د ټیګونو ارشیف : عبیدالله ساحل

حجاب مې حسن او ښکلا ده!

ليک: عبيدالله ساحل په اسلامي ټولنه کې د حجاب د څرنګوالي موضوع هم د منځلارو، توند لارو او سيکولارنو تر منځ د اباحت او حرمت په کشمکش کې ده. ځينې په دې باور دي، چې ښځه دې سر تر پایه ټوله وپوښل شي. ځينې وايې، چې د حج مراسمو او لمونځ ادا کولو کې، چې کوم حجاب مراعت کيږي هماغه ...

نور ولوله »

ملت پالنه که ځان وژنه؟!

عبيدالله ســاحل اصلاً اسلام کې د ملت پالنې او نشنليزم تيوري هېڅ ارزښت نلري، بلکې د « نېشن تيوري » د دې لپاره وپنځول شوه، چې د امت، اسلاميت، يهوديت او عيسويت سترو مفاهيمو کې درز راپيدا کړي او کوچني يې کړي. هلته چې يهوديت او عيسويت حاکم دی د نشنليزم د اور لمبې دومره ډيرې ژبانده نه دي، بلکې ...

نور ولوله »

زلميه! داسې ولې کوې؟!

ليک: عبیدالله ساحل ځينې لوستي ځوانان د روشنفکرۍ په تصور د جهالت او تورتم په کرښه ولاړ دي؛ ليکل او ويل يې دواړه جهالت له سرچشمې خړوبيږي، تمدن په دې ياغي څپو کې ترې ځانونه ورک شوي، د خپل کلتور او تمدن په ورميږ پښې ږدي، کله ناکله اسلامي شعايرو او مقدساتو په وړاندې هم د خپل ګونګ او ړوند ...

نور ولوله »

له واده وروسته کورنی ژوند!

ليک: عبيدالله ساحل فرد، کورنۍ، ټولنه او نظام يو بل پورې تړلي دي. ځنځيري بڼه لري، که فرد جوړ شي کورنۍ جوړيږي او له کورنۍ ټولنه او له ټولنې بيا بالاخره پر نظام مثبت اغيز پاشي. زموږ د ټولنې دود له نورو توپير لري، دلته کورنی جوړښت او کورنۍ اړيکې بل ډول دي، مور وپلار ځانګړی ځای لري، ورور و ...

نور ولوله »

سوله يېز او جګړه يېز ژورنالېزم!

ليک: عبيدالله ساحل سولې او جنګ ته ژورنالېزم بستر اواروي. په نړۍ کې روان بوږنونکي وضعيت تر شا ډېر نور لاسونه هم شته خو د ژورنالېزم ونډه پکې غوښنه او د حساب وړ ده. د نړۍ ځينې هيوادونه داسې دي، چې د رسنيو کنټرول او څار پکې ډير دقيق وي، خو زموږ په څير ځينې هيوادونه بيا داسي دي، چې ...

نور ولوله »

کليوال کوچنيان؛ نامالوم برخليک!

ليک: عبيدالله ساحل زموږ د ولس وبال به د هغوی په غاړه وي، چې په غړيدلو سترګو او لوی لاس د دې وريت او کړيدلي افغان ولس کوچنيانو کاروان ورک او نامالوم لوري ته راکاږي، راتلونکې سره يې لوبې کوي، تورتم او تيارو کې يې ساتي، نه يوازې دا چې د رڼې راتلونکې او زده کړې په اړه يې انديښمن ...

نور ولوله »

د افغان محصلينو د فراغت لمانځغونډه ولمانځل شوه

راپور: عبيدالله ساحل (د افغان محصلينو اتحاديې کلتوري چارو مسؤل) نړيوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد کې د افغان محصلينو د اتحاديې تر اشراف لاندې د 2016 کال فارغينو ته د هغوي د فراغت په تکل لمانځغونډه نيول شوې وه. یاده غونډه، چې 2016/5/29 نېټه د پنجشنې ورځ شاه فيصل مسجد علامه اقبال تالار کې نيول شوې وه، ګڼو داخلي ...

نور ولوله »

د سولې مذاکرات چا سبوتاژ کړل؟ اروپا که امريکا!!

ليکوال: عبيدالله ساحل اسلامي حزب د يوې جامع او داسې طرحې سره بين الافغاني مذاکراتو ته راوړاندې شو، چې ټولو افغانانو، ګډ حکومت او ان د اسلامي حزب پخوانيو مخالفينو يې دروند هر کلی وکړ، پيل کې د مذاکراتو پروسه په ډيرې چټکۍ سره مخ په وړاندې روانه وه، د ولس تمې او اميدونه هم پراخيدل د غوڅ اکثريت خلکو ...

نور ولوله »

د حزب اسلامي مذاکرات؛ تمې او ننګونې!!

ليک: عبيدالله ساحل د قربانۍ په زانګو کې زنګيدلی او د غرونو مسافر اسلامي حزب د نيمه پيړۍ اوږد او نه ستړي کيدونکي مزل ووروسته، بالاخره د افغان دولت سره د سولې او تفاهم لار غوره کړه، که څه هم د روان څوارلس کلن جنګ په دوام کې ياد حزب د بين الافغاني تفاهم طرحه افغان دولت ته پخوا وړاندې ...

نور ولوله »

تيو کراسي؛ د واکمنۍ سالمه بڼه !

ليک: عبيدالله ســــاحل په ټوله کې غرب، مستشرقين او په ځانګړي توګه د نړۍ يهود هڅه کوي، چې اسلامي نړۍ کې هغه اصطلاحات، چې اسلام/ مذهب ته ډير نږدې او د مسلمانانو د برياليتوب راز پکې نغښتی وي، تحريف کړي او يا يې له منځه يوسي. کله داسې هم کيږي چې ثقه او منلي اصطلاحات په ډير مهارت سره تعديل ...

نور ولوله »