د ټیګونو ارشیف : عسکر

برتانیا ۴۴۰ نور عسکر افغانستان ته رالېږي

british troops

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د برتانیا لومړۍ وزیره وايي نیت لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي او ۴۴۰ تازه دمي عسکر دې هېواد ته د ناټو تر چتر لاندې ولېږي. تریزا مي، پرون د ناټو تر غونډې وړاندې وویل، چې دوی تیار دي چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي. د ...

نور ولوله »

د ناټو ناسته کې پر افغان«سوله» او د عسکرو پر ډېرولو خبرې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ناټو وايي د دې سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه ناسته کې به د افغان سولې اړوند هم خبرې وشي او هم به د عسکرو د ډېرولو اړوند بحث وشي. د ڼاتو د سرمنشي سیاسي مرستیال جیمز اپاتورای واييي، دوی به له افغان چارواکو سره پر سوله خبرې وکړي او له نورو غړو ...

نور ولوله »

طالبان: تېره میاشت نږدې ۷۰۰ حکومتي جنګیالیو وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د دوی د بلنیز کمیسیون په هڅو يې په تېره میاشت کې نږدې ۷۰۰ تنه حکومتي جنګیالي وسلو اېښودو ته قانع کړي دي. د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون پخپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د تېرې میلادي میاشتې په اوږدو کې ۶۹۱ تنه هغه کسان دندو پرېښودو او ...

نور ولوله »

فراه: د قومندانانو په ګډون لسګونو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د قومندانانو په ګډون ګڼو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي. د پرچمن ولسوالۍ په فاسک سیمه کې فعال قومندان ملک له خپلو ۶۰ وسله والو سره له جګړې لاس اخیستی او د تېرې دوشنبې په ماښام طالبانو ته تسلیم شوی دی. ...

نور ولوله »

هلمند: طالبانو ۱۳ زنداني عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبانو په هلمند کې د ورسره زنداني عسکرو له ډلې ۱۳ تنه خوشي کړي دي. طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دغه زندانیان يې د اختر د رارسېدو په مناسبت خوشي کړي دي. هغه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د خوشي کړل شویو زندانیانو لنډ شهرت هم لېږلی دی. د خبرپاڼې له ...

نور ولوله »

طالبان: اختر کې افغان عسکر د دوی تر لاس لاندې ساحو ته هم ډاډه تللی شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په اړه لیکلې اعلامیه خپره کړه، ویاند يې وايي د دوی پر وړاندې د ټوپک شپېلۍ نیوونکي هم د اختر ورځو کې د دوی تر لاس لاندې ساحو ته تللی شي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له سپوږمۍ راډیو سره په ...

نور ولوله »

روزګان: پولیس د بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي وايي د نوي کابل بانک یوه ساتونکي چې د عامه ساتنې د پولیسو غړی و، د دې بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. د روزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي، بریدګر افسر جمشید نومېږي او تېره ورځ غرمه مهال يې له لفظي شخړې وروسته ...

نور ولوله »

طالبان افغان عسکرو ته: که د امریکایانو له ملاتړ لاس واخلئ زموږ وروڼه یاست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): سره له دې چې د طالبانو پوځي عملیات د میاشتې په دننه کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو د سر ټکي شول، خو دوی یو ځل بیا پر افغان عسکرو غږ کړی چې د بهرنیانو له ملاتړه دې لاس واخلي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د روزګان په چوري ولسوالۍ کې ...

نور ولوله »

بادغیس: د ۱۵قومندانانو په ګډون سلګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ۱۵ قومندانانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ تنه وسله وال چې پکې ملي اردو، ملي پولیس او اربکیان شامل دي طالبانو ته تسلیم شوي دي. طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان له خپلو وسلو او مهماتو سره د قادس په خردک شرقي سیمه کې د ...

نور ولوله »

بغلان: د تاله برفک سقوط کې د امنیه قومندان په ګډون تر ۱۰۰ ډېر عسکر ورک دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو تېره ورځ د بغلان د تاله برفک ولسوالۍ د نیولو وویل، دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې د ګڼو امنیتي ځواکونو د وژلو او نیولو خبر هم ورکړ. د دې ولایت ولایتي شورا وايي، د ولسوالۍ له سقوط سره د امنیه قومندان په ګډون تر ۱۰۰ ډېر عسکر ژوندي ورک دي. د دې ...

نور ولوله »