fbpx

د ټیګونو ارشیف : عسکر

لوګر: د طالبانو د فشارونو له امله امنيتي عسکرو پوستې پريښي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت د مرکز او دوه ولسواليو څو مهمې پوستې وروسته له هغه امنيتي ځواکونو پريښي دي چې کله په دغه سيمه کې د طالبانو بريدونه او ګواښونه زيات شول. د لوګر ولايت چارواکي وايي چې دوی دغه پوستې د تکتيکي شاتګ او د ممکنه مرګ ژوبلې د پيښېدو له امله پريښي دي ...

نور ولوله »

کندوز: چهاردره کې د دوو امریکایانو په وژل کېدو، ګډ ځواکونه شاتګ ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کندوز په چهاردره کې د عملیاتو په نوم د ګډو ځواکونو بریدونه درېدلي او شاتګ ته اړ شوي دي. دا ځواکونه چې پر ضد يې څو ورځې وړاندې په کندوز کې لاریون هم وشو، تېره شپه له سیمې پښو سپکولو ته اړ شول. لاریونوالو دغه عملیات د ولس پر ضد بلل او له ...

نور ولوله »

امریکا څلور سوه عسکر افغانستان ته رالیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): امريکايي رسنيو خبر ورکړی دی چې د ټرمپ حکومت په راتلونکې ژمي کې افغانستان ته ۴۰۰ عسکر راليږي. راپورونه وايي چې افغانستان ته به د ويسکانسين ګارد په نامه د امريکا څلور سوه عسکر افغانستان ته وليږل شي. ويسکانسين چې د امريکا يو ايالت هم دی، تر دې وړاندې په ۲۰۰۵، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: کمزوري مديريت او فساد د سرتيرو تلفات ډير کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې له دوو ورځو راهيسې وروسته له هغه د امنيت په اړه بحثونو زور اخيستی دی چې د يکشنبې په ورځ د ملي دفاع وزير په استجوابيه غونډه کې د امنيتي ځواکونو د بې سارې تلفاتو په اړه خبرداری ورکړ. د ولسي جرګې غونډې ته د ملي دفاع ...

نور ولوله »

زابل: يو زنداني طالب ۸ پوليس وژلي او ۴ ټپيان کړي دي

Zindanyan-puli-charkhi

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): په زابل ولايت کې يو زنداني طالب له يو پوليس څخه ټوپک اخيستی او ۸ تنه پوليس يې وژلي دي. د زابل ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې تيره ورځ يو طالب د زندان په داخل کې له يو پوليس څخه ټوپک اخيستی دی او په نورو پوليسو ...

نور ولوله »

نیوزویک: امریکا په نومبر کې له افغانستانه د وتلو مهالوېش ټاکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وږي، ۱۳۹۷ل): پر افغانستان د امریکا د یرغل اوولس کلونه پوره کېږي، چې دقیقه ورځ به يې د اکتوبر پر اوومه پوره شي، خو نیوزویک مجلې تازه په همدې اړه مطلب خپور کړی. د مطلب لیکوال لیکلي، د امریکا د کانګریس له ټاکنو وروسته چې راتلونکې نومبر میاشت کېږي، له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو لپاره ...

نور ولوله »

بلخ: طالبان وايي شورتپه کې يې ۱۲ عسکر ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ په شورتپه کې تېره ورځ د طالب سرتېرو او عسکرو تر منځ جګړه شوې ده. طالبان وايي د دې ولسوالۍ په دالي سیمه کې يې یوه پوسته نیولې او ۱۲ عسکر يې ژوندي ګوتو ته ورغلي. دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې ژوندیو نیول شویو عسکرو مرستې ته را ...

نور ولوله »

پنټاګون پر افغان عسکرو کنټرول ډېروي، چې «سخت دریځي» پکې وپېژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، په افغان عسکرو به کنټرول نور هم ډېر کړي، چې په لیکو کې يې «سخت دریځي» وپېژني. هغه پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، افغان عسکر د دوی روزل شوي دي خو دا باید پکې معلومه کړي چې څوک يې پرخپلو روزونکو د شپېلۍ ور اړولو زړه ...

نور ولوله »

کورنیو چارو وزارت: د وژل شویو عسکرو له کورنیو سره توپيري چلند کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت مني چې د وژل شویو افغان عسکرو له کورنیو سره توپيري چلند کېږي. طلوع نیوز د دې سرچينې په حواله وايي چې له دې کورنیو سره یو ډول مرسته نه ده شوې او لازمه همکاري يې نه ده شوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش سرچینې ته ویلي، یوازې ...

نور ولوله »

غزني ـ لاریون کوونکي: حکومت مو شنه باغونه او کورونه له خاورو سره برابر کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): غزني ښارته څېرمه د «ده خدایداد» په نوم د کلي اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون کړی او د حق غوښتنې شعارونه ورکوي. د دې کلي قومي مخور وايي، پولیسو يې د عملیاتو په پلمه باغونه او کورونه نړولي دروند مالي زیان يې ور اړولی دی. ازادي راډيو د محمد صدیق په نوم د ...

نور ولوله »