د ټیګونو ارشیف : عراق

ټرمپ: خپل عسکر يوازې په دې شرط باسو، چې عراق زموږ ټول لګښتونه بېرته راکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا ويلي، يوازې په دې شرط له عراقه خپل عسکر راباسي، چې د عراق حکومت امريکا ته ټول لګښتونه بېرته ورکړي. امريکايي ولسمشر وايي، په عراق کې يې ملياردونه ډالر لګولي او تر څو، چې د دوی ټول لګښتونه بېرته نه وي ورکول شوي، تر هغو ...

نور ولوله »

امريکا: له عراقه خپل پوځيان نه باسو او نه هم په دې اړه بحث ته تيار يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، واشنګڼ له عراقه د خپلو پوځيانو د ايستلو هوډ نه لري او نه هم په دې اړه له عراق سره خبرو تيار ته دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګان اوتاګاس رسنيو ته ويلي، عراق په دې وخت کې مکلف دی، چې موږ سره ...

نور ولوله »

امريکا پر لوړپوړو ایراني چارواکو او شرکتونو نوي بنديزونه ولګول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): تېره اونۍ د ایران له لوري د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو د توغنديزو بریدونو په ځواب کې امريکا پر اتو لوړپوړو ايراني چارواکو او شرکتونو نوي بنديزونه ولګول. د امريکا د ماليې وزير سټيو منوشن تېره شپه په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل، په نوو بندیزونو کې د ...

نور ولوله »

د امريکا ولسي جرګې د ټرمپ د جګړې واک کمولو قراداد منظور کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسي جرګې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جګړې واک کمولو قراداد منظور کړ. د ولسي جرګې وکيلانو د امريکا او ایران ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي پر مهال يو قراداد د بحث لپاره وړاندې کړ او د جرګې غړو د رايو په اکثريت د جګړې په اړه د ټرمپ واک د ...

نور ولوله »

لويديځې رسنۍ: ایران په تېروتنه اوکرايني مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د لويديځو هېوادونو چارواکو او استخباراتي ادارو ويلي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران پلازمېنې تهران ته څېرمه د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه د ایران هوايي ځواک په تېروتنه په نسکوره کړې ده. امريکايي او برتانوي رسنيو هم ويلي، دوی داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، چې ایران د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه ...

نور ولوله »

ټرمپ: د ایران برید مرګ ژوبله نه لري او موږ ورته له مخکې احتیاطي تدابیر نيولي وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، په سيمه کې به د ایران ترهګري ونه زغمي او زياته کړې يې ده، چې د ایران له لوري په عراق کې پر امريکايي اډو ترسره شوي برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. ټرمپ ويلي، دوی له وخت مخکې احتیاطي تدابیر نيولي وو او له ...

نور ولوله »

انډيپنډينټ ورځپاڼه: ایران پر امريکايي اډو توغنديز بریدونه د واشنګټن په مشوره کړي او مرګ ژوبله نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د برتانيې انډيپينډينټ ورځپاڼې د عراق د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، ایران تېره شپه د عراق په جنوب کې د امريکا پر دوو پوځي اډو تر شوي بریدونه د واشنګټن په مشوره کړي، ځکه خو مرګ ژوبله هم نه لري. ورځپاڼې د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، ایران او امريکا د يوه عربي ...

نور ولوله »

خامنه اي: ایران امريکا ته درنه څپېړه ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي ويلي، امريکا سيمې ته جګړې او فساد راوړی او امريکايان بايد له دې ځايه وشړل شي. د ایران پر دولتي تلويزون د مذهبي مشر په خپره شوې وينا کې راغلي، چې د سیمې ولسونه او منتخب حکومتونه د امريکا حضور نه مني او ټينګار يې کړی، چې ...

نور ولوله »

ايران وايي، په عراق کې يې ۸۰ امريکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ايران دولتي تلويزون ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د ایران له لوري د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو د باليستيکي ميزايلو په بريدونو کې اتيا امريکايي عسکر وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان دي. ایراني تلويزون دا معلومات د سپاه پاسداران د باوري سرچينو په حواله خپاره ...

نور ولوله »

د قاسم سليماني غچ؛ ایران په عراق کې پر امريکايي اډو توغنديز بریدونه کړي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران سپاه پاسدران ځواکونو ويلي، د عراق په جنوب کې يې پر دوو امريکايي اډو د باليستيکي توغنديو بریدونه کړي دي. د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» هم منلې، چې ایران په الانبار ولايت په «عين الاسد» او «اربيل» امريکايي اډو له دولسو زيات توغنديز بریدونه کړي، خو تر اوسه د دې بریدونو له ...

نور ولوله »