fbpx

د ټیګونو ارشیف : عمران خان

عمران خان: پاکستان به د یمن په جګړه کې منځګړیتوب کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل چې د یمن په جګړه کې به یې هیواد د منځګړیتوب لپاره کار کوي. نوموړی چې سعودي ته تللی وو او له هغه ځایه یې د شپږو ملیاردونو قرض تر لاسه کړ، پاکستان ته د را ګرځېدو وروسته وویل چې پاکستان اوس په داسي یوه وضعیت ...

نور ولوله »

پاکستان: د دولتي توکو بولي، يوه ميښه په ۳۰۰ زره وپلورل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د پاکستان د انصاف ګوند مشر عمران خان واک ته ورسېد او د لومړي وزير په توګه يې لوړه وکړه د وزارت ډيرڅه يې په دې دليل بولۍ ته وړاندې کړل چې اضافه او له اړتيا زيات دي. په دغو بولۍ کې د وزارت د خونې د موټرو، د ...

نور ولوله »

بلخي؛ د افغان کډوالو اړوند د عمران خان اقدام ستایلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): د کډوالو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند د هغه هېواد د لومړي وزیر اقدام ستایلی دی. د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ په کراچۍکې يوې غوونډې ته وويل، چې افغان او بنګالي کډوالو ته به پاکستاني شناختي کارډونه او پاسپورټونه ورکړي او دغه کډوال به د پاکستان ...

نور ولوله »

عمران خان د پاکستان ۲۲م لومړی وزیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۷ل): نن د جمعې په ورځ ماځیګر مهال د پاکستان په پارلمان کې د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټاکنې تر سره شوې، چې عمران خان په اکثریت سره وګټلې او نوموړی د پاکستان په تاریخ کې ۲۲م منتخب لومړی وزیر وټاکل شو. د تحریک انصاف مشر عمران خان د پارلمان د غړو ۱۷۶ ...

نور ولوله »

عمران خان سبا رسما خپل نوم د «لومړي وزارت» لپاره وړاندي کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان به سبا د دوشنبې په ورځ خپل نوم رسما د لومړي وزارت لپاره چارواکو ته وړاندي کړي. نوموړي په خپل کور «بني ګاله» کې د حکومت جوړونې په اړه د سلا او مشورې لپاره د پارلمان نوي ټاکل شوي وکیلان دعوت کړي او ...

نور ولوله »

ډاکټر غني عمران خان ته د بریا مبارکي او د راتګ بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې يې عمران خان ته د بریا مبارکي ويلي. هغه لیکلي «ما د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره خبرې کړې، په ټاکنو کې مې د بریا مبارکي ورته وویله، دواړو توافق سره وکړ چې پر تېر غلبه پیدا کړو او د افغانستان او ...

نور ولوله »

عمران خان، «نوی پاکستان» او افغانستان سره راتلونکې اړیکې

لیکوال: ذاکر جلالي په پاکستان کې د جولای ۲۵مې پارلماني ټاکنې د دغه هېواد په تاریخ کې په څو لحاظونو ډېرې متفاوتې وې. دا لومړنی ځل دی چې په مسلسل ډول درېیم ملکي حکومت ته واک د ټاکنو له لارې لېږدول کېږي. مګر دا هیله لا هم پر ځای پاتې ده چې یو لومړی وزیر دې وکولای شي خپله پنځه ...

نور ولوله »

عمران خان: امریکا پاکستان د «ټشو پېپر» په توګه کارولی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې امریکا هر وخت پاکستان د ټشو پیپر «تشناب کاغذ» په توګه کارولی. نوموړي د روسیه ټوډې تلویزون سره په مرکه کې وویل: «متاسفانه چې د پاکستان اقتصادي وضعیت قوي نه دی، بلکې د یوه اقتصادي بحران سره مخ دی، ځکه نو د امریکا اقتصادي ...

نور ولوله »

عمران خان: ټرمپ د افغانستان په اړه هیڅ معلومات نه لري

imran khan

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان هم د امریکايي ولسمشر ټرمپ د څرګندونو پر ضد غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ټرمپ شخصا د افغانستان په اړه هیڅ معلومات نه لري، هغه ته د پاکستان دښمنانو معلومات ورکړي او پر اساس یې موقف نیولی دی. نوموړي وویل چې ما هر ...

نور ولوله »

احسن اقبال عمران خان ته: که ټوله پاکستان استعفی ورکړي، هم ستا وار نه راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال رسنیو ته وویل چې د پاکستان د پرمختګ په وړاندي خنډونه ایښول کیږي او عمران خان باندي يې تور پوري کړ چې په قصدي ډول د اوسنی حکومت ناکامولو کوشش کوي. د امت نیوز د راپور سره سم احسن اقبال وویل: عمران خان غوندي خلک ...

نور ولوله »