د ټیګونو ارشیف : عطامحمد نور

اجمل فائز د بلخ امنیه قومندان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): اجمل فایز د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون مشر جنرال نعمت الله ابراهیمي وايي، اشرف غني به ډېر ژر د هغه د مقررۍ فرمان صادر کړي. شاوخوا یوه میاشت وړاندې کورنیو چارو وزارت عبدالرقیب مبارز له پنځه ساعته جګړې وروسته د ...

نور ولوله »

بلخ ته پوځي او امنیتي چارواکي رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): شاوخوا لس ورځې وړاندې بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفۍ پر سر خبره تر جګړې ورسېده او درې ساعته کې نوی قومندانۍ تر چوکۍ ورسيد. تازه بلخ ته د ناټو عملیاتي مسؤل رنډي جورج، دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزارت مرستیال ...

نور ولوله »

اسدالله خالد او مسعود اندرابي ته د عطا نور تازه خبرداری

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو ته تازه خبرداری ورکړی دی. هغه تېره شپه پر خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه د نوي کال په مناسبت خپره کړې ويډيو کې ویلي، دې دواړو وزیرانو ورسره یوه هوکړه کړې او که عملي نه‌شي نو اقدامات ...

نور ولوله »

اتمر: د مزار د جګړې مسؤل هغوی دي چې ځواکونه يې لېږلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر وايي، د بلخ په روانه ناندرۍ کې عطامحمد نور هیڅ ملامتي نه لري، بلکې حکومت غلط ګامونه پورته کړي. هغه څو شېبې وړاندې کابل کې خبري کنفرانس کې وویل، حکومت شرموونکې چارې ترسره کوي او دولتي ځواکونه پخپل منځ کې سره جنګوي. ...

نور ولوله »

تعقیب؛ نور وايي ارګ پر بلخ حمله کړې، دفاع يې پکار ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): بلخ کې حکومت هڅه کوي چې نوی معرفي شوی امنیه قومندان د کومانډو عسکرو په بدرګه تر قومندانۍ ورسوي، خو د امنیه قومندانۍ پولیس يې پر وړاندې ولاړ دي. ځايي سرچینې وايي چې ښار کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، کومانډو او د پولیسو ځانګړې قطعه هڅه کوي چې نوی قومندان ...

نور ولوله »

بلخ ته د حالاتو د کنټرول لپاره ځانګړي ځواکونه رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفي پر سر د حکومت او د دې ولایت د پخواني واکمن عطامحمد نور تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ را پورته شوې، چې ان بشپړ ښار تړل شوی دی. حکومت دې ولایت ته د عبدالرقیب مبارز په نوم یو تن د نوي امنیه قومندان په توګه ...

نور ولوله »

عطامحمد نور اشرف غني ته د سولې لپاره د احساساتو د «کنټرول» وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور چې له محمد اشرف غني سره د چنو اوږده سابقه لری، پر هغه غږ کړی چې په اوسنیو حالاتو کې د سولې لپاره هم خپل «احساسات کنټرول کړي.» وړمه ورځ محمد اشرف غني پخپلو څرګندونو کې طالبانو د پردیو ګټو لپاره ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد: ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د زلمي خلیلزاد د دویمي سفر په اړه خبرپاڼه خپره کړه، چې له کابل نه به د سیمې هېوادونو ته دویم سفر ...

نور ولوله »

حکومت ته د عطامحمد نور له پېغوره ډک ګواښ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د «لوی ملي ائتلاف» غړي عطامحمد نور حکومت ته تازه ګواښ کړی دی. دې ائتلاف وړمه ورځ په کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، چې پرون امنیتي ځواکونو هرات کې اعتراض کوونکي زنداني کړي او د ټاکنو دفتر يې پرانیستی. که څه هم تېره ...

نور ولوله »

عطامحمد نور: حکومت ته داسې درېږم، لکه د شوروي او نجیب پر وړاندې چې ولاړ وم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخوانی والي، د جمعیت اسلامی اجراییه مشر او «د افغانستان لوی ائتلاف» غړی عطامحمد نور وايي، دا نظام د سمېدو پر ځای بېخې بدلېدو ته اړتیا لری او باید لاس پکار شو. هغه چې د یو لرې کړل شوي نوماند اسدالله شریفي په ملاتړ غونډه کې يې خبرې کولې وویل اوس هغه ...

نور ولوله »