د ټیګونو ارشیف : عربي نړۍ

سروې: ځینو عربي هیوادونو کې د بي دینۍ کچه لوړه شوې.

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د بارومتر العربي په نوم د یوې تحقیقاتي مؤسسې لخوا د ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې په تیرو شپږو کلونو کې په ځینو عربي هیوادونو کې د بي دینۍ( الحاد) کچه لوړه شوې ده. یادې مؤسسې ویلي چې په دې څیړنه کې یې د ۱۱ عربي هیوادونو تر  ۲۵ زره زیات خلک پوښتلي ...

نور ولوله »

له عربي نړۍ څخه د مسلمانانو هیله او نا امیدي

عزام حقاني  عربي نړۍ د ځانګړتیاوو ، موقیعت او د خپل سیاسي اهمیت په اساس د اسلامي بلنې د مسؤلیتونو د منلو حقداره ده ، هغوي دا کولی شي چې د اسلامي نړۍ د مشرتابه بیړۍ روانه کړي او د مکمل تیاري وروسته له اروپا سره سترګې ولګوي او د خپل ایماني بلنې په طاقت او د خدای جل جلاله ...

نور ولوله »

د منځني ختيځ نوی ديپلوماتيک بحران او پر سيمه يې اغېزې

مقدمه د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز منځنی ختيځ د تاريخ په اوږدو کې د بحرانونو ټاټوبی پاتې شوی. له تېرو څو کلونو راهيسې، کله چې په دې سيمه کې د عربي پسرلي تر نوم لاندې د مستبدو حکومتونو پرضد د پاڅونونو څپې راپورته شوې، دغلته يو انساني ناورين پيل شوی چې تر ټولو زيات پکې سوريه وځپل شوه. ...

نور ولوله »

له قطرسره دعربي هيوادونو جفا

سمیع تنوير کله چي دامريکاولسمشر ټرمپ دخپلوبهرنيوسفرونوپه ترڅ کي لومړي سعودي عربستان ته سفر وکړ له هغه وخته راهيسي سعودي خپل بهرني سياست دامريکا په خوښه چلوي چي ښه مثال يي له قطرسره داړيکو ترنګلتيا ويلي شو. دسعودي په سفرکي چي ټرمپ داسلامي هيوادونومشرانوته وينا کوله دخپلي ويناپه لړکي يي ځيني اسلامي ډلي په تروريستي فعاليتونوتورني کړي چي دهغوپه منځ ...

نور ولوله »

اسرائیلی ویاند د روژې په مناسبت عربو ته نصیحت وکړ/ انځور

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو پاڼو کې په عربي غږیدونکي د اسرائیل ویاند «افیخای ادرعي» پر عربو غږ کړی چې « اقلا په روژه کې له خدایه وبیریږئ». نوموړی په داسي وخت کې دغه خبره کوي چې د عربي نړۍ اکثره ولسونه او حکومتونه یو له بل سره ښکر په ښکر دی او د فلسطین ...

نور ولوله »

روسیه په نژدې راتلونکي کې ایران ته د «ایس ۳۰۰» توغندیو سیستمونه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): روسي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت په حواله نن دوشنبه راپورونه خپاره کړي چې مسکو به ډیر ژر ایران ته د ایس ۳۰۰ د ځمکي څخه هوا ته د توغیدونکو توغندیو سیستمونه ورکړي. رسنیو همدارنګه ویلي چې ایران د «ایس ۴۰۰» توغندیو سیستمونو رانیولو ته چې ډیر پرمختللي دي لیوالتیا ښودلي مګر ...

نور ولوله »

سعودي عربستان د ايران مقابل کې د اتوم جوړولو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير عادل الجبير وايي، که ايران اتومي وسلې جوړې کړي، نو دوی هم حق لري، چې د خپل هېواد د خوندي کېدو په موخه اتومي وسلې جوړې کړي. عادل الجبير رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د امريکا له لوري پر ايران د بنديزونو لرې کول به ډېرې ...

نور ولوله »

د منځني ختیځ وروستي بدلونونه؛ پر یمن د سعودي-ایران «توده» جګړه، طالبان ولې چوپه خوله دي؟

نظرمحمد مطمئن لیـکوال او شـناند د یمن پر حوثي ملیشو د سعودي عربستان او د سعودي عربستان تر رهبري لاندي د نږدې څلورو عربي هیوادونو بمبارد او د سعودي له دې تګلارې څخه د نږدې لسو هېوادونو ملاتړ، د نړیوالو بېلابېل غبرګونونه را څرګند کړل، ځینو هیوادونو يې په ښکاره له حملې څخه ملاتړ او ننګه وکړه، ځینو هیوادونو بیا ...

نور ولوله »

امريکا ايران ته د روسي ميزايلو په ورکړه نيوکه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): روس پرېکړه کړې، چې پر ايران د نوو ميزايلو د اخيستو بنديز لرې کړي، مګر امريکا د روس پر دې پرېکړه نېوکه کړې ده. د ايران د اتومي انرژۍ پروګرام په اړه ۲۰۱۰ز کال کې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له امله روس پر ايران د «ايس ۳۰۰»توغنديو له پلورلو منعه شوی و. ...

نور ولوله »

ترکي الفيصل: که ايران سره اتومي تړون کيږي، سعودي عربستان هم ورته غوښتنې لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل):که امريکا او نړيواله ټولنه ايران سره د اتومي انرژۍ تړون لاسليکوي، نو سعودي عربستان او د سيمې نور هېوادونه هم ورته غوښتنې لري. د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده فيصل الترکي وايي، دی له پخوا پر همدې خبره ټينګار کوي، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه چې کومه پرېکړه ...

نور ولوله »