم وړاندويني

برکان

عبدالمالك همت- ځينو علماى كرامو ويلي دي چي كوم نفت او ګاز چي اوسمهال له مځكي څخه راباسي دا د آخري زمانې او قيامت له نښانو  څخه دي. په دې هكله په قرآن كريم او نبوي احاديثو كي څرګندوني سوي دي. لوى څښتن جل جلاله فرمايي : ﴿ وَالطُّورِ (1) وَكِتَابٍ مَسْطُورٍ (2) فِي رَقٍّ مَنْشُورٍ (3) وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ (4) ...

نور ولوله »

«آسان تفسير ، د توبې سوره» کتاب نوی له چاپه راووت

آسان تفسیر

دغه کتاب د «آسان تفسير» په نامه د قرآن عظيم الشان د ژباړي او تفسير کوم چي استاد عبدالمالک «همت» يې دا څو کاله په ليکلو بوخت دی او لا بشپړ سوی نه دی، هغه برخه ده چي د قرآن کريم د توبې د مبارکي سوري ژباړه او تفسير احتوا کوي. دغه کتاب چي پر اويا ګرامه سپین کاغذ او ...

نور ولوله »

د نفتو او ګازو لنډه تاريخچه

عبدالمالك «همت» لومړى ځيني عمومي معلومات : نفت : دغه ماده په پښتو او دري د نفت، په عربي د نِفْط په انګرېزي د Naphtha او Naptha او په فرانسوي د Naphte په بڼه ليكل كيږي. ځيني دغه لفظ يوناني او ځيني يې فرانسوي ګڼي. نفت يو ډول ژر اور اخيستونكې ماده ده چي د مځكي په ځينو برخو كي ...

نور ولوله »