fbpx

د ټیګونو ارشیف : عبدالمنان څارن

خوندونه، ماديت او عياشي د سيكولريزم ستر مظاهر دي

عبدالمنان څارن ځان پالنه، عياشي او د خوندونو او شهوتونو متابعت نه دا چي انسان د بوده ګانو په کتار کي دروي، بلکي د دې او هغي دنيا خسران يې هم ور په برخه کوي. نامتو عرب اديب جاحظ وايي: کله چي شهوت د انسان په وجود کي ځای ونيسي او انسان يې اېل او تابع سي، نو د انسانانو ...

نور ولوله »

بدو چارو ته د چا لخوا او څنګه بدلون ورکول کيږي؟

عبدالمنان څارن بدو چارو(منکراتو) ته د بدلون ورکولو په اړه د قرآن کريم لارښووني: په قرآن کريم کي بدو کارونو ته د تغير ورکولو په هکله آيتونه خورا ډېر دي، خو موږ يې دوه آيتونه دلته راوړو: ۱. لوی څښتن سبحانه د ابراهيم علیه السلام په کيسه کي د هغه له خوا د بتانو د ماتولو په هکله فرمايي: ﴿وَتَاللَّهِ ...

نور ولوله »

سيكولريزم د پانګوالۍ او ښكېلاك په چوپړ كي

عبدالمنان څارن لارډ كرومر چي د مصر واى سراى ( نايب السلطنه ) وو، په ١٩٠٨ع.كال يې د خپلي پاليسۍ د بيانولو په ترڅ كي وويل : ” انګلستان د خپلو ټولو مستعمرو خپلواكۍ وركولو ته چمتو دى، خو چي د پوهانو او سياست والو يو داسي توكم رامنځته سي چي انګرېزي ښوونو يې په مغزوكي ځاى نيولى وي، د ...

نور ولوله »

سيکولريزم په افغانستان کې

عبدالمنان څارن د سيكولريزم ( Secularism ) تعريف يې په انسايكلوپېډيا بريټانيكا كي داسي كړى دى: Indifference to or rejection or exclusion of religion and religious considerations. يعني : سيكولريزم د دين يا ديني تفكر څخه آزادۍ يا د دين د نه منلو يا د مذهب او مذهبي اندونو له قيده وتلو ته وايي. په نيو تهرډ ورلډ ډكشينري كي ...

نور ولوله »

د کاروان تر وژلو پوري څو يادونې

عبدالمنان څارن په مټي چې دادی پس له ډېره وخته طالبانو د ډېرو عسکرو او تر عسکرو را کښته ډېرو نورو تر وژلو وروسته يو لوی جنايتکار د خپلو ناوړو عملونو په سزا ورساوه. اصلي خبره د همدغسي او تر ده لا د غټو کسانو د له منځه وړلو ده. که غټ کسان له منځه ولاړ سي اربکيان او پيروان ...

نور ولوله »

د په اصطلاح دیني عالمانو د غونډې په اړه څو اړينې څرګندونې

عبدالمنان څارن وامو ورېدل چې پرون په کابل کې د دوی په اصطلاح د ديني عالمانو غونډه وسوه او په دې غونډه کې يې د هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره د امريکې د اشغال او د هغو د ګومارليو په وړاندي اسلامي جهاد او ملي مبارزه د مسلمانانو ترمنځ جګړه وبلل او د هغې د حراموالي فتوا يې ...

نور ولوله »

د اسلام پر ځمکه باندي د کفارو د تېري په اړه د اسلام حکم

عبدالمنان څارن په اندونيزيا کې به مو د سرکاري ملايانو اعلامیه لوستې وي، راشئ لږ دا هم ولولئ ! له بده مرغه په دې وروستيو کلونو کي مسلمانان د کفارو لخوا د داسي نوو بخولو سره مخامخ سوي دي چي پخوايې چا فکر هم نه کاوه. کفارو زموږ له توکم څخه زيات شمېر خلک لوېديځ پلوي، ليبرالان او سيکولران کړل ...

نور ولوله »

ياره دې سرکاري عالمانو بيا عجبه ځانونه ناګومانه اچولي ؟!

عبدالمنان څارن ماچې د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او انډونیزیا د علماوو د غونډې اعلامیه ولوستل. له دې اعلاميې څخه خو داسي څرګندېږي لکه پر افغانستان چې د کوم بهرني هيواد له خوا هيڅ تجاوز نه وي شوی او په دې هيواد کې د اشغالګرو پوځونو په وړاندې دا اوولس کلن جهاد او پراخ ولسي پاڅون هيڅ نه ...

نور ولوله »