د ټیګونو ارشیف : عسکر

محاصره عسکر: حکومتي چورلکو خوراکي توکي پر سقوط شویو پوستو غورځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دایکندې اړوند بلل کېږي، محاصره عسکر تسلیمۍ ته نږدې دي. سلام وطندار د محاصره عسکرو له خولې وايي، چې دوی له لوږي مرګ ته نږدې دي، خو حکومتي چورلکو له وارخطايۍ نه پر سقوط شویو پوستو غذايي مواد غورځولي او طالبانو ...

نور ولوله »

بغلان چارواکي: طالبانو ۳۰ د اردو عسکر او اته اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي د مرکزي بغلان په علا‌ءالدین سیمه کې د ملي اردو ۳۰ تنه او له اربکیانو اته تنه وژل شوي دي. شمشاد د ځايي سرچینې په حواله وايي چې طالبانو په دې سیمه کې بشپړ واک تر لاسه کړی او د حکومتي چارواکو د کورونو پلټنه يې روانه کړې ده. سرچینې ...

نور ولوله »

امنیتي کارپوهان: امنيتي ځواکونه د جګړې لپاره عقیده او روحیه نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): په غزني، روزګان، فاریاب او پکتیا کې د امنیتي ځواکونو ډلې ډلې تسلیمي او جګړه‌ییزې بې وسۍ ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي. د امنیتي کارپوهانو په وینا د جګړې لپاره له معاش پرته یوې کلکې عقیدې او روحيې ته اړتیا ده، چې امنیتي ځواکونه يې نه لري. د شمشاد تاوده بحثونه خپرونه ...

نور ولوله »

روزګان: لسګونه محاصره عسکر وايي، طالبانو ته به وسلې پر ځمکه کېږدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه چې د پولیسو په ګډون ډېری يې د اردو عسکر دي، طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي. شمشاد د دې محاصره عسکرو له خولې وايي، چې که يې مرسته ونه شي، حاضر دي چې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي او ځان له وژلو ...

نور ولوله »

غزني: طالبان وايي ۱۱۷ عسکرو له جګړې لاس واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په غزني کې د دوی د بلنیز کمیسیون د عفوې له اعلان وروسته ۱۱۷ تنه د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي. ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی ورته هرکلی ویلی او د خوندیتوب ډاډ يې ورکړی ...

نور ولوله »

مرکزي بغلان: د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۱۶ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): د بغلان امنیتي سرچينې وايي د دې ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو په ډله‌ییزبرید کې ۱۶ عسکر وژل شوي دي. پژواک خبري اژانس د یادې سرچینې په حواله وايي چې جګړه د دې ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې شوې ده، چې پکې د ملي اردو نهه او د پولیسو ...

نور ولوله »

طالبان: یوه میاشت کې سلګونو عسکرو وسلې پر ځمکه ایښې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د طالب ځواکونو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون وايي په تېره میلادي میاشت کې يې سلګونه حکومتي وسله‌وال دې ته قانع کړي چې تر جګړې تېر او ټوپکې پر ځمکه کېږدي. د دې کمیسیون په میاشتنې راپور کې راغلي چې ټولټا ۶۵۸تنه چې د ملي اردو، پولیسو، عامه نظم، ملي امنیت او ...

نور ولوله »

محاصره عسکر: وژل شويو ملګرو مو بوی کړی؛ څوک يې نه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه محاصره عسکر وايي، له څو میاشتو راهیسې يې مړي او ټپيان په مرکزونو کې ورته پراته دي او د سخت بوی له لاسه پېلوټ هم د مړو لېږد ته زړه نه ښه کوي. د دې عسکرو له ډلې یو تن ازادي راډيو ته ...

نور ولوله »

غزني کې د طالبانو بریدونو امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي طالبانو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په قیاق سیمه کې پر پوستو بریدونه کړي او شپږ پوستې يې د اور خوراک کړې دي. د غزني د ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري وايي، طالبانو تېره نیمه شپه په دې سیمه کې پر پوستو بریدونه وکړل. د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی ...

نور ولوله »

فاریاب کې نږدې۳۰ عسکر د طالبانو تر محاصرې لاندې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ځایي چارواکي وايي چې د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د عامه نظم ۲۷ عسکر د طالبانو د ټوپکو تر شپېلیو لاندې دي. اریانا نیوز د ځايي سرچینو په حواله وايي، دغه عسکر د دولت اباد او شیرین تګاب تر منځ د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند ساحه کې د ...

نور ولوله »